افغانستان

په روغتیایي برخه کې د چین د مرستو لومړنۍ جوپه کابل ته راورسېده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۹ل): له افغانستان سره د کورونا ناروغي د مخنیوي په برخه کې د چین د مرستو لومړنۍ جوپه کابل ته راورسېده.

په دغه مرسته شویو توکو کې له کورونا سره د مبارزې لپاره اړین مواد شامل وو، چې نن سهار د چین د سفیر له لوري د اشرف غني د دویم مرستیال «سرور دانش» ته تسلیم شول.

په کابل کې د چین سفیر «وانګ یو»د خپل هیواد د مرستو د تسلیمولو په مهال وویل، چې دا توکي به له کورونا سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

د کورونا ناروغي، چې په افغانستان کې ورځ تر بلې پراخېږي، تر دې دمه یې ۲۳۹ مثبتې پېښې ثبت شوې او په ګڼو ښارونو کې په تګ راتګ محدودیتونه وضع شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x