دیني، سیرت او تاریخ

د مدارسو په نصاب کې د تاریخ علم ولې ضرور دی؟

قاري عبدالستار سعید

زموږ د مدارسو په نصاب کې یو لوی کمی د تاریخ د علم نه شتون دی. د بشر، نړۍ او اسلامي نړۍ عام تاریخ خو څه بلکې زموږ د تاریخ د یوې ډیرې مهمې مرحلې (  سیرة النبي) په اړه هم طالبانو ته کماحقه زده کړه نه ورکول کیږي. که کوم طالب په خپل شوق او علاقه سره د تاریخ مطالعه وکړه، خو ډیر ښه او کنه د تاریخ په اړه له کم مقدار سطحي معلوماتو پرته نور د دې مهم او جذاب علم د ژورو له نندارې بې برخې پاته کیږي او بیا چې په خپل تحصیلي او تدریسي ژوند کې د تاریخ اړوند هره موضوع او قضیه ورته مخکې راځي نو روښانول او فهم یي ورته سخت وي. په دې لنډه مقاله کې به د علم التاریخ د اهمیت او اړتیا په اړه وغږیږو او دا پوښتنه به ځواب کړو چې موږ ولې د خپل تاریخ زده کړې ته ضرورت لرو؟

د تاریخ دیني اهمیت

نامتو اسلامي مؤرخ، محدث او لیکوال امام شمس الدین السخاوي( رحمه الله) د علم التاریخ تعریف داسې کړی(إن التاريخ فنٌّ يبحث فيه عن وقائع الزمان وحيثية التعيين والتوقيت) اوس که د دې تعریف په رڼا کې موږ د قران کریم موضوعاتو او محتوی ته نظر وکړو، نو وینو چې الله تعالی په قران کریم کې بیا بیا د پخوا زمانې وقائع او د تیرو شویو قومونو قصص ذکر کړي دي او قصص د الهي کلام یوه عمده برخه تشکیلوي. الله تعالی د دې قصصو د راوړلو وجه هم بیان کړې ده لکه: { و كلا نقص عليك من أنباء الرسل ما نثبت به فؤادك } سورة هود – آية 120. وقال : { لقد كان في قصصهم عبرة لأولي الألباب } سورة يوسف – آية 111.

مفسرینو کرامو د قراني قصصو د ذکر ګڼ شمیر مقاصداو فوائد بیان کړي دي. لکه د خلقت، توحید او پیغمبرانو د بعثت د فلسفې بیان، د پخوانیو قومونو څخه په په پند اخیستلو د آخرین امت تنبیه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته تسلیه او د صبر او ثبات تلقین، د الله تعالی د عظیم قدرت بیانول او د بیا راژوندي کیدلو او جزاء د عقیدې اثبات لکه الله تعالی چې فرمایي: أو كالّذي مرّ علي قرية و هي خاویة عليعروشها قال أنّي يُحي هذه الله بعد موتها . . . البقرة ۲۵۹

همدارنګه نبي کریم صلی الله علیه وسلم هم د خپل امت د اصلاح او رهنمایي لپاره ډیر ځله د پخوانیو قومونو او اشخاصو له پنده ډکې کیسې بیان کړي دي. لکه د بني اسرائیلو، پخوانیو عربو او نورو بیلابیلو خلکو عبرتناکې کیسې چې په احادیثو کې مکررا مخې ته راځي. له دې څخه ښکاري چې د تیرې شوې زمانې د وقائعو یاد ساتل، د هغو ذکر کول او را روان نسل ته یې په ورپه زړه کول یو مهم او مفید کار دی، تر څو د تېرو انسانانو د سرګذشت او تجربو په رڼا کې د ژوند راتلونکی مسیر وټاکي.

تاریخ زموږ خپل علم دی

اوسنی علم التاریخ هم له هغو علومو څخه دی چې اسلام په بشریت پیرزو کړي دي. له اسلام نه مخکې که څه هم د تاریخ د علم باریک څرکونه موجود و، خو دا د لومړنیو پیړیو ستر مسلمان علماء کرام وو چې تاریخ یې د یوه علم په بڼه مطرح او مدون کړ. ستر ستر کتابونه یې ولیکل. د اسلام د پیغمبر علیه السلام، صحابه کرامو او تابعینو ژوندلیکونه او د اسلام د نوراني عصر احداث یې په داسې ډول ثبت کړل چې حتی اسلام دښمنه غربي فیلسوفان یې هم دې اعتراف ته اړ کړل چې ( د اسلام پیغمبر یوازینی خدایي استازی دی چې په رڼا کې قدم اخلي. یعني د ژوند هره پیښه او جزئي حادثه یې روښانه او په تاریخ کې ثبت شوې ده)

مسلمانو مؤرخینو په لومړۍ هجري پیړۍ کې تاریخ لیکنه د سیرت او مغازي له ثبت او تدوین څخه پیل کړه، چې ورسره یې له اسلام نه مخکې د عربو احوال، د فارس او روم د امپراطوریو وقائع او د عربو د پخواني شعر او فرهنګي میراث په شمول ډیر څه د تاریخ حافظې ته وسپارل. ورپسې چې د محدثینو دور راځي، علم الجرح و التعدیل رامنځته کیږي په دې وخت کې تاریخ نور هم اهمیت پیدا کوي او د روایاتو د صحت او سقم د ارزولو په برخه کې د یوه کومکي علم منصب خپلوي. په ورپسې پیړیو کې د ابوحنیفه الدینوری، احمد بن اسحاق الیعقوبي او ابن جریر الطبری( رحمهم الله) په شان لوی لوی مؤرخین پیدا کیږي چې په خپلو مجلدو کتابونو یې نه یوازې د اسلامي تاریخ بنسټ پوخ کړ، بلکې د ټول بشر او نړۍ تاریخ ته یې درنې قیمتې پانګې وړاندې کړې. تر دې چې په اتمه هجري پیړۍ کې د علم الاجتماع بنسټګر علامه ابن خلدون په خپلو تجدیدي لیکنو سره دې علم ته نوي اصول او حدود وضع کړل او د معاصر علم التاریخ د باني لقب یې خپل کړ.

په دې اساس ویلی شو چې علم التاریخ هغه علم دی، چې هم یې د ایجاد او هم د انکشاف او پاللو ویاړ د مسلمانانو دی او زموږ سلفو کرامو په دې برخه کې ډیر ستر ستر خدمتونه انجام کړي دي.

د تاریخ په اړه د سلفو موقف

زموږ پخوانیو علماء کرامو د تاریخ علم ته په ډیر ارزښت کتل او هغه یې د نورو علومو لکه علوم الحدیث حتی علم الفقه لپاره یو کومکي او مفید علم باله. په دې اړه د امام الشافعي رحمه الله دا قول کفایت کوي چې وایي: دأبت في قراءة علم التاريخ كذا و كذا سنة، و ما قرأته إلا لأستعين به على الفقه.

علامه جلال الدین السیوطي صاحب د علم التاریخ د اهمیت بیانولو په لړ کې یوه جالبه واقعه بیان کړې ده او فرمایي: د عباسي خلیفه (القائم بامر الله) په زمانه کې یهودو یوه جعلي وثیقه یا سند جوړکړی و چې دا خبره یې ثابتوله چې نبي علیه السلام په همدې فرمان سره د خیبر له یهودو جزیه ساقطه کړې وه. یهودو دغه وثیقه په بغداد کې د خلیفه مشر وزیر علي بن الحسن چې په رئیس الرؤساء سره یې شهرت لاره وړاندې کړه. که څه هم رئیس الرؤساء خپله لوی عالم و خو د یهودو د سند په جعل پوه نه شو او ډیر په تعجب کې ولوېد. وروسته همدا سند د وخت لوی محدث او مؤرخ  حافظ ابي بكر خطيب البغدادي ته وړاندې شو. هغه د سند  په لیدلو سره وویل چې دا جعلي او مزور دی. ځکه په دې کې د ډیرو صحابه وو شهادات ذکر شوي چې له هغو یو معاویه بن ابي سفیان دی. حال دا چې معاویه رضی الله عنه د خیبر له فتحې یو کال وروسته مسلمان شو. بل په دې کې د سعد بن معاذ رضی الله عنه شاهدي لیکل شوې، حال دا چې حضرت سعد د خیبر له غزا مخکې د بني قریظه د غزا په وخت شهید شوی و.

له دې څخه معلومه شوه چې د تاریخ علم یوازې د پخوانیو وقائعو جذاب داستان نه دی، بلکې د ډیرو نورو علومو لپاره لار روښانوونکی او کومکي واقع کیدلای شي.

د تاریخ ګټې

علامه اقبال لاهوري وایي چې د ټولو علومو منابع درې دي(۱) مذهبي تجربه: چې د ټولو هغو علومو سرچینه ده چې د وحی، کشف او الهام له لارې حاصل شوي وي. (۲) حسي تجربه: د ساینسي او تجربوي علومو منبع ده.(۳) تاریخي تجربه: د تاریخ په اوږدو کې د انساني ژوند له لوړو ژورو مستفاد تجارب او پندونه چې ستر علمي ارزښت لري.

له دې څخه معلومه شوه چې تاریخ یوازې علم نه بلکې د علومو سرچینه ده. د پخوانیو انسانانو تاریخي تجربې هغه مشال ته ورته دي چې په رڼا کې یې وروستني انسانان د خپل منزل لاره موندلی او د شکست او بریا، سعادت او بدبختۍ، راحت او مشقت، عروج او زوال او د ژوند د بیلابیلو اړخونو علل او عوامل موندلی او ارزولی شي. تاریخ هغه ارشیف دی چې په هغه کې د پخوانیو قومونو افکار، نصائح،هیلې، پیغامونه او پندونه خوندي دي. په تاریخ کې موږ د امت د عروج داستان لولو او عوامل یې وینو. همداراز د مسلمانانو د اوسني محکومیت او ویرژلي حالت لاملونه هم په کې موندلی شو.

د علماوو او دینی طالب العلمانو لپاره په تاریخ پوهیده ځکه ضرور دي چې د خپل عصر په حالاتو پوهیدل د هر عالم لپاره ضروري او ناګزیر امر بلل کیږي. د دې لپاره چې په روانو حالاتو او موجوده نړیوال نظم باندې پوه شو. اړ یو چې لومړی د تاریخ دریڅه خلاصه کړو. ځکه د اوسني حاکم دور او موجوده وضعیت اساسي علتونه ډیر پخواني او تاریخي شالید لري. تر څو یې چې موږ تاریخي عقبه را ونه سپړو نو ښایي په موجوده وضعیت یې هم پوره ونه رسیږو.

د تاریخ علم موږ ته دا راپه ګوته کوي چې موږ د یوه امت په حیث څوک یو؟ له کومې خوا راغلي او پر کومه روان یو؟ د ژوند د سفر کوم مراحل مو طی کړي دي؟ د عروج په کومو مدارجو ختلي او د زوال کومو ګړنګونو ته غورځیدلي یو او په ټوله کې مو د بریا او شکست عوامل څه وو؟؟ دتاریخ علم موږ ته په نړیوالو قضایاوو کې خپل حیثیت او موقف راښيي چې موږ فی الحال په کوم حالت کې یو او څه باید وکړو؟

څه باید وشي؟

لوړ تفصیل ته په پام سره دا خبره باید ومنو چې تاریخ کوم داسې علم نه دی چې له نظره وغورځول شي. نو بناء اړتیا ده چې په دیني تعلیمي نصاب کې دې علم ته هم خپله ونډه ورکړل شي. په اسلامي تاریخ د ښه پوهیدو لپاره آسانه طریقه دا ده چې لومړی د اسلامي تاریخ بیلابیل مراحل په اجمال سره مبتدئینو ته تفهیم کړای شي. تر څو یې په ذهن کې د اسلامي تاریخ په اړه اجمالي نقشه رسم او ورپسې د مناسب تفصیل په ارائه کولو له کلیاتو د جزیاتو په لور سوق کړای شي.

په ټول اسلامي تاریخ عمومي او فی الجمله علم راوستل ځکه اړین دي چې د تاریخ بیلابیلو مراحل د ځنځیر د حلقو په شان له یو بل سره تړلې او د علت او معلول حیثیت لري. تر څو چې موږ د تاریخ د ټولو مراحلو په اړه پوهه ونلرو او زماني تسلسل یي رامعلوم نه وي نو که په یوه مرحله کې هر څومره ډیره مطالعه او زده کړه وکړو، بیا به مو هم تاریخي  پوهه نیمګړې وي.

نو بناء دې ته اړتیا ده لکه څنګه چې د نورو علومو کتابونه تدریسیږي، د تاریخ اړوند هم باید د هرې سویې طالبانو ته د هغوی د حال موافق تاریخي کتابونه په نصاب کې داخل کړای شي. تر څو مو د نن ځوانان د پرون په هنداره کې د سبا لار تشخیص کړای شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close