نظــر

کرونا، دولت او زموږ تجویز

ډاکټر فاروق اعظم

کرونا یوه نړیواله ناروغي ده، اکثرو پرمختللو هیوادونو دغه ناروغي د خپلو خلکو پر ټولنیز فعالیت او تګ راتګ باندې د بندیز له لارې کنترول کړیده.

په امریکا او یورپ کې حکومتونو دفترونه، تعلیمي ادارې او هغه کاروبار چې ګڼه ګوڼې جوړوي بند کړي او خلک له کوره کار کوي.

په غرب کی هر دولت په ملیاردونه پیسې د خلکو سره د مرستې لپاره عاجله تخصیص کړیدي.

په دوی کې هسې هم د بیکارۍ کچه نسبت افغانستان ته ډیره کمه ده او کوم بیکاره خلک چې دي، هغوی ته په عادي حالاتو کې هم حکومت د حداقل معیشت مرسته کوي.

اوس نه یوازې هغه پخواني بیکارانو ته د پخوا په شان معاش روان دی، بلکې د کرونا په سبب چې کوم خلک پر کور کښينستل، هغوی ته هم خپلې مربوطې اداری ترهغو پر کور پوره معاش ورکوي ترڅو دا مرض ورک کیږي، په غرب کې حکومتونه کوښښ کوي چې د خوراکي شیانو مغازې له مالونو ډکې او قیمتونه ثابت وساتي. بې له شکه کرونا په غرب کې پر ملي اقتصاد او ټولنیز ژوند خپل منفي اثر غورځولیدی، خو عام ولس ډیر نه دی خوار او زهیر سوی، دا ځکه ټول د پخوا په شان معاش لري او په مغازو کې خوراکي مواد سته.

افغانستان هم ددغه ناروغۍ د کنټرول لپاره د غرب په اقتفا ګامونه واخیستل، خو افغانستان او غرب ډیر فرق لري.

دلته د خلکو ډیره کمه فیصدي د دولت معاش خور دي، خصوصي سکتور هم په لږ فیصدي خلک استخدام کړیدي.

په افغانستان کې اکثریت خلک، خصوصا د ښارونو، په دوکاندارۍ یا د خپل لاس په روزمره خوارۍ ځانونه چلوي.

ډیر داسې کسان سته چې د ورځې یې ګټي او ماښام یی خوري، اوس چې په ښار کې کاروبار بند دی، دا کسان او کورنۍ به یې څه خوري؟

دا خو لږ خلک نه دی، په ملیونو دي. دغه حالت که دوام وکړي، زموږ خوار خلک به له کرونا نه بلکې له لوږی مړه سي او چې کرونا خلاصه سي، زموږ ډیر خلک او ماشومان به دومره خوارځواکۍ سوي وي چې تر ډیره وخته به د هرې ساده ناروغۍ ښکار وي.

دا یوه لویه ملي فاجعه او ستر ناورین دی، تر کرونا دغه حالت ډیر بد، تلفات یې ډیر او اوږد مهال اثر یې خراب دی، دولت ته په کار ده چې د مسؤلیت په احساس سره عاجل لاندې اقدامات وکړي:

۱- په کابل او ولایاتو کې د ښار په هره ناحیه کې دې دولت یوه مغازه خلاصه کړي چې په هغه کې د ژوند ضروري شیان لکه اوړه، غوړي، بوره، غاز او داسې نور خلکو ته په مناسبه بیه ورکړي.

اوس چې یو شمیر تاجرانو احتکار کړی دی او مالونه یې ګرانۍ ته ساتلي دي، د دولت دغسې سالمه مداخله به هغوی مجبور کړي چې احتکار سوی مال بېرته بازار ته راوباسي، که نه ورته خرابیږي او د غنمو فصل هم پرې راروان دی.

۲- مغازې ته ولاړ ټول خلک دي مول ووهي او دوه متر فاصله ترمنځ دې په نوبت له مغازې خپل د ضرورت وړ مواد ترلاسه کړي.

۳- مغازه دې هره ورځ شپاړس ساعته د خلکو په خدمت کې خلاصه وي، ددی لپاره چې بیروبار کم وي، توزیع دې د ولس پر کټګوریو تنظیم سي. مثلاً، څو ساعته د ښځو لپاره وي، څو ساعته د سپین ږیرو نوبت، څو ساعته معلولین،….

د هرې مغازې مخته دې په رسۍ د نوبت لار جوړه سي چې خلک د دوو رسیو په منځکې خپل نوبت ته ولاړ وي.

۴- دولت دې دغه مهم انساني کار ته په کابل او ولایاتو کې رضا کار ځوانان راوغواړي.

۴- روغتونونو ته دې هم د مسلکي خلکو سره په مشوره د خلکو د خدمت لپاره یو معقول عملي پروګرام جوړ سي.

۵- دولت دې ددغه ملي ناورین د کنټرول لپاره عاجل «د کرونا د اضطرار کمیټه» جوړه او د وړاندیزونو په عملي کولو دي ژر پيل وکړي.

«زه فاروق اعظم او د افغانستان د سوله ییز بدلون بنسټ غړی په دغه لار کې هر خدمت ته حاضر یو».

درناوی

داکتر فاروق آعظم د افغانستان د سوله ییز بدلون بنسټ مشر

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

ډېره ګټوره مشوره او وړاندیز دی چی هیله ده د ذیصلاح مراجعو د جدّی پاملرنی وړ وګرځی.
بله خبره هم را یاد سوه:
طالب چی ځان د خدای او خلګو او تاریخ خلیفه بولی او ادعا لری چی د خدائی نظام غوښتونکی دی نو ددې پر ځای چی خوشی بې ګناه او عام خلګ ځوروی، دې خبیثو تجارانو او کافرو محتکرینو ته دی سخت اخطارونه ورکړی چی د احتکار څخه ډډه وکړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close