افغانستانسولې اړوند خبرونه

«طالبان:که تر واک لاندې سیمو کې مو کورونا خپره شي اوربند ته تیار یو»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۹ل): طالبان وايي،که چېرې ددوی تر واک لاندې سیمو کې کورونا خپره شي او مثبتې پېښې یې ثبت شي دوی چمتو دې همالته اوربند اعلان کړي.

اسوشټيډ پریس خبري اژانس د طالبانو د ویاند «ذبیح الله مجاهد» له قوله لیکلي «که خدای مکړه، په هغو سیمو کې چې زموږ تر واک لاندې دي، د کورونا خپرېدل پيل شي، موږ تیا ریو په هغو سیمو کې جنګ ودروو.»

مجاهد وړاندې ویلي، چې که د روغتیا کارکوونکي ددوی تر واک لاندې سیمو ته د کورونا د مخنیوي په موخه مرستې ورسوي، دوی به د هغوی د امنیت ساتنې ضمانت ورکړي.

که څه هم څرګنده نه ده، چې د څومره مثبتو پېښو له ثبت وروسته به طالبان اوربند کوي، خو د طالبانو له خولې دا پرېکړه وروسته له هغه رسنیو ته راوزي، چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې په جګړه ځپلو سیمو کې د اوربند غږ وکړ او ورپسې د روغتیا نړیوال سازمان له طالبانو وغوښتل، څو له حکومت سره په ګډه د کورونا د مخنیوي په مبارزه کې برخه واخلي.

بل لور ته د طالبانو د روغتیا د کمېسیون مسئول له نن ټکی اسیا سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دوی په خپلو سیمو کې له کورونا سره د مبارزې لپاره بشپړ تدابیر نیولي، د عامه پوهاوي لپاره یې غونډې جوړې کړې، تبلیغاتي پوسټرونه یې چاپ کړي، په لویو لارو باندې یې په مسافرو کې د ناروغي د تشخیص په موخه طبي پرسونل ځای پر ځای کړی او د ټولو روغتیايي مؤسسو د مرستو د جلب هڅه یې کړې.

د طالبانو د روغتیا کمېسیون دې چارواکي اندېښنه وښوده، چې حکومت ددوی د عامه پوهاوي په نیت رابلل شوې ناستې تخریبوي او نه غواړي د طالبانو فعالیتونه رسنیو ته راووزي.

هغه د بېلګې په ډول یاده کړه، چې لوګر کې یې د عامه پوهاوي غونډې ته رسنۍ رابللې وې، خو حکومت د غونډې د ګډوډۍ په موخه د غونډې په ځای باندې الوتکې ډېرې راټېټې کړې او د رسنیو د کارکوونکو د ګرځولو په هدف یې په لاره کې جعلي جګړه په لاره واچوله.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترین

یوازی ستاسی په منطقو کی انسانان دی چی هغه وخت بیا اوربند اعلانوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close