نظــر

استبداد او پایلي یې!

مولوي حیات الله زاهد

د مدرسې، مسجد، منبر، محراب، طالب، ملا دښمني د معاصر فرعون په رهبرۍ د صلیب تر چتر لاندې چا په نظامي بڼه، چا په فکري بڼه، چا په استخباراتي بڼه او چا په خپلو کرغېړنو هڅو د یو څو ډالرو او شهرت په پار جاري وساتل او راغلو یرغلګرو ته یې د خپلو او پردو په پت او عزت، د بې وزلو په رټلو او ربړولو، د مسجد او منبر په ورانولو د هر اړخیزې مرستې او کومک ډاډ او حوصله ورکړه!

د اشغالګرو د توجه د جلبولو په پار یې دیني او اسلامي ارزښتونه او حربې کافر ته د اول مرستیال «دوستم» په خوله شهید وویل او افغاني عنعنات «د مېړنیو افغانانو بېلا بېل د ننګ او غیرت مډالونه د افغان  قاتلینو پر سینو ټومبل» یې تل د یرغلګرو پښو کې واچول تر څو د یرغلګرو نظر خپل لور ته واړوي او د ښه غلامۍ جوګه يې وګرځوي.

دغو لاسپوڅو تل د بادارانو د خوشحالۍ په پار هر وحشت او بربریت، ظلم او ستم او حیواني کړنو ته لبیک ووایه او د بې وزلو د ځورونې نه یې هیڅ نوع دریغ ونه کړ.

دا ځکه چې دوی د باطل پر وړاندي د حق د مقاومت د فلسفې او غرنۍ حوصلې نه ناخبر ول، دوی د باطل پر وړاندي د ابراهیمي هوډ او موسوي عزم نه ناخبر ول، د قربانیو په درشل کې د بدري فداکاریو نه غافل ول.

دوی په دې یقین ول چې د معاصر فرعون فرعونیت به تل پاتي او دائمي وي، دوی د طاغوت او مادیت په عبادت کې سر مسته او لېونتوب ته رسیدلي ول، خو دوی د الهي عبادت د شوق او سرښندنې د فلسفې هیڅ فکر نه و کړی؛ چې د الله د سپیڅلي میني بلبلان به د پتنګانو په څېر د خپل دین او وطن، عزت او عفت او بې وزلو ماشومانو، سپین ژيرو نه دفاع لپاره د اور لوخړې د ځان نه تاو او فرعون به په ګونډو کړي.

خو لله الحمد د هر رنګه شکنجو، ترور، رټلو او بېلابېلو کړاوونو ګاللو په پایله کې د الله یو څو حقیقي بندګانو د الله پر کامل قدرت د ایمان په مټ د مادیت او عابدینو ته د هر اړخیزي ټیکنالوجۍ او وسلو په شتون کې د الله قدرت وروښودی او دا یې ورته جوته کړه چې بدریون په مسیر یون به تل د الله د نصرت او مرستې مل وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x