نظــر

تاریخ به د کندز د مدرسې له قاتلانو انتقام اخلي

نصیب ځدراڼ

د تل ابیب (اسرائیل) یو ډاکومنټري ویډیو مې کتله،فلم جوړونکی وایي دلته د (یشِیوا) په نوم د یهودانو د یهودي مذهب د زده کړو لپاره مراکز جوړ دي، څوک چې دلته درس وایې کورنۍ ته یې دولت له طرفه د میاشتې خرڅ هم ورکول کیږي، په یشِیوا کې یواځې د یهودانو د مذهب درس ورکول کیږي نور دنیاوي زده کړې دلته نه کیږي،نجونې او هلکانو یو ځای درس نه وایې، دواړه جلا درس وایي.نجونو ته جینز (پتلون) اغوستلو اجازه نشته”.

او موږ د خپل دین د ساتونکو او زده کونکو سره څه کوو؟دوه کاله وړاندي د کندز دشت ارچي ولسوالۍ کې په هاشمیه مدرسه کې د دستار بندۍ مراسم روان وو، ناڅاپه بمبار ورباندي پیل شو، یو ساعت کې دوو سوو ته نږدي فارغین او عام طالبان یې په شهادت ورسول.

د اسلام په ضد چې څومره تبلیغات روان دی، عصري ټیکنالوژي، قوي میډیا استعمالیږي او څیړنې کیږي، ان دولتونو د “اسلامو فوبیا” په نوم د اسلام په ضد کمپاین روان کړی، حجاب،پګړۍ،څادرې، او ږیره یې نړۍ ته د ترهګرۍ د نښې په حیث ور وپیژندل، تعجب دا دی چې د نړۍ ځني مسلمانان ورته چپ او د دوی کړنې تائیدوي او د مقابلې خلک یې یواځې همدا علماء او د مدرسو طالبان دي.قرآن کریم له یوې سینې بلې او بیا وړاندي همداسې پیړۍ وشوي چې موږ ته راورسیدو.

د مدرسو استاذان او زده کونکي دواړه د اوسنۍ نړۍ جلا خلک دي، استاذان یې په ډیر کم معاش دا دنده پر مخ وړي او د مکتبو او پوهنتونو غوندي له خپلو شاګردانو پیسې نه اخلي او شاګردان هم په غریبۍ او بې وسۍ کې په داسې حال کې خپلې زده کړې سر ته رسوي چې هیڅ دنیاوي ګټه نه پکې ویني خو د دین د حفاظت، خدمت او د کامیاب ابدي ژوندون جذبه ورسره وي.

د امریکایي یرغل په وروستیو کلونو کې مې یاد دي چې غزني کې مدرسه باندي چاپه وه او یولس طالبان یې دیوال ته درولي او سر ته په مرمیو ویشتلي وو، د پوهنتون استاذ اسد وحیدي په قول د شهیدان شمیر له پینځلسو کلونو کم و همداسې فراه کې په مدرسه بمبار وشو او له پینځه ویشتو زیات زده کونکي یې شهیدان و خو د کندز د مدرسې غوندي د وحشت ساری نه لیدل کیده.ماته له ټولو زیاته دردونکي هغه وه چې امبار پلاستیکي څپلې پرتې وي او خپلوان یې لګیا وو د خپلو شهیدانو د یادګار په توګه یې د خپلو ماشومانو د څپلو لټون کولو.د دستار بندۍ لپاره تیار شوی سټیج نړیدلی و او قالینې سوځیدلې وی،ولی چې هلته د اسلام محافظان راټول شوي وي همدا یې ګناه وه.

ورورسته امریکایانو اجیر دولت مجبور کړ چې د دي برید مسؤلیت ومني، او دولتي ترجمان “محمد رادمنش” و ویل چې دلته نظامي طالبانو غونډه روانه وه نو دا بمبار مو ځکه وکړ”.د ګوډاګیتوب، کوڅه ډب توب او بیغرتوب انتهاء وه، بمبار امریکایانو کړی و او دولت یې په دغو بابولالو مسؤلیت واخیست چې نظامي طالبانو دلته غونډه روانه وه یانې په نظامي طالبانو ټوله کندز ورباندي دریدلی و او دلته د دستار بندۍ مراسمو کې یې غونډه کوله.

پهرصورت د حساب کتاب ورځ شته، د سوریه یوه وړه نجلۍ بمبار کې ټپي شوه،له نړیدلې کور او لوګیو خلکو راویستله،په څیره یې وینې راماتې وي ژړل یې،خلک تري تاو وو په ژړا ژړا یې ویل چې “زه چې الله تعالی ته ورشم دا هر څه به ورته و وایم” او شهیده شوه.

نن د هغې شهید نجلۍ انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې نشریږي ،خلک دا ویره څرګندوي چې شکایت یې رسیدلی، سوریې خو یوه نجلۍ وه، زموږ د هاشمیه مدرسې دوو سوو ته نږدي دوه سوه ګلان په وینو لمبیدلي وو،قاتلانو ته به یې الله تعالي په آخرت کې هم سزا ورکوي خو دا دنیا کې مو هم ولیدل چې یو دومره کوچنی ویروس(کورونا) چې په سترګو نه لیدل کیږي، خو د نړۍ ټیکنالوژي، لوی قوتونه او تش په نوم سپر پاور یې په ګونډو کړل، تر ټولو جالبه دا د چې دا اوباء له چین شروع شوی وه خو امریکا یې تر ټولو زیاته متاثره کړه، تر نن پوي امریکا کې تر یو لک اتیه زره زیات کسان په دي ویروس اخته شوي درې نیم زره مړه دي،هرا ورځ له لس زرو زیات کسان په دي مرض اخته کیږي، نو د الله تعالي له عذابه به پناه غواړو، خو باور هم لرو چې د کندز د هاشمیه مدرسې په شمول چیرته چې چا ظلم کړی حساب به ورکوي.

او کومو داخلیانو چې دا پلان ورکړی و هغوی به هم لکه نو محمد تره کی،لکه حفیظ الامین،لکه کارمل غوندي د خاینانو په نوم یادیږي، د دوی نوم به هم د خلقی او پرچمي غوندي د ښکنځل پر ځای استعمالیږي، لکه څنګه چې د لکونو شهیدانو قبرونه معلوم دی خلک فاتحه ورته کوي او د لس خلقیانو او پرچمیانو قبرونه نه دي معلوم او که معلوم دی هم څوک دعا نه ورته کوي، همداسې به د ناټو د کونجاړه خورانو او د هماشمیه مدرسې د کوچنیو طالبانو د قاتلانو سره کیږي.

تاریخ به له دوی هم خپل انتقام اخلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close