شعـــــرونه

د کندز د کمکيو طالبانو د غميزې وير!

لطف الله خيرخوا

پر زمکه پرېوتم نيولی په منګُل نه شومه
رنګ مې د ګُل شو خو خندان لکه د ګُل نه شومه

ښه شوه چې مړ شومه او ښه شوه چې تا ووژلم
ښه شوه بيخي نو چې کوزګوری د مغُل نه شومه

زه يو حسرت د ګُلپَروَرو د سپرلي مازيګر
پر پښو ولاړ لکه نرګس لکه سنبُل نه شومه

د زمکې غېږې ته مې دا ارمان شهيد سپارلی
مترنِم لکه د خپل وطن بلبُل نه شومه

وينه مې ګورئ د سپېڅلي شهادت مه ګڼئ
که علامت د ازادۍ د تکامُل نه شومه

معصومِيت به مې څه داد د وفا اخلي ضرور
که چرې ښکار زه د جانان د تغافُل نه شومه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x