روغتیانړۍ

د امريکا الوتک وړونکې بېړۍ ۹۳ کارکوونکي هم په کرونا اخته شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۹ل): د امريکا سمندري ځواکونو اړوند روزويلټ بېړۍ ۹۳ کارکوونکي په کرونا ويروس اخته شوي او له دې بېړۍ د زرګونو کارکوونکو ويستل پيل شوي دي.

د فرانسې «اې ايف پي» خبري اژانس ليکلي، د بيالوژيکي وسلو لېږدوونکې امريکايي بېړۍ په ګوام جزيره کې ولاړه ده او ۴۸۰۰ عمله کار کوي.

د رپوټونو له مخې د دې بېړۍ د ۹۳ کسانو کرونا ویروس ازموينه مثبته ختلې او تر اوسه زر کارکوونکي له دې بېړۍ ويستل شوي دي.

د دغې سمندري بېړۍ يوه قومندان جان مينوني رسنيو ته ويلي، دوی له روزويلټ بېړۍ څخه زرګونه کارکوونکي وباسي، خو بايد يو شمېر کسان په کې پاتې شي، تر څو د اړتيا وړ کارونه پر مخ بوځي.

په واشنګټن کې د امريکا د سمندري ځواکونو سرپرست تامس موډلي ويلي، له روزويلټ بېړۍ څخه تر اوسه ۱۰۰۰ کسان ويستل شوي او په لنډ وخت کې به ۲۷۰۰ کسان نور هم ترې وويستل شي.

نوموړي ويلي، شاوخوا ۱۰۰۰ کسان به په بېړۍ کې پاتې شي او هلته به د مکروب ضد درمل شيندل کيږي.

د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» چارواکو تېره ورځ ويلي و، د پنټاګون ۱۴۰۵ غړي په کرونا ويروس اخته شوي، چې ۷۷۱ يې په کې پوځيان او پاتې ملکي مامورين دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x