نظــر

آیا د کرونا له وایرس وروسته به نړۍ د نوي نظام په اړه فکر وکړي؟

لیکوال: دکتور فيصل القاسم
ژباړه :سنایي مصطفی

د کرونا له پیدا کیدو څخه مخکې نړۍ داسې نه وه لکه وروسته، په نړې کې ددې خارق العاده یا په بله وینا معجزوي کړنې نه وروسته به په راتلونکې کې د نړۍ تغییر او تبدیل به هېښوونکی وي.

دا تغيير په حقیقت کې د کرونا د ویروس له خپرېدو مخکې پیل شوی ؤ، چې ځینې هېوادونه په نړۍ کې سره یوځای شول او د ځینو د ضعف او کمزورۍ نقاط او د نورو بیا د قوت نقاط پکې ښکاره شول.

مونږ دا هېڅکله نه وايو چې د کرونا ویروس مصیبت او غمیزه دې د امریکا او چين ترمنځ د نړۍ د قیادت پر سر سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیکې لوبې یوه برخه وي خو ددوی مخکنيو ډېرو داسې کړنو څخه د داسې رقابتونو بویونه راتلل.

د یادونې وړ ده چې نږدې څو مياشتې مخکې د هواوې چینایي شرکت پر سر د امریکا او چين د جنجالونو چغې پورته شوې، چې خبره آن د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پورې ورسیده، ترڅو په بریطانویانو او اروپایانو فشار وارد کړي چې د چینایي موبایلونو په ځانګړې توګه د هواوې له پېرلو ډډه وکړې .همدارنګه په تخنيکی ډګر کې باید د چینایي وسایلو څخه استفاده ونه کړي.

څه موده مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له بریطانیا څخه لیدنه وکړه ترڅو د همدې موضوع په اړه په بریطانیا فشار راوړي.

همدارنګه ډونالډټرامپ د ګوګل امریکایي شرکت لپاره نوي فرمانونه صادر کړل ترڅو په خپلو وسایلو کې د هواوې اندریود استعمال ودروي او بندکړي.سمدستې ګوګل دا چاره عملي کړه او هغه یې بند کړل ،چې اوس د هواوې سامانونه او تجهیزات نشي کولای د اندریود کړنې ترسره کړي.

کاناډا د هواوې شرکت د مالک زوی تر نیولو وروسته د امریکا سره دوستي ټینګه کړه، چین د اپل په مشهور آمریکایي موبایلو د مالیې زیاتېدل وضعه کړل او د هغه د تجهیزاتو ا وسامانو سره مقابله شروع کړه ترڅو په دې ډول په واشنګټن فشار راوړي.

چینایي مسؤولینو د ولسمشر ټرامپ څخه غوښتنه وکړه ترڅو خپل اپل موبایل په هواوې موبایل بدل کړي چې څوک یې هک نه کړي، چې دې کار چینایي مسؤولین تر مسخرو ورسېدل ځکه دا کار هېڅ د منلو او تطبیق وړ نه ؤ.

طبعا د چینایانو کمزورۍ، همدارنګه د دوی غوښتنه او د امریکا د رد او نه منلو او یا د دوی د مسخرو او یو بل پورې د خندا او غبرګونونو خبرې ، دا یوازې د ماشومتوب غوږ کشونه یا لوبې ندۍ، بلکې دا د نړۍ د اقتصادي او ټکنالوژیکې مشرتابه یا سردارۍ لپاره د امریکا او چین ترمنځ یوه ګرمه او پرېکنده معرکه او جګړه ده.

د کرونا وباء له پیدا کیدو وړاندې امریکا په دې ښه سمه پوهېده، چې د چین اقتصاد د هغه توغندي یا اور د لمبې په شان په تېزۍ سره د حرکت په حال کې دی چې بې له ځنډه به د نړۍ له اقتصادي او مالي بام څخه دوی ایسته کړي!!

ځکه د امریکا اقتصادي وده او پرمختګ له ۲٪ څخه زیات نه ؤ په همدې وخت کې د چین اقتصادي رشد او پرمختګ ۱۳٪ برابر ؤ بیا بېرته ۸٪ ته راکښته شو.چې اوس د چین اقتصادي پرمختګ ۶٪ کې قرارلري.

– په بله وینا د چین اقتصاد د امریکا د اقتصاد په نسبت درې چنده وده کړې ده!!!

که چېرې په همدې ډول د چین اقتصاد تر راتلوونکو لسو کالو دوام وکړي نو چین به په نړۍ کې ترټولو لوی عمومي تولیدوونکی هېواد وي، په دې توګه به امریکا دوهمې درجې ته را کوزه شي.

په حقیقت کې دکرونا مصیبت او غمیزې د چین د ودې، نمو او فعالیت په اړه د امریکا وېره نوره هم زیاته کړې ده ولې که چېرې چین د کرونا ویروس لپاره تر امریکا یې درملو کامیاب درمل او واکسین جوړکړي دا به ډېره ښه مقابله وي.

آیا د امریکا ولسمشر دې ته لاس رسی پیداکړی چې د آلماني ساينس پوهانو درمل را ونیسي؟ هغه چې څه وخت ترمخه په آلمان کې په فابریکو کې جوړ شوي؟

آیا ټرامپ غواړي ددې واکیسنو او درملو طبي یا دوايي احتکار د امریکا په لاس کې وي؟

په دې ډګر کې که چېرې چین د امریکا مقابله وکړي او پراخ مال د امریکا نه لاندې کړي او دا علمي بیرغ دامریکا پرځای په چین کې ورپوي؟

دا روښانه ده چې چینایانو د امریکا د ټکنالوژۍ پرخلاف مقابله شروع کړې ده او غواړي چې دا ټکنالوژي پرېږدې او ځانونه ترې بیغمه کړي، دلیل یې هم دادی چې دوی د اندریود نظام بدلوي ترڅو د هواوې لپاره یو نوی چینایي اندریود استخدام کړي، ترڅو د ګوګل مقابله وکړي؟

حتی په طبي اړخ کې د چین د درملو فابریکې په دې هڅه کې دي ترڅو د کرونا ویروس لپاره داسې درمل او واکسین جوړکړي چې د دوی په لاس کې وي او د امریکایې احتکار څخه زیاته فاصله ولري؟

د امریکا د غوښتنو او خواهشاتو لپاره په تېرو لسګونو کلونو کې دا تر ټولو لوی ټکر دی.

د یادولو وړ ده چې چین په دې پراخ ستورې (ځمکه) کې د سلاح په پراخ توليد او صدور شروع نده کړې، یا امریکا غواړي په نږدې راتلونکي کې له چين سره نظامي ټکر ته هم ولوېږي.

دا هرڅه مونږ دې پوښتنې ته اړباسي چې: څوک به دکرونا په مصیبت یا غمیزه کې کامیاب را ووځي ؟

آیا دا به ممکنه وي چې دا نړیواله وباء به په راتلونکې کې دغه دوه موازې قوتونه تغییرکړي؟

آیا د صربیا د ولسمشر الکسندر فوتشتش څرګندونې چې څو ورځې مخکې يې وروسته له هغه وکړې چې د کرونا سره په مبارزه کې يې غرب لاسنيوی ونه کړ او هغه وویل چې مونږ به له اروپا سره په خپلو اړيکو بیا فکر وکړو او کوښښ به وکړو چې د غرب په ځای له چين سره لاس یو کړو.

آیا د صربیا ولسمشر غواړي چې د غرب پرځای د چین اعتماد او مرسته جلب کړي؟

خو پاته دې نه وي چې نوموړي د اروپا له منځ څخه خبرې کولې.

په دې کې هېڅ شک نشته چې ستراتیژیک خلک یا سیاسي خلک ډېر پوهېږې، د صربیا ولسمشر څرګندونې د نړۍ د تاریخ په دې مهم وخت کې.

دا هم د یادونې وړه ده چې د کرونا مصیبت کې اروپایي اتحادیه او امریکا ایطالیا ته په دې امتحان کې ډېر کم راغلله او ښه ورته وشرمېدل ځکه د خپل ستراتيژيک دوست او ملګري ایټاليا لاس يې ونه نیو خو مونږ ولیدل چې چین په ډېره چابکۍ او سرعت سره د ایطالیې مرستې ته ورودانګل ترڅو وباء دفع کړي او یوه متخصصه ډله کومه چې د چین په ووهان ښارکې وباء درولې وه ورولېږله.

دا مونږ ته جوتوي چې د نړۍ په دې نازک حالت او د کرونا مصیبت کې د چین په روغوالي او روڼتیا دلالت کوي او د غرب په ټګۍ برګۍ او ځوړتیا.

مونږ ټولو ولیدل چې چین دکرونا وباء په محاصره کې څنګه دسپلین، اعظمي کوښښ او هڅه، پابندۍ او قاطعیت سره کامیاب شو، چې دا هرڅه نه په امریکا کې شته او نه هم په اروپا کې.

آیا نړۍ به د کرونا ترکشمکش وروسته همداسې پاته شي؟ او یا به هم د یو نوي نړيوال نظام شاهده وي؟ مونږ نه وايو دچين په مشرۍ بلکې دا خو جوته ده چې کم تر کمه د چين او ځیني نورو نويو را ټوکېدونکو ځواکونو په ګډون؟ دا هم د هغې امریکا په شتون کې چې د تېرې پېړۍ په اتیايمه لسيزه کې يې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د نړۍ قيادت په لاس کې واخست!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x