روغتیا

د کرونا وایروس څخه ویره او پر روغتیا یې ناوړه اغيزې

ډاکتر محمد شریف محمدي

کووید ۱۹ یا کرونا وایروس چې په لومړي ځل د ۲۰۱۹ کال د دسمبر میاشت د چین په اوهان ښار کې را پیدا او اوس مهال د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کې خپور شوی دی، خلک یې له تشویش او ویرې سره مخ کړي دي.

دا چې دومداره ویره او تشویش زموږ پر روغتیا کومې ناوړه اغیزی لري، تاسو ته یې په څو کرښو کې واضح کوم.

دوامداره ویره او تشویش زموږ په بدن کې د سترس هورمون چې کورتیزول ورته وایي لوړوي.

یاد هورمون چې ادرینالین غدې څځه افراز کیږي او په نورمال ډول زموژ وجود ورته اړتیا لري، لوړوالی یې د لاندې روغتيایي ستونزو د رامنځ ته کیدو لامل ګرځي:

1. د خوب کموالی او بې خوبيِ:

2. د بدن دفاعي سیستم کمزوري کیدل او په بیلابیلو ناروغیو اخته کیدل، چې دا زموژ لپاره د کرونا وایرس په مقابل کې خطرناک ثابت کیدای شي.

3. دوامداره اضطراب او بدګماني:

4. د انسان هضمي سیستم د سترس په مقابل کې ډیر حساس ده، نو په وجود کې د کورتیزول هورمون زیاتوالی کیدای شي د قبضیت، د معدې د اسیدو زیاتوالي، د کولمو د تحریک ‌‌‌پذیری سندروم او د هاضمې سیستم د عضلاتو د قبض سبب شي.

5. د زړه او رګونو په ناروغیو اخته کیدل، لکه لوړ فشار، د زړه ضعیفي او د زړه دریدل.

6. د وزن زیاتیدل، چې دا ستونزه په خپل وار سره د نورو ناروغیو لکه شکر، لوړ فشار او مغذي سکتې ته زمینه برابروی.

اوس چې پوه شوو، چې سترس او تشویش زموژ روغتیا ته څومره زیان رسوي، نو په لاندی څو لارو سره د سترس او کورتیزول هورمون لوړوالي مخه ونیسئ، تر څو خدای مکړه مخکې له دې چې کرونا مو ونیسي خپله روغتیا مو چې لویه سرمایه ده په بې ځایه تشویش سره له لاسه ورکړې وي.

1. تلویزیون، راډیو او نورو رسنیو ته ډیره توجه مکوئ، ځکه همدا رسنۍ دي چې موژ او تاسې یې له ویرې او سترس سره مخ کړی یو.

اوسنیو څیړنو چې په ایتالیا کې ترسره شوې دا ثابته کړې ده کوم کسان چې رسنۍ نه تعقیبوي د مړینې کچه یې د یاد وایرس له امله کمه ده.

که چیرې تاسې هم په کور کې قرنطین یاستۍ، هڅه وکړۍ وخت په مطالعه، اذکارو او عباداتو تیر کړئ.

2. په ورځني ډول له میوو او سبزیجاتو څخه ګټه واخلئ.

3. د ورځې لږ تر لږه ۳۰ دقیقې سپورت وکړئ، سپورت سترس کموي، دفاعي سیستم او زړه مو ځواکمنوي.

4. په کافي اندازه ۷-۹ ساعتو پورې خوب وکړئ.

5. قیلوله یا د غرمې خوب (۲۰ – ۳۰ دقیقې) خپل عادت و ګرځوئ، پلټنو ښودلې چې د غرمې خوب د ډیرو ناروغیو مخه نیسي او حافظه مو قوي کوي.

6. ساینس د ذهني آرامتیا لپاره (یوګا) چې یو ډول ذهني سپورت دی لازم بولي، خو موژ او تاسې که لمونځونه په خضوع او خشوع سره وکړو روغتیایي ګټې یې تر یوګا څو چنده زیاتې دي.

خلاصه دا چې کرونا وایروس سره مقابلې لپاره قوي، دفاعي سیستم اړین دی، نو ددې لپاره همیشه له ترکاریو او میوو څخه ګټه واخلئ او تشویش مکوئ، ځکه چې اندیښنه او سترس ستاسو د و جود مقاومت د ناروغیو په وړاندې کموي.

موژ او تاسو په تقدیر باور لرو چې مرګ بې نیټې نه راځي، نو ولې خپل ژوند نا آرامه کړو؟

وقایوی تدابیر ونیسئ او په الله ج توکل وکړۍ.
په درناوي

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close