ادبي لیکني

د کندز د مدرسې په بمبار کې شهيد شوی صميم جان«لنډه کيسه»

خالد ځدراڼ

پلوشې په وړه ژبه خپل پلار ته وويل:

بابا لږ صبر زه هغه نوي کالي اغوندم، د صميم جان د دستاربندۍ لپاره مدرسې ته درسره ځم، او غواړم چې د کباړ په راټولو کړو خپلو پیسو رانیولی امېل د ټول کلي ترمخه مې صميم جان ورور ته ور په غاړه کړم.

پلار یې په خندا ور غبرګه کړه: ګوره پلوشې لورې! نجونې باید د سړو مدرسې ته لاړې نه شي، تاسو ته مې کور کې بندوبس نیولی، صميم جان چې دلته راشي امېل دې ورته تیار کړه، د ټول کلي د ښځو ترمخه یې خپل همزولي ورور صميم جان ته ور په غاړه کړه.

پلوشه چې له عمره کوچنۍ وه، پلار يې په یو څو نورو ورته بهانو سره قانع کړه، او په کور کې پاتې شوه.

پلار يې روان شو، د صميم جان مور د کور په کارونو شروع وکړه، وړې لور پلوشې ته به یې د صميم جان د راتګ قیسمه قیسم کيسې کولې، کله به یې ورته ویل چې ګوره چې صميم جان له موټر راکوز شي تر ټولو لومړی ته امیل ور په غاړه کړه، او کله به یې ورته ویل: پلوشې لورې! لاسونه په صابون ووینځه، هسې نه د صميم جان سپین کالي خيرن کړې!

د مور او پلوشې ورځ په دې خبرو تر نیمایي ورسېده،

د مدرسې د لوډسپیکر څخه د نعتونو اوازونه ورو، ورو راتلل،

د کلي یوه ډله ښځې هم د صميم جان کور ته د صميم د دستاربندۍ د مراسمو لپاره راغلې،

د صميم جان مور د کلي له ښځو سره په روغبړ مصروفه وه چې ناڅاپه د وحشي يرغلګرو او ملي(؟!) اردو چورلکو غږونه واورېدل شول،

د صميم جان مور د اسمان په طرف وکتل،

پلوشې مورته ورمنډه کړه، ویل یې مورې هغه دي چورلکو زیړه رڼا لاندې را وغورځوله!

د پلوشې له خبرو سره سم درز شو،

د کلو ښځو ټولو د کور کوټې ته منډې کړې، خو د صميم جان مور د کور په انګړ کې یو خوا او بلخوا په منډو شوه چغې یې کولې ای خدایه لکه چې زما صميم جان زوی یې شهید کړو اې خدایه لکه…

د لږ ځنډ وروسته نورې چورلکې هم راغلې خپلې تېزې مښوکې به یې د مدرسې په لور ور کږې کړې او په بدرنګو اوازونو به یې د مدرسې له طرفه بېرته را وګرځولې.

بالاخره د صميم جان مور زړه صبر نه شو، د مدرسې په طرف پښې ایبلې په منډو شوه، د کلو په پټو کې یې د مدرسې خواته وکتل چې ګوري له مدرسې لوګي پورته کېږي، نو په چغو، چغو یې منډې د مدراسې په طرف شروع کړې.

د صميم مور مدرسې ته ورسېدله، ګوري د انسانانو غوښو او وینو د مدرسې انګړ په سر اخستی دی او مدرسه کې یو زړه بوږنوونکی زوږ جوړ دی.

کله چې د صميم مور په خپل خاوند په داسې حال کې سترګې ولګېدې چې صميم يې په وینو سور په غېږ کې اخستی دی، نو د صميم د مور پښو کار پرېښود په ځمکه را ولوېده!

د صميم پلار هک پک د خپل شهید زوی جسد سره د مدرسې په منځ کې ولاړ وو، د کوچنی لور پلوشې غږونه یې تر غوږ شول!

د صميم پلار سمدستي د مدرسې دروازې ته وکتل ګوري چې پلوشه، صميم ته له اخستل شوي امیل سره د پلار په طرف منډې راوهي او چغې وهي!

بابا صميم چېرته دی، بابا صميم څه شو؟

د پلار په سترګو يې هم تپه تیاره شوه لاندې پر ځمکه را ولوېدو د کوچني ګلالي شهید زوی جسد یې په ټټر د پاسه را ولوید.

له ډېرو چغو څخه د پلوشې مرۍ ناستې وې او ګرمو اوښکو یې پر مخ قطارونه جوړ ول،

پلوشې د کباړ په پیسو رانیولی امیل پر سینه پورې په غبرګو لاسونو کلک نیولی وو، د خپل پلار، مور، او کوچني ورور د قبرونو ننداره یی کوله!

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x