
افغانستان
د سیلابونو له امله ۱۲ کسان وژل شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۹ل): د طبیعي پيښو سره د مبارزې وزارت ویاند ویلي، په دې وروستیو کې د سیلابونو له امله په مختلفو ولایتونو کې ۱۲ تنه وژل شوي، ۲۰ تنه ټپيان شوي دي او ۱۸ ولایتونو کې ځمکي او کورونه ځیني متضرر شوي دي.
طبیعي پيښو ته د رسیدګي وزارت ویاند احمد تمیم نن د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې په دغو سیلابونو کې ۳۰۰ کورونه ویجاړ شوي، ۶۶۰ کورونه او ۳۰۰ مسجدونه نور تخریب شوي دي.
د نوموړي په وینا ددوی وزارت تر اوسه د ۲۸۰ کورنیو سره نقدي او خوراکې مرستې کړي دي.
د سیلابونو له امله تر ډیره د فراه، نیمروز، هرات، خوست، بغلان او تخار ولایتونه متضرر شوي دي.
په نړی کی امریکا او ناتو او هیواد کی د کابل غلامه اداره تر کرونا وایروس څو ځلی ډیر خطرناک دی ، کرونا به افغانستان کی په زرونو ووژنی مګر دوی په میلونو خلک په جلا جلا ډولو وژنی . دا ملی مافیه د بین المللی مافیه وو سره باڼد جوړ کړی دوی د مظلوم بشریت دشمنان دی مظلوم بشریت استثمار او د مقاومت په صورت کی یی د هر ډول پیښو سره مخ کوی . حتی له سماوی افاتو او ناروغیو هم ناوړه ګټه پورته کوی ، داسی نه چه هلته به بارانونه او سیلابونه نه وی راوتلی ،… نور لوستل »