روغتیا

د وینې یوه معاینه چې د سرطان له «۵۰» زیات ډولونه په ګوته کوي

دغه معاینه امریکایي او برتانوي طبي پوهانو په ګډه کشف کړې ده.

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ وری، ۱۳۹۹ل): نړیوال طبي پوهان د وینې په یو ډول معاینه توانېدلي چې له ۵۰ زیات د سرطان ډولونه ددې له نښو نښانو څرګندېدو وړاندې په ګوته کړي.

طبي پوهانو د سرطان یو شمېر ډولونه چې څرنګه پر وینه اغیز کوي موندلي دي، کوم چې کولی شي د تومورونو په تشخیص او درملنې په اسانه کولو کې مرسته وکړي.

پوهان هیله لري چې ددوی دا تعقیب به د سرطان ځینې ډولونو د احتمالي درملنې لپاره لاره هواره کړي.

دغه ازموینې د امریکا د سرطان انستیتیوت (دانا فاربر)، په هارورد پوهنتون کې د طب پوهنځي، د امریکا فرانسیس کریک انستیتیوت او د برتانیا پوهنتون لخوا ترسره شوي دي. دغه راز دوی موندلې چې د یادو ازموینو ۹۹ سلنه پایلې دقیقې او مثبتې وې.

د وینې دغه معاینې په ډي ان اې DNA کې د ضدي بدلونونو په لیدو سره کار کوي، او دا د داسې ډي ان اې په څیر وي چې له حجرو څخه خالي وي، کوم چې تومورونه په پټه د وینې په جریان کې ننباسي.

ددې معاینو په لړ کې پوهانو د هغو ناروغانو چې پر سرطان اخته وو د وینې «۴۰۰۰» نمونې تجربه کړي، چې په مرسته یې له پنځوسو ډیر ډولونه کشف کړي او ۹۶ سلنه ازموینې دقیقې ثابت شوي دي.

پروفیسر چیف اوکسنارد چې د یادې معاینې یو له اصلي څيړونکو څخه دی د وینې د معاینو فرصتونو په اړه خوشبیني څرګنده کړې تر څو یې دوی په لویه کچه وکاروي، او په وینا یې دغه ازموینې به د سرطان ترڅنګ د زرګونو نورو پټو ناروغیو تشخیص ته لاره هواره کړي.

چیف اوکسنارد زیاتوي، «معاینو اوس په ځینو څیړنیزو کلینیکونو کې د محدود استعمال لپاره پېل شوې، خو د وینې دا معاینه په منظم ډول له کارولو نه وړاندې مونږ ممکن د کلینیکي څیړنو بشپړې پایلې کتلو ته اړتیا ولرو تر څو د معاینې په فعالیت سم پوه شو».

په برتانیا کې د سرطان د کشف پخواني عمومي مدیر ډاکټر ډیویډ کروسپي ویلي، «د دغو سرطانونو کشفول په لومړۍ مرحلو کې دي، هغه مرحله کوم کې چې سرطان لږ ضدي او زیات د درملنې وړ وي، دا د ژوند خوندي کولو لوی ظرفیت لري، په دې لړ کې مونږ تخنیکي نوښتونو ته اړتیا لرو تر څو دا احتمال په واقعیت بدل شي، که څه هم دا ازموینې لا پراختیا ته اړتیا لري خو لومړنۍ پایلې هڅوونکې دي».

باید وویل شي چې د نړۍ په کچه په هرو شپږو مړو کې یو له سرطان څخه مري، دا په نړۍ کې دویم زیات وژونکی لامل دی، په داسې حال کې چې په کال کې اوسطا سرطان د ۱۰ ملیونه کسانو ژوند اخلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close