شعـــــرونه

غزل/ صابرجان محصل

صابر جان محصل

تورې شپې به تيرې شي څرک د سپين سهار دى
ړنګ به خـــــزانونه شي وخت د نوبـــــــــهار دى

موږ چې له لسيزو نه تــل ورته په طمــــــه  وو
پاى  ته رسيدلى مو نــور دغه انتـــــــــــــــظار دى

دا چې نن ښــــکلا وينم څه سپينه رڼا ويـــــــنم
دا راڅرګند کړى نور سولي سپين رخـــــسار دى

څنګه به ماتــــيږي نه؟ ولې به ورکـــيږي نه؟
اوښـــکې مـــو مظلومې دي ډير بد يې ازار دى

نور به شي پيوند پيوند  دغه تار په تار ملــــت
کـــــړى مو له وخــــــته لا همدې هدف ته کار دى

هرخوا به جشـنونه وي خوښ به ولســـونه وي
کور به مو د سولې شي هر دښمن مو خوار دى

وينم چي صابـــر هميش لږ اوتر اوتر ګـــــرځي
سترګو د خوبانــــو پـــرې کړى ســـــم  ګوزار دى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x