روغتیا

پاکستان کې د کرونا ناروغان له ۲زرو او افغانستان کې له ۲سوو پورته شوي

پاکستان کې تر دې مهاله د کرونا ناروغانو شمېر ۲۲۳۸ او افغانستان کې ۲۳۹ تنه دی.

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ وری، ۱۳۹۹ل): د پاکستان روغتیا وزارت وایي په دغه هېواد کې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې نږدې ۲۰۰ پېښې ثبت شوي او ۵ کسان مړه شوي دي.

پاکستان کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښه د فروري میاشتې په ۲۶مه نېټه ثبت شوه او د مارچ په ۱۸مه نېټه له دغې ناروغۍ لومړی کس مړ شو، تر دې دمه دغه هېواد کې ۲۲۳۸ مثبتې پېښې ثبت شوي او د وروستۍ شمېرو له مخې ۳۱ کسان مړه شوي دي.

په پنجاب ایالت کې تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې راپور شوي، دغه ایالت کې ۸۴۵، سند کې ۷۰۹، خیبر پښتونخوا کې ۲۷۶، ګلګت بلتستان کې ۱۸۴، بلوچستان کې ۱۶۴، پلازمینه اسلام اباد کې ۵۴ او کشمیر کې ۹ پېښې راپور شوي دي. مګر تر دې دمه ۸۵ ناروغان بیرته روغ شوي دي.

بل لوري ته نن د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د کرونا ویروس له څلویښتو زیاتې مثبتې راپور شوي دي چې په دې سره د اخته ناروغانو شمېره ۲۳۹ ته ورسیده.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې ۴۱ مثبتې پېښې په هرات او ۲ پېښې په کابل کې ثبتې شوي دي.

ددې سربېره ۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی خو ۵ ناروغان بیرته روغ شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز تیره اونۍ رسنیو ته ویلي وو چې هېواد کې ممکن کرونا وبا لس ملیونه کسان ونیسي او زرګونه مړه کړي، «که مو په دې اړه جدي تدابیر ونه نیول له ستر ناورین سره به مخ شو».

باید وویل شي چې هرات ولایت هېواد کې له زیاتو ځپل شویو ولایتونو څخه دی، اوسمهال له ۲۳۹ پېښو څخه یې ۱۸۳ یوازې په هرات کې دي، دغه راز نیمروز، کابل، بلخ، فراه، سمنګان، کندهار، زابل، غزني، بدخشان، سرپل، بادغیس، کاپيسا، ننګرهار، بغلان او پکتیکا کې هم د کرونا مثبتې پيښې ثبت شوي دي.

ځینې طبي پوهان وايي په افغانستان کې طبي معایناتو او د بشپړ تشخیص نشتوالی ددې ویروس پېښو کمو ښودو لامل دی، کیدی شي دغه هېواد کې د پېښو شمېره له ښودل شویو زیاته وي.

په افغانستان او پاکستان کې د کرونا ویروس سرچینه ایران ګڼل کیږي چې دواړو هېوادونو سره پولې لري او سلګونه مسافر هره ورځ په ځمکینې تګ راتګ کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close