
پاکستان د اشرف غني له مذاکراتي پلاوي هرکلی کړی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۹ل): پاکستان د بین الافغاني مذاکراتو په موخه د غني له جوړ شوي مذاکراتي ټیم هرکلی کړی او د جګړې په ښکېلو اړخونو یې د جګړې د شدت کمولو غږ کړی.
د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي «پاکستان د مذاکراتي ټيم د جوړولو په برخه کې د افغان مشرانو له پرېکړې هرکلی کوي، افغان سولې ته د افغان مشرانو د ژمنتیا د ثبوت په سترګه ورته ګوري او د بین الافغاني مذاکراتو په لور یې یو اړین ګام بولي.»
خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافق له امله افغانستان ته د سولې یو غوره چانس په لاس ورغلی، چې له یو بل سره په ګډ رغنیز کار کولو، د اختلافاتو په له منځه وړلو او ملي ګټو ته په لومړیتوب ورکولو یې باید قدر وشي.
پاکستان ددې تر څنګ د افغان جګړې په ښکېلو اړخونو د جګړې د کمولو غږ کړی او د یوه متحد، یو موټي او باثباته افغانستان هیله یې څرګنده کړې.
#Pakistan welcomes the recent announcement by #Afghan leadership on formation of negotiation team, which should pave the way towards the commencement of intra-Afghan negotiations process. @mfa_afghanistan
🔗https://t.co/qodQvWDkZa pic.twitter.com/fkaQfPlQxo— Spokesperson 🇵🇰 MoFA (@ForeignOfficePk) April 1, 2020
د غني مذاکراتي پلاوی، چې څو ورځې وړاندې اعلان شو، د دوستم او عطاء محمد نور د زامنو په ګډون یوویشت تنه غړي لري او مشري یې د ملي امنیت پخواني مشر «معصوم ستانکزي» ته سپارل شوې.
دغه مذاکراتي پلاوی په لومړیو کې د ځینو سیاسي ګوندونو او طالبانو له لوري رد شو او یاده شوه، چې ټاکل شوی پلاوی له طالبانو سره د خبرو وړتیا نه لري، خو وروسته د عبدالله عبدالله، حنیف اتمر او محقق په ګډون ګڼو سیاسي شخصیتونو او جهتونو ترې هرکلی وکړ.
یو شمېر رسنیو د خپلو سرچینو په حواله ولیکل، چې امریکا پر سیاسي مشرانو فشار راوړی او هغوی یې اړ ایستي، د غني له مذاکراتي پلاوي هرکلی وکړي.
لا هم څرګنده نه ده، چې طالبان له همدې مذاکراتي ټيم سره خبرو ته تیار دي که نه؟.
چی مالکانو یی د غلام غنی د ټیم هرکلی وکړ دا تورلینګی بیهمته پنجابی غلامان به یی خامخا هرکلی کوی . دوی( پنحابیان) هم کټ مټ د غلام غنی د غلام دولت پیښی کوی ، په ډیرو لوړپوری دولتی دفترو کی یی ښایستی سخنګویانی سرښ کړیدی چی د بیهمتو او فحاشو نارینو شیطانان په خوشحاله کړی . خو دا بیهمته پاکستانیان دی دا پیاد ولری چی تاسی همهغه غداران او د ګاونډیانو سره خیانت کونکی یاست چی د پیسو او د ځان د ساتلو لپاره بیناموسی ، منافقت ، کفر او هره بیهمتی منی او منلی مو ده ، ستاسو… نور لوستل »