افغانستان

اشرف غني د خپل دفتر رییس، د ماليې وزارت سرپرست او د کابل ښاروال رسما معرفي کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۹ل): نن په کابل کې اشرف غني د خپل دفتر لپاره ټاکل شوی نوی رییس، د مالیې وزارت سرپرست او د کابل ښاروال رسما خپلو دندو ته ور وپېژندل.

شاکر کارګر د ولسمشر د دفتر د رییس، عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت د سرپرست او داوود سلطانزوی د کابل د ښاروال په حیث روانه اوونۍ ګمارل شوي وو، چې نن د یو شمېر مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول معرفي شول.

عبدالهادي ارغندیوال پخوا د ګلبدین حکمتیار په مشري د حزب اسلامي ګوند مخکښه څېره وه، شاکر کارګر د حنیف اتمر نږدې کس او د داوود سلطانزوی په اړه ویل کېږي، چې د رولا غني د دفتر د مشرې خاوند دی.

غني ددې تر څنګ احمد ضیا سراج د ملي امنیت ریاست نوماند رییس ټاکلی، چې تر دې وړاندې د همدې ریاست سرپرست رییس وو.

دغه ګمارنې داسې مهال کېږي، چې د اشرف غني او عبدالله تر منځ د جوړجاړي په برخه کې د منځګړو هڅو لا هم کومه څرګنده پایله نه ده ورکړې.

داسې ویل کېدل، چې د دواړو لورو تر منځ د جوړجاړي هڅې بریا ته نږدې شوې او په پایله کې یې یو ټولشموله حکومت جوړېږي، خو سپېدار ماڼۍ د ملي مشارکت د حکومت په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x