روغتیانړۍ

کرونا ويروس: امريکا کې د مړو شمېر له ۵۰۰۰ زیات شو او مثبتې پېښې تر دوو لکو اوښتي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۹ل): امريکا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر له پنځو زرو اوښتی او په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر دوه لکه او څوارلس زرو ته رسېدلی دی.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اندېښنه ښکاره کړې، ښايي د کرونا ويروس له امله د مرګ ژوبلې په زياتېدو اندېښنه ښکاره کړې او وايي، راتلونکې اونۍ ډېرې خطرناکې دي.

يوازې په نيويارک ښار کې د کرونا ویروس له امله تر اوسه ۲۲۰۰ کسان مړه شوي او ۷۵زره مثبتې پېښې شوي دي.

په ټوله نړۍ کې د کرونا له امله د مړو شمېر له ۴۸زرو اوښتی او په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له نهو لکو زيات شوی دی.

له امريکا او ايټاليا وروسته په هسپانيا کې هم د کرونا ویروس د ناروغانو شمېر له تر سل زرو اوښتی دی.

د واشنګټن د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې د نړۍ په ۲۰۳ هېوادونو کې د کرونا ویروس ۷۵زره نوې پېښې شوي، په ۸۰ هېوادونو کې تر ۴۸۰۰ پورې کسان مړه شوي دي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰۰ په امريکا، ۹۲۳ په هسپانيا، ۷۲۷ په ايټاليا، ۵۶۳ په برتانيا او ۵۰۹ کسان په فرانسه کې مړه شوي دي.

د نيويارک والي ويلي، يوازې په نيويارک ايالت کې د شپاړس زره کسانو د مړينې اندېښنه شته.

د کرونا ویروس ضد کميسيون مسؤول د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پنس له دې ناروغۍ د تلفاتو د زياتېدو اندېښنه ښکاره کړې ده.

د امريکا په روغتيا وزارت کې د ساري ناروغيو متخصص ډاکټر فاوچي هم ويلي، که احتیاط وشي، تر دوو لکو پورې خلک به مړه شي او که بې پرواهي وشي، نو د کرونا له امله د مړو شمېر ۲۲ لکو پورې رسېدلی شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیرت

امریکا ډیرو مظلومانو ښیراوې کړیدي کوندې هماغه ورته لګیدلې وي او نور نو د نړۍ مسلمانان د دوی د شرنه خلاص شي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close