روغتیا

له کرونا ویروس سره جالبه مركه

له عربي څخه پښتو ته ژباړونکی: عبدالحمید راشد

ته څوک یې؟

دکرونا ویروس یم( RNA) بغیر له وسائلو نه   په سترګو نه لیدل کیږم  ، او نه په نوري میکروسکوب.

خپل کورنۍ او نسب دې راته ووايه؟

زه د نړیوالو مضرو (انتقالیدونکو ویروسونو) څخه یم.

* ته نوی ویروس یې او که پخوانی؟

نوی یم

* ايا ته يو ژوندی موجود یې؟

نه

* ایا ته له جسم څخه بیرون وده کوئ؟

نه

* ستا د ودي چټکتیا څومره ده ؟

زه يوازی د بدن داخلي سیستم ته ورننوځم،  او وروسته له ۲۴ ساعتونو زه (10000000000) لس میلیارده  ګرځم.

* تاته ولې COvID19 نوم اخلي؟

ځکه دا دځینو کلماتو مخفف دی. د c oمعنا corona او د vi معنا virus دی،  او د 19 معنا 2019 Disease دی.

* ته څه وخت پېدا شوی؟ او په کوم ځای کې؟

زه په 2019 كال د ديسمبر په اوله،  دچین د ووهان په ښار کې.

* ته څه ډول نورو ته انتقالیږی؟

زه د پرنجي او ټوخي پر وخت له هغو وړو قطرو سره له بدن څخه وځم چې د خولې او پوزې څخه دغه حالت کې راوځي.

* ایا ته په هوا کې( تنفس) انتقالیږی؟

نه دا طریقه نه خوښوم،  او له دې لارې نه انتقالیږم.

* په څه ډول روغ انسان ته ننوځې؟ او د ننوتلو لارې دې کومې دي؟

.. د خولې،  پوزې او سترګو له لارې یې بدن ته ورننوځم.

*څومره  وخت د کور په سامان او نورو سطحو او استعالیدونکو سطحو ژوندی پاتې کیږی؟

له څو ساعتونو څخه تر څو ورځو پورې.

*  ستا د نمو او تربیت موده څومره ده؟

له 2 – 14  له دوو څخه تر څوارلسو دننه ورځو کې …. خو په اوسط ډول پنځه او یا شپږ ورځې.

* ستا هدف څه دی چې کله جسم ته داخل شی ؟

زه مستقیم په تنفسي سیستم حمله کوم او خرابوم یې.

* ستا تر ټولو غوره چاپېریال کوم یو دی؟

.. ماته تر تولو غوره چاپېریال لنده بل “لوند” تیاره او یخ چاپېریال دی.

* ایا ته رڼا،  وچ،  او ګرم چاپېریال خوښوئ؟

نه نه یې خوښوم.

ستا درې لوی علایم څه دي؟

1- تبه    2- وچ ټوخې   3-ستړتیا او سستي.

* ایا واکسین لری؟

نه.

* د اوس لپاره ستا درملنه شتون لري؟

نه  تر اوسه نشته.

* ستا تشخیص او معاینه څه ډول کیږي؟

..د پوزې او ستوني له ترشحاتو او خراشکو یو سمپل او معاینه اخیستل کیږي،  او هغه بیا په لابراطوار کې کتل کیږي.

* له نورو ویروسونو سره دې توپېر په څه کې دی؟

.. په چټک خپریدلو کې،  ځکه زه په چټکۍ سره خپریږم.

* ستا نیکونه څوک دي؟

1- د سارس چين ویروس(2002 – 2003) SARS .

2 – دميرس سعودي ويروس

(2012 – 2013) MERS.

*  خبرونه خپاره شول، چې داسې دوا پېدا شوی،  چې ته پرې اغیزمن کیږی، ایا دا خبره درسته ده؟

هو ډاکټرانو زما سره دمقابلې او جګړې کوشش په هغو دوا ګانو وکړ چې له دوي سره له وړاندې موجودې وی،  او په هغو دوا ګانو چې د نورو امراضو او میکروبونو ضد لپاره استعمالیدلې…. لکن هغه دواګانې زما په ختمولو کې ناکامې شولې.

* ایا دهغه دواګانو ځنې بیلګې موږ ته ویلې شي،  چې ستا د مقابلې لپاره استعمال شوي؟

.. د سانوفي شرکت په فرانسه کې ګمان وکړ،  چې دوي د کرونا ویروس د ملاریا په دوا (plaquenil)  سره وژلی شي، همدا ډول ځینو زما د وژلو هڅه د ایبولا او یا ایډز،  او یا تامیفلوا  او یا په نور ویروس ضد درملو وکړه،  لکن دوي ټولو زه ونشوم وژلی،  او زه تر اوسه ژوندی او ازاد یم له یو هېواد څخه بل هېواد ته په چټکې سره انتقالیږم….. .

* ستا دمقابلې لپاره نوې څه واکسین او درمل  شتون لري؟

بعضو زما د وژلو هڅه د سل یا نرې رنځ په واکسین وکړه،  خو ناکام شول.

* ايا ته په كمون، يانسون،(دوه قسمه نباتات دي) نعناع (نانا ايلنى) سره اغیزمن کیږي؟

….هههههه نه څه ریشخند وهې.

* څه شی خوښوي؟

.. زه ګڼه ګوڼه، ګډ ژوند،  ناپاکي، او لانده ځایونه خوښوم.

* څه شی دې ډیر بد راځي؟

.. کور کې پاتې کېدل،  دځان پاکوالی، د چاپېریال پاکول په په میکروب ضد مایع ،  وچ او ګرم چاپېریال، او پرلپسې غړغړه.

* ایا ته ټول هغه وګړي وژنې، چې بدن ته یې داخل شی؟

نه … بعضي وګړي وژنم.. هسې دخلکو سره په دې مورد په حقیقت ډار او ویره خپره شوی… حقیقت داسې نه دی.

80% فيصده ناروغان له ما څخه  بغیر له علاجه هم رغیږی….. او %17  نور ناروغان تجريد،  قرنطين او عارضي درملنې  ته اړتیا لري،  او بیا روغیږي..، لکن زه په سلو کې له(%4 –  %2 ) پورې خلک وژنم.

* څوک چې وژنې دهغوي صفات څه ډول وي؟

… زه  پاخه عمر واله هغه   خلک وژنم ، چې هغوي له ړواندې  مزمنې ناروغی  ولري لکه شکر،  د ویني فشار،  تنفسي او انتاني ناروغې ولري …. .

* ایا ماشومانو ته رسیږی؟

… نرمي ورسره کوم او غالبا هغوی پریږدم او همکاري ورسره کوم.

* په نارینو  زیاته حمله کوئ،  او که په ښځینو؟

.. زیاتره په نارینو.

* ایا ماته لارښوونه کولای، چې څه ډول درڅخه ځان وژغورم؟

.. هو زه دې  به لاندې څو ټکو  پوهوم :

۱ – کور کې پاتې شه.

۲ – له ګڼه ګوڼې او ګډ ژوند څخه ځان وژغوره

۳ – لاسونه دې مکرر او په دقیق ډول ووینځه.

۴ – کله چې دې پرنجی او یا ټوخې کاوه، نو کاغذي دستمال دې پوزې او خولې ته ونیسه ، او له هغې وروسته یې په اشغال دانۍ کې واچوه .

۵ – له مشکوک کس سره یو متر فاصله ونیسه.

۶ – دکور پاکوالی لازمي دی.

۷ –  په مکرر ډول د کور وسایل،  د دروازو دستګیرونه، میزونه،  دکمپیوټر اړوند سامان،  موبایل او نور وسایل د میکروب ضد مایع باندې صافي کول او مخل.

۸ – په تړمو اوبو په مکرره توګه غړغړه.

* د ماسک په اړه راته ووایه،  چې د چا لپاره یې استعمال اړین دی؟

.. ماسک د ناروغ او  مشکوک لپاره ضرور دی ، .. همدا ډول څوک چې ناروغ او مشکوکو ناروغانو سره یوځای وي، په همدې توګه نرسانو، او روغتیایط خادمانو ته او څارونکو وګړو ته  چې د ناروغ مراقبت او څارنه کوي. … لکن دا نورو عامو وګړو ته اړین نه دی.

* ډیره ښه! .. ټولو ناروغانو کې  ستا،  نښې او علایم ښکاري؟

.. نه داسې نه ده.. ډیر ناروغان چې په دې ناروغې اخته شي،  هغوي کې هېڅ علایم او نښانې نه ښکاري،  هغوي په ځان پوهیږي هم نه،  خو روغیږي.

* کرونا ویروسه!  له چا څخه ډیره ویره لری؟

.. له لاندې وګړو ډیره ویره لرم:

۱- له علماوو او علمي څېړنو څخه.

۲-  له پوهې او دخلکو له روغتیایې ثقافت څخه.

۳- د وقایوي پرګرامونو او برنامو څخه.

* کرونا صیب! ایا تاسو د استخباراتي  سازمانونو تولید یاست؟

.. دا دعوه ځینې کوي.. ( لکن د دلیل پرته هېڅ خبره د منلو نه ده)

* کرونا!  موږ ستا منفي صفات  لېدلي ،  ایا مثبت صفات هم لرې؟

..هو لرم یې …

*  دلیل  درسره شته؟

۱- کورني جوړښت او تنظیم ته مې وخت ورکړ، او ټول وګړي مې ورته راجمع کړل.

۲- چاپېریال مې پاک کړ… ،  ما دا کار دومره کم عمر کې وکړ،  چې د نړیوالو اوبین الملل چاپېریال ساتنې ادارو او  کنفرانسونو په ډېره اوږده موده کې ونشو کړای. لکه د استوکهولم کنفرانس په 1972 كال

د نيروبي كنفرانس په 1982 كال

د وريودو جانيروا كنفرانس په 1992 كال.

۳- ما د نړیوالو روغتیایې سازمانونو ضعف او کمزوري  څرګنده کړه.

۴- ما د هغه انسان ضعف څرګند کړ ، چې په ځان یې د اله او معبود  ګمان کاوه.

۵- دځینو رجوع مې رب طرف ته راوګرځوله ..  په دې طمعه چې  دا رجوع ریښتیا هم وي.

* عربانو ته ولې نه رسیږی؟

.. زه هېڅوک نه مستثنا کوم او نه دوه ګونې چلند کوم، لکن عرب اتحاد شفافیت او ریښتینوالي او تحقیق ته اړتیا لري،  ځکه هغوي خپلو قومونو ته درست خبر  او حقیقت نه بیانوي.

* راتلونکي لپاره ستا لېدلوری څه دی؟

انسان به په راتلونکي کې زما مقابله  په واکسین او یا درملو وکړای شي،

کرونا صیب! ایا له زړه څخه ارام یاست ؟

هو. بلکل . زه دبشریت دعقلانیت ټکر پېدا شوم، او دبشریت پرمختګ او ضمیر  مې ورخراب کړ.

..ژر ده چې د کرونا څخه پس نړۍ به، دکرونا له مخکنې نړۍ سره بشپړ توپېر ولري.

* ماته کوم نصیحت لری؟

هو!  په کور کې تر هغه پاتې شه … چې ترڅو یا واکسین جوړ شي،  او یا دکرونا علاج پېدا شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

مرکه .دغمی له کرونا سره؛
غمی ،پښتین،فری لانس ژورنالیست له سټی کنډو څخه.
کرونا:سلامونه غمیه .لطفا پوښتنه د مطرح کړه،
غمی:کرونا جانی کله افغان سیاسیونو باندی حمله کوی ؟چه دا مظلوم ولس ورڅخه خلاص شی،
کرونا:هاهاهاهاهاهاه غمیه:زما او د افغان سیاسیونو هیڅ فرق نشته،افغان سیاسیون زما ورڼه او زه یی خور یم.موږ د یوه کورنی څخه یوو.
یو فرق مو شته هغه دا چه زه لږ څه په ارام سره خلک وژنم،خو افغان سیاسیون په توپکو،بمونو.ماینونو،ځانمرګیو .ډرونو باندی وژنی.
خو بیا هم قتل قتل دی .افغان سیاسیونو زما هدف یو دی .خو افغان سیاسیون قتل په څنګ کی ډالرو.کلدارو.روبلو .تومانو سره هم خاص مینه لری.
او د همدی ډالرو.کلدارو په برکت سره یی ځانونه قرانطین کړی دی،چه زما ورړسیدل مشکل خو ناممکن نه دی.
او انشالله ډیر زر به افغان سیاسیون تنفس تنګ او الله ج حساب ته ورولیږم

غ.حضرت

ټول ژورنالیسټان خصوصاً د قدرت د کړیو سره غوټه ژورنالیسټان هیڅکله دا جرئت نلری چی د مقابل طرف په وړاندی ژوری او اساسی پوښتنی مطرح کاندی.
د کرونا سره مصاحبه هم ( د سپټمبر د کرونا غوندی ) یوه لباسی او سطحی مصاحبه او مرکه ده.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close