افغانستاند سولې څارسولې اړوند خبرونه

د طالبانو او حکومتي بنديانو د خلاصون لړۍ ژر پيليږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۹ل): ټاکل شوې، چې ډير ژر د طالبانو او حکومتي بنديانو د خلاصون لړۍ پيل شي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، لږ تر لږه سل طالب بنديان به د حکومت له زندانه خوشې شي او په مقابل کې به يې طالبان هم شل حکومتي بنديان خوشې کړي.

د طالبانو د بنديانو کمیسيون درې کسيز پلاوی وړمه ورځ کابل ته رسېدلی او له حکومتي چارواکو سره د بنديانو خلاصون په ميکانيزم په خبرو اترو بوخت دی.

طالبان وايي، دا پلاوی د بنديانو پيژندنې او دوسيو په اړه بحثونه کوي او په وينا يې دا هېڅکله بین الافغاني خبرې نه دي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين وايي، دا پلاوی د قطر په سفارت کې مېلمه دی او د سره صليب نړیوالې ادارې استازي  د بنديانو خلاصون په اړه د حکومت او طالبانو په ناستو کې ګډون کوي.

ملي امنيت شورا هم وايي، له طالب استازو سره يې د بنديانو خلاصون په ميکانیزم خبرې روانې دي.

د امنيت شورا وياند جاويد فیصل وايي، له طالبانو سره يې د بنديانو خلاصون په اړه سلامشورې روانې دي او دا خبرې به دوام وکړي.

حکومت ټينګار کوي، دا بنديان به په مشروط ډول خوشې کيږي، چې بيا به د جګړې ډګر ته نه ورګرځي، خو طالبانو د حکومت له دې شرط منلو انکار کړی دی.

دا لومړی ځل دی، چې حکومت او طالبان په يوه مسئله مخامخ خبرې کوي.

د فبرورۍ په ۲۹مه په قطر کې د امريکا او طالبانو په هوکړه کې امريکا ژمنه کړې، چې د بین الافغاني خبرو له پيل مخکې به پنځه زره طالب بنديان خوشې کيږي او په مقابل کې به يې طالبان هم زر حکومتي کسان له خپلو زندانونو خوشې کوي، خو حکومت وخت پر وخت د بنديانو د خلاصون په اړه ضد او نقیض څرګندونې کوي او هڅه کوي، چې د بنديانو خلاصون وځنډيږي.

طالبان ټينګار کوي، چې د بین الافغاني خبرو له پيل مخکې بايد له ژمنې سره د بنديانو تبادله وشي او د خپلمنځي خبرو لپاره د باور زمينه برابره شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

ولی افغانان دطالبانودحکومته بیزاره دی
تیردملامحمدعمرپه حکومت کی دوی دقرآنکریم دهدایت ماسیوارواجی اسلام وچلاوی چه دغه رواجی اسلام بیعلمه تش په نامه عالمانومروج کړۍ دۍ،مثلاً ږیره اوکالی چه په اسلام کښی هیڅ حیثیت نلری،الله په قرآنکریم کی فرمایی:
قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِيْنَةَ اللّـٰهِ الَّتِىٓ اَخْرَجَ لِعِبَادِهٖ وَالطَّيِّبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ ۚ ۳۲َ (معنی:ووایه چاحرام کړۍدۍ ښایست دالله کوم چه هغه پیداکړۍ دۍ دبندګانودپاره اوپاکیزه شیان له رزق نه)آیا دقرآنکریم ددی آیات مطابق داجایزووچه طالبانوبه لرګی په لاس اوبیږیری به یی نه پریښول په ټول قرآنکریم کی دږیری هیڅ ذکرنسته دامعنی چه دین تنهاقرآنکریم دۍ رسول الله فرمایی: که زماحدیث دقرآنکریم مخالف ووزماندۍ.
لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ ۖ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ ۚ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىٰ لَا انْفِصَامَ لَهَا ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿٢٥٦﴾ سوره البقره ،معنی:نسته زبردستی په دین کی بیشکه ښکاره سوۍ دۍ هدایت له ګمراهۍ نه نوڅوک چه ونه منی دشیطان اوایمان راوړی پرالله نوبیشکه هغه نیولی ده کړۍ مضبوطه چه نسته ماتیدل دهغی اوالله اوریدونکۍ پوه دۍ. ددی آیات له رویه هیڅوک حق نلری چه په چاپه زوره لمونځ وکی ،دطالبانودحکومت به دورکی به یی په زوره په خلکودوه واره لمنځونه کول،نوپکاردی چه څوک اسلام ته په اخلاقواودهغوپه رضایت راوبلل سی،بایدټول امامان قرآنکریم په معنی پیادکی اوپرقرآنکریم عمل وکی،بایددټولودینی نصابی کتابوڅخه جعلی اودقرآنکری مخالف حدیثونه وایستل سی،لکه چه الله فرمایی:قُلْ مَا كُنْتُ بِدْعًا مِّنَ الرُّسُلِ وَمَآ اَدْرِىْ مَا يُفْعَلُ بِىْ وَلَا بِكُمْ ۖ اِنْ اَتَّبِــعُ اِلَّا مَا يُوْحٰٓى اِلَىَّ وَمَآ اَنَا اِلَّا نَذِيْرٌ مُّبِيْن سوره الاحقاف ۹ٌ معنی:ووایه نه یم زه نوۍ راغلۍ له پیغمبرانونه اوزه نه پوهیږم چه څه به کولۍ سی زماسره اونه ستاسوسره—پیروی نکوم زه مګردهغه څه چه وحی یی کولی سی زماطرفته اونه یم زه مګرویروونکۍ ښکاره.دادالله دکلام هدایت دۍ موږباید پدی پوه سوچه کفارمفسدین زموږ دبیعلمۍ استفاده کوی اوموږداسی غلط قانون ته رهنمایی کوی چه زموږپوهان اوځوانان له اسلامه متنفرکی هغه وخت چه اصحابوکراموتنها پرقرآنکریم عمل کاوۍ زموږفتوحات تر ۴۰مملکتوورسیدل کم وخت چه قرآنکریم پرمذهبو تقسیم سواواختلافات پکښی پیداسول موږاوس دکفاروڅخه خپل ملکونه نسوژغورلای. په احترام عبدلواحد اڅګزۍ ۱۴-۱-۱۳۹۹

جمیل

اڅکزی صاحب السلام علیکم و رحمته الله
تاسی ښی تبصری هم لیکی چی دا واری څه پیښ سوی .
۱- که افغانان د طالبانو د حکومته بیزاره وای د هغو د کلیمی تر سپین بیرغ لاندی به یی دا ۵۰ زورور او زرداره هیوادو ته ماته ورکړیوای ؟
۲- په موئمن او مجاهد کی تجسس کول او بیا د هغو عیبونه و نوروته ښودل او بیانول د ایمان د زوال سبب کیدلای سی .
۳- تاسو د اسلام ضعف او کمزوری په څلورو مذهبو پوری تړی ، چاره څه ده ؟، تاسی پخپله په کوم مذهب یاست ؟

عبدالمالک همت

دغه د دواړو لورو بنديان خوشي کړئ او د سولي په خبرو کي فکر نه کوم چي سره جوړ سئ او که سره جوړ سواست يا به مو پر افغانيت شک وي او يا به نو دا د دې قرن معجزه وي.

مجاهد

لمړی ځل هم طالبانو په دیر کم وخت کی جنګ سالاران غلامان پسی واخستل او د پنجشیر وادی کی یی د راتلونکو محاکمو د باره د محاصری حالت کی وساتل چه محاسبه ورسره وشی او مناسبی سزاوی ورته واورول شی. دغه لږ وخت کی شریعت جاری کول ، امنیت قایمول د جنګ سالارانو محاصره کول او حالات په قابو کی راوستل که د خالق نصرت نه وی او د مظلوم اولس ملاتړ نه وی د ګوتو په شمار طالبانو دغه لویه دنده نه شوه ترسره کولای .
هو ، ځینی ستونزی او خطاګانو به هم شتون درلود کیدی شی د هغوی دپوهی ، احتهادی خطا ګانی او کمو تجربو او کمو کدرونو له امله او په څنګ کی د نړیوال دجال مالی بندیزونه او تبلیغات وو . دا هم وه چه هم یی حکومت جوړونه ، هم جنګ او هم یی د دجال د مالی بندیزونو په مقابل کی تر ډیری کچی مناسبه دفاع کوله نړیوال ورته ګوتی په خولو کی پاتی وو زمونږ هیواد یی له انارشیزم ( ګډوډیو ) ، ملوک الطوایفیو ، وژنو او هر ډول وحشت څخه وژغورلو دا د خالق نصرت او مظلوم اولس ملاتړ وو .
دا ځل هم چه د نړیوال استعمار ( د امریکا په مشری ۵۰ پرمختللی استعماری هیوادو ) په مقابل کی دوه لسیزی په بریالیتبوب وجنګیدل او بلاخره یی نړیوال استعمار په ډونګو کړو او الهی نصرت ته یی په سجدو کړو په ننواتو او د قطر د شیخانو په واسطه یی د طالبانو سره اخر د وتلو مهال ویش توافق لاسلیک کولو ته ورسیدل ، چه ۱۴ میاشتو کی به ټول عسکر زمونږ له هیواده باسی. دا که د طالبانو نظامی او سیاسی پیاوړتیا ، الهی نصرت او د خلکو ملاتړ نه وی څه دی ؟؟؟؟؟
دا ځل چه طالبان ۲۵ کاله په نظامی ، سیاسی او فرهنګی برخو کی تجربه لری ۲۵ کاله د ډیرو انسانانو د عمر نیمایی تشکیلوی . لمړی ځل چه یی پنځه کلنه تجربه لرله نړیوال یی حیران کړل چه له صفر څه چه له منفی یاتو یی شروع وکړه که امریکا یی او ناتو لیوانو یی په ډیر لوی نړیوال وحشت مخه نه وی نیولی همدغه دوستم، څو ځلی ترکیی او ترکمنستان ته وتشتید ، مسعود او ربانی څو ځلی تاجکستان او داسی نورو هیوادو ته وتښتید ربانی یوه د پنجشیر ولسوالی باندی نیمایی تسلط درلود مګر د امریکا په ملاتړ یی جمهوری ریاست یی بکس کی له ځانه سره ګرځولو روان فرهادی یی په ملکرو ملتو کی نماینده وو یعنی د زوراورو اوبه مخ په نیغه ځی .
دا جلا خبره ده چه څوک د څه مادی لاسته راوړنو او لا د اسلام سره د دشمنی له امله د طلبه کرامو سره په ټکر کی دی مشکلتراشی او دلیلتراشی کوی د حساب کتاب ورځ راتلونکی ده دا د څو ورځو ژوند د الهی ازموینه ده ،
[ دا جهان په شان د غره او زمونږ فعل دی اوار هر چه وایی هغه اوری هغه دم په هغه راز ]
دا ټول ( ذره ذره ) به د هر چا ښه او بد څارل کیږی او لیکل کیږی زمونږ په اوږو کرام الکاتبین تشریف لری ، خینی به د څه مادی ناولتیاوو د ترلاسه کولو د پاره ساده خلک خطا باسی مګر د الله ج خطا ایستنه یی بل جهالت او حماقت دی او د خپل وجدان ( که یی رحلت او هجرت تری نه وی کړی ) خطا ایستنه امکان نه لری .
زما د وروری توصیه داده چه دا ژوند د بریښنا مثال لری ډیر ژر پای لری د راتلونکی دایمی ژوند مه تباه کوی چه د تل د پاره جنتونه په تلپاتی دوزخو بدل کړی دا به لوی جهالت او حماقت او دیر بد تجارت وی مننه

الحاج استاذ بیانزی

همت صاحب ! زه هم په دی نظر یم چه د کابل دغلامی اداری د غلامانو سره سوله کول داسی معنی لری لکه څوک چه له نارینه د ماشومانو زیږولو هیله ولری. ناسمه هم ده هغوی د خالق او مخلوق خلاف د دجال سره ملتیا او ملګرتیا لرله دجال ورته زمونږ د مظلوم اولس د استثمارولو ، وژلو او بی عفته کولو د پاره وسلی او مرمی ورکړی وی او ورکوی د همدی د پاره یی هر یو میلونر او بیلونر حوړ کړل چه د دوی لمسی او کړوسی هم ددی مظلوم اولس په ګردو سپاره او استثماروی یی.
مګر د اوس د پاره ورسره یو ډول اوربند ( سړله ) فکر نه کوم د دایمی سولی د پاره وی د مجبوریت له مخی د جنګ بندول او د اشغلګرو وتلو د باره زمینه سازی ده که نه داخلی جنګونه به رامځته کیږی او جنګ به یوه یا دوه نوری لسیزی دوام کوی لا امکان لری چه طالبان لاندی یا له جنګه ستړی کړی طالبان خو مجاهدینو ته معاشونه نه ورکوی که امریکایان ووځی بیا به جهادی احساسات هم کم رنګه شوی زما یوه ویره دا هم ده چه اشغلګر داسی خبلمنځی جنګو ته مونږ سوق نه کړی فکر کوم شه به وی چه د دوی سره یو ډول اوربند یا سوله تر سره او د خلکو د بوهاوی وروسته د رشتونی الهی نظام بنست کیشودل شی .
دا یوه اجتهادی بریکړه ده کیدی شی ګټه او کیدی شی تاوان ولری الله ج دی مونږ ته هغه لیاره وښیوی چه مونږ الهی نظام پلی او د الله ج رضا او د مظلوم اولس رضا تر لاسه کړو

عبدالمالک همت

مننه محترم استاذ بيانزی صاحب !
په نړۍ کي به د حق او باطل شخړه تر الي ماشاء الله روانه وي، خو يوازي په جګړه نه، بلکي کله کله د باطل پالو او تېري کوونکو کفارو سره په جهاد (البته د جهاد په وسيع معنا) او زياتره به په ډول ډول غير حربي وسايلو او لارو چارو وي. راغلو د ګران افغانستان په باب ، بايد اوس د مسلمانانو کوښښ داوي چي ماتو سوو باطل پالو کفارو ته نوره د مداخلو يا بېرته پاته کېدو پلمه په لاس ورنه کړو ، د دې او نورو ډېرو مصلحتونو او ښېګڼو لپاره د کورنۍ جګړې، الوګولو او کرکو او اختلافاتو د فتنې د له منځه وړلو په موخه بايد د انعطاف او جوړجاړي لاره غوره سي. په همدې شرايطو کي د افغانستان هر مسلمان بايد د تېري کوونکو کفارو د لا زياتي ماتي په موخه د کور دباندي او دننه د هر چا سره صلح کل اوسي او که داسي وکړو د بري ناوې به د مسلمان غېږ کي اوسي والسلام.

عبدالمالک همت

مننه محترم استاذ بيانزی صاحب .

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close