شعـــــرونه

د ژوند ابتداء/ رحمت الله اديب

رحمت الله اديب

مــاشــوم چــې وم پــه میـنــه مــې ویلـه سپــاره
د کــلــي و امــــام تـــه مــي ور وړلـــه سپــاره

سهـار به له همـزولو سره څنـګ پرڅنګ روان ســوم
پــه غیــژ کې بــه مــې ټیـنګــه ونـیولــه سپــاره

هیڅ بوج مې په سرنه وو یوه ځانته بادشاهي وه
لــه پــلاره او لــه مــوره مــې غــوښــتلــه سپــاره

اخ څــومــره لــه خوښۍ او لـه لذت ډکه صحنـه وه
صفــحــه چــې بــه مــې مــختــه واړولـه سپــاره

د ژوند خـوژه حصه وه څنګه تیره شوه پـوه نشوم
پــه نــاز او احــتــرام مــې ښــکــلــولــه سپــاره

د ژونــد د ابـتــداء قیصــه ادیــب درتـه انځــور کــړه
قــلــم او کــتــابــچــــه هــــم مــې لــرلــه سپــاره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x