ادبي لیکني

د زوی پرې شوې ګوتې یې په سپاره پورې کلکې وې! «لنډه کیسه»

خالد ځدراڼ

زبیر په ډېره بېړه سره د ماسپښېن لمونځ اداء کړ له جماعته را ووتلو خپله لاسي ګاډۍ یې د یو بنده دوکان مخې ته په یو ولاړه مټه پورې قلف کړه.

سوچ يې کولو که نن مې هم وړوکي ورور اسدالله ته بوټان وانه خستل نو د تېرې ورځې په څیر به بیا له مدرسې ته د بوټانو د نه شتون له وجې لاړ نه شي.

غوښتل يې چې په ځان بوج راولي خو د خپل شهید پلار څخه ورپاتې اخیرني کوچني ورور باندې علم وکړي ترڅو راتلونکي کې یو ښه او لوی عالم ترې جوړ شي.

د بوټانو یو پلورنځي ته لاړ، اسد الله ته یې یو جوړ جراب او یو جوړ بوټان د نن ورځې په لاسي ګاډې باندې په لاسته راوړلو پیسو واخیستل او د کور په طرف روان شو.

کور يې لږ له بازار څخه په لږ شان لرې یوه پراته سیمه کې وو.

موټر کې کیناستلو له لږ ځنډ وروسته موټر هم ډک شو، حراکت يې شروع کړ، مازیګر ناوخته کور ته ورسېد.

د کور دروازه يې وټکوله.

مور یی ورته غږ کړ، بچیه زبیر جان يې؟

ویل يې: هو! مورې زبیر یم
مور يې د کور دروازه ورته خلاصه کړه، زبیر هم مور ته په ډېر احترام سره ستړي مه شې ورکړه او دواړه لاسونه يې ورته مچې کړل.

مور یی ورته په دعاء شوه، ګرانه څښتن دې غم مه راباندې وینه، الله ﷻ دې له هره مصیبته په آمان کې وساته!
د زبیر مخ یې په دواړو لاسو کې ونیو او په تندي يې ښکل کړ.

ورته زیاته يې کړه:
ګرانه! اسد جان ته دې بوټان راوړل؟

زبیر ورته وويل: هو! مورې رامې وړل، خو چې لمونځ وکړم سمدستي يې مدرسې ته ور وړم، هسې نه سهار بیا له مدرسې راشي په تلو راتلو کې ترې ټول سبقان تېر شول.

مور يې ورته وویل: نه! بچیه، ناوخته دی، صباح به يې دواړه یو ځای ور وړو، اسد جان به زه هم ووینم، نن مې ډېر یاد شوی دی.

زبیر باندې چې مور ډېره ګرانه وه نو ورته ویې ویل مورې چې ته وايي نو بالکل به همداسې وکړو ان شاء الله.

مور یی د ډوډۍ پخلي ځای ته لاړه، تر څو ستړي شوي زبیر ته چای را تیار کړي.

زبیر د کوټې په طرف د مازېګر لمونځ ادا کولو لپاره لاړ.
لنډه دا چې شپه تېره شوه، سهار وختي يې مور په زبیر باندې غږ وکړ، بچیه پاڅه لمونځ درڅخه قضاء کېږي.

زبیر چې د ستړیا له لاسه بسترې له خپلې تودې غیږې نه پرېښوده، کوشش يې وکړ، تر څو د الله ﷻ له طرفه پرې فرض شوی لمونځ ادا کړي.

همداسې یی وکړل لمونځ یی وکړو،
مور یی ورته په خپلو لاسو تیارې شوې چای مخ ته کېښودلې او ورته ويې ويل:

بچیه! چای ژر-ژر وڅښه، اسد جان ته به هغه بوټان او جرابې هم ور وړو.

زبیر وویل: سمه ده مورې! دا دی څښم يې.

مور يې وویل: بچیه نن خو بېخې زیاتې څرخکې او بنګنې ګرځیدلې، الله مه کړه په اسد جان څه شوې نه وي!

زبیر ورته وخندل، ای های مورې نو څرخکې او بنګنې په اسد الله باندې څه کوې؟ هغه خو ماشوم دی.

مور يې غلې شوه، سر يې ټیټ کړ،
زبیر د چای تشه پیاله په بیړه په ځمکه کیښودله او مورته یی وویل:

راځه مورې چې ورشو او هغه بوټان او جرابې هم درڅخه هېر نه شي، هغه هم درسره راواخله، ډېر دې ورته تلوار دی د اسد الله لیدو ته.

مور يې په بېړه پاڅېده راوړل شوي شیان يې را واخیستل او زبیر پسې د مدرسې په طرف روانه شوه،
مدرسه په بر کلي کې وه، د پښو مزل زیات وو خو د غريبۍ له وجې د کلي په پټو کې بیا هم په پښو ور روان شول.

تقريبا له دوه ساعته مزل وروسته مدرسې ته ورسېدل خو د مدرسې مخې ته د راټولو شوو خلکو په ليدو يې د مور له خولې دا چيغه ووتله چې اخ ما نه درته ویل چې اسد جان راته شهیده وي؟

زبیر د مور په خوله ژر لاس کېښود،
په غلي اواز یی ورته وویل مورې چپ شه، هیڅ هم نشته مدرسې ته د کوم چا جنازه راوړل شوې ده، د هغې جنازې لپاره خلک را ټول شوي دي، دا خلک به څه وايي، چپ شه مورې!

خو د مور زړه یی نه صبرېدو، زبیر ډېر ورته وویل چې ته همدلته کينه، اسدالله به زه بهر درته رواباسم، خو د مور په زړه کې يې سور اور بلېدو او بار، بار یې ويل:
نه ، نه زه خپله د اسد جان کوټې ته ورځم زه خپله ورځمه.

دواړه مدرسې ته ورننوتل،
مور یی د اوښکو په ډکو سترګو یوخوا او بل خوا خلکو ته کتل، خلک زیات وو، د اسدالله کوټې ته په ډېر تکیلف سره دننه شول،
خو د زبیر ستر ګې چې په خپل نازولي ورور اسدالله باندې په داسې حال کې ولګېدلې چې د کوټې یو کونچ ته يې تکيه وهلې ده، لاس کې نیولي سیپاره یې په وینو سره ده،
او اسد الله د تل لپاره په خپل خواږه خوب ویده دی، سپینې جامې یی د وینو په سور رنګ بدلې ده،
نو زبیر چغه کړه اسدااااا!!!!!

د اسد جان په طرف یی ورمنډه کړله،
غېږ ته يې را اوچت کړ، ځان پورې يې ټینګ ونیوو،
د مور په طرف يې سرې سترګې ور واړ ولې او په ژړغونې غږ کې یې خپلې مور ته وویل:

مورې اسد الله یې شهید کړی،
واخ مورې اسد الله یې راته شهید کړی،
د مور له سترګو يې د اوښکو قطارونه د یو سیلاب په څېر روان ول،
سلګو اخستې وه، هیڅ يې نه شوه ويلې،
په زنګېدلي قدم د اسد الله طرف ته ور روانه شوه، او د اسد جان په لاس کې په وینو سره نيول شوې سپاره اخته شوه
ترڅو سپاره ترې خلاصه کړي.

سپاره د اسد الله په لاسونو پورې کلکه نښتې وه، خو په ډېر تکلیف سره يې ترې بېله کړه،
د اسد الله لاس بېرته لاندې وغورځېده.

زبیر د اسد الله جسد په غېږ کې په داسې حال کې را اوچت کړ چې خپل مخ یی په ګرمو اوښکو لوند وو او راپورته شو
خلکو ته یې په ژاړه، ژاړه کې وویل:
اې خلکو! د اسد جان څه ګناه وه چې اربکیانو شهید کړ؟

اې خلکو اخر اسد جان څه کړي وو؟

خلک ټول چوپه خوله ولاړ وو او لاندې یی کتل،
د کلي یو مشر د غریو په ډک غږ کې ورته وویل:
زبیره بچیه ! صبر وکړه یو اسد الله نه دی د مدرسې یوویشت (۲۱) طالبان يې شهیدان کړي، هیڅ وس مو نشته څه ورسره وکړو؟

الله دې دوی په خپل عذاب اخته کړي،
رب مو دې نور له دغو ظالمانو خلاص کړي،
زبیر په خپله غېږ کې د اسد جان مخ ته وکتل او ورته ویې ويل:
ای وروره! ای اسده!

هغه بوټان مې هم درته راوړي،
پاڅه د خدای لپاره موږ یواځي مه پرېږده پاڅه!
شا ته يې مور ناڅاپه له خندا شنه شوه!
زبیر په ډېره حیرانتیا سره مورته شاته ور وکتل چې ګوري د کوټې په کونچ کې یی مور د خپل زوی اسدالله د لاس پرې شوي څلور ګوتې یوه، یوه له سپارې شلوي او بیا یې سترګو ته نژدې نیسي او په ډېره تېزۍ سره ورته خاندي.

زبیر بېچاره په دې وپوهېدو‎، چې مور یې سالم عقل له لاسه ورکړ او لیونۍ شوه،
د زبیر په سترګو تپه تیاره شوه، شهید اسد الله یی په خپل ټاټر را ګوزار شو او زبیر لاندې ترې بې هوښه پریووت، د کلي د هر وګړي له سترګو اوښکې روانې وې ټولې جنازې ورڅخه پاتې وې، د غمځپلي زبیر او د مور د لیونتوب کړنې يې له نژدې څارل.

مور به یې کله د اسدالله پرې شوو ګوتو ته له خندا شنه شوه او کله به يې د زبیر په راوړل شوو بوټانو مصروفه وه او له ځانه سره به يې خبرې کولې!!!

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فیاض

خدای دای غرق کړی نوردظالمان

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x