مولانا فضل الرحمن: قوځ اوحکومت جبرا دیني مدرسي بنده وی

molana_fazalrehman(نن ټکی اسیا ۲۰۱۱/۰۷/۲۹)پیښور:دپاکستان دجمعیت العلماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن تیره ورځ په پیښورکي یوي غونډي ته دوینا پرمهال پرپاکستاني فوځ اوخیبرپښتونخواحکومت باندی سختي نیوکي وکړي نوموړي زیاته کړه فوځ اوحکومت دخیبرپښتونخوا په مالاکنډ ډویژن کي علماء ووته ډول ډول اخطارونه ورکوي ترڅو په سیمه کی مدرسي بندی کړي.

دخپلي ډلی داجراییه شورای له غونډه څخه وروسته مولانا صاحب دیوي خبري غونډي پرمهال خبریالانوته وویل حکومتي اداري له قانوني چوکاټ څخه پښي باسي اوپه سیمه کي علماء باندي له مختلفو لارو زور اچوي ترڅو  مدرسي بندي کړي اوپه سیمه کي دسیمي دخلګو بغیر دنورو مناطقو طالبانو ته په مدرسوکي داخله ورنکړی.

نوموړي وویل په په ملاکنډ ډویژن خصوصا په هغه سیمو کی چیري چي پاکستاني ځواکونه له وسلوالو سره په جنګ اخته دي لکه سوات اونوري دارنګه سیمي هلته پاکستاني ځواکونه علماء ویره وي او ورته یی په وار وار سره خبرداري ورکړی دي چي خارجي طالبانو ته به په مدرسوکي داخله نه ورکوي، اوحتی ددتبلیغي جماعت وکسانو ته هم اجازه نه ورکوي چي سیمه کی دالله دسپیڅلي دین تبلیغ خلګو ته وکړي، اوخلګ له دینه خبرکړي.

دیوسوال په جواب کی چي ایا تاسو څه فکرکوي ددی ترشا څوک ولاړ دی، نوموړی زیاته کړه پاکستانی وسلوال ځواکونه، ځکه په خیبرپښتونخوا ایالت کی یواځي له وسلوالو ځواکونو سره دا اختیارشته چي خلګ ونیسي ووهی او ووژني، اوایالتي حکومت دوسلوالو ځواکونه یولاس پوڅي حکومت دي خپله هیڅ واک نه لري، نوموړي زیاته کړه مونږ له فوځه اوحکومته دواړو څخه غوښتنه کوو چي په سیمه کي پردین مین پښتانه پریږدي ترڅو خپلو دینی زدکړو ته دوام ورکړي.

نوموړي دخپلو خبرو پرمهال دخیبرپښتونخوا پرحکومت باندي نیوکی وکړي چي په سیمه کی دثقافتي اوعنانوي میلو په نومونوسره په خلګو کي بی حیایی خوره وي، حکومت کوښښ کوي ټولنه دشډلتیا په لوربوزي حال داچي پښتنه ټولنه یوه درنه ټولنه ده اوهیڅ کله دارنګه کړني نه خوښه وي.

مولانا صاحب وویل ایالتی حکومت ددارنګه پروګرامو په دایره ولو سره بهرني باداران خوشاله ساتی اودهغو فکرونه دلته پلي کوی، نوموړی دخپلو خبرو پروخت دحکومت او عدلي پرروان بحران باندي هم روشني واچوله، نوموړي زیاته کړه دادارو اوعدليی ترمنځ شخړه نه یواځي نظام له لاري څخه اړوي بلکه هیواد له افرافتري اوناکراري سره مخامخ کوي.

دیوسوال په جواب کی مولاناصاحب وویل دمتحده مجلس عمل په جوړولو کي دپاکستان دجماعت اسلامي ګوند مشر سیدمنور حسن لوی خنډ ده، متحده مجلس العمل دپاکستان دمذهبي ډلو هغه ائتلاف دي چي له ۲۰۰۲ څخه بیا تر ۲۰۰۷ پوري یی دپاکستان په دوو ایالتونو خیبرپښتونخوا اوبلوچستان کی حکومت وکړ.

نوموړي زیاته کړه دجماعت اسلامي دګوند دمرکزي شورای اکثره غړي  دمتحده مجلس عمل په جوړه ولو کي موافق دی خویواځي دګوند مشر سید منورحسن یی مخالفت کوی، مولانا صاحب وویل دروژي مبارکي میاشتي له تیریدو څخه وروسته ټول مذهبي ګوندونه یوه غونډه راغواړي چي هغه کی به دمتحده مجلس العمل په اړه خبري وشي.

دکراچي دحالاتو په اړه نوموړي زیاته کړه، په کراچي کي دواړه ګوندونه عوامي نیشنل ګوند او متحده قومي غورځنګ(دهندوستان دمهاجروګوند) دکراچی دحالاتو دخرابوالي مسئولیت په غاړه لری، نوموړي زیاته کړه عوامي نیشنل ګوند په کراچي کی دڅو محدودو چوکیو دګټلو لپاره دپښتنو ویني تویوي، چي په داډول به هیڅکله دپښتنو همدردي ځانته جلب نکړي.

بخت الرحمن بخت …………….. نن ټکی اسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د