نظــر

بین الافغاني مذاکرات؛ طالب مشرتابه ته دوه وړاندیزونه

سید احمد غزنوي

دا چې طالبان و توانېدل له امریکایي اړخ سره تر اتلس میاشتو خبرو، چنو، لوړو او ژورو وروسته یوې پایلې او موافقې ته ورسیدل، د طالب مشرتابه پر نړیوال سیاست پوهنې، ځیرکتیا، لویې سینې، د حالاتو درک او هیوادنۍ مینې لرلو تر ټولو ښه دلیل دی.

همدا راز د طالب رهبرۍ د قیادت اطاعت د دوی د افرادو له لوري هم د ستایلو دی چې پر یوه فرمان هم په ټول هېواد کې ګوته په ماشه دي او هم په یوه فرمان د ټوپک خوله کې ګلان ټومبي اوپه سولې او سولییز حل باور لري.

دا چې طالبان لا له وړاندې بین الافغاني خبرو ته چمتو او زما د معلوماتو پر اساس ان میکانیزم باندې یې هم کار کړی دی، دا یو ښه زیری او د ګران هېواد د روښانه راتلونکې لپاره یوه هیله ده. خو له بده مرغه زیری هله پر یوې بدې کړیکې اوړي چې د جګړې افغاني لوري یوه کتله اوس هم پر جګړه ټینګار کوي او هره سیاسي ډله او خوځښت د دې لپاره چې راتلونکې سیاسي نظام کې یې د ګډون برخه غوښنه وي، بېلابېل اکټونه او حرکتونه ترسره کوي.

ستونزه هله لا ډیریږي چې د جګړې افغاني لوری د سولې لپاره اړینه اجماع او د نظرونو نږدېوالی نه لري. همدا ستونزې د دې لامل کیږي چې د بین الافغاني مذاکراتو پیل وځنډیږي.

همدې ستونزو ته په کتو، تمه ده طالب مشرتابه د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره پر لاندې دوو وړاندیزونو غور وکړي:

۱: نړیوال ډیپلوماټیکې سرچینې؛ طالب مشرتابه ته پکار ده چې له نړیوالو ډیپلوماټیکو سرچینو سره مجلس وکړي، هغوی ته دا اندېښنه ورسوي چې افغان لوری د سولې لپاره اړینه اجماع او د نظر نږدیوالی نه لري.

ځینې یې د واکوالۍ پاتېدو په بانه د جمهوریت نارې وهي، ځینې اتلس کلن انډوخر د ارزښتونو په تول تلي، ځینې ښځې سړکونو کې ناز او نخرې کوي چې ګواکې بین الافغاني خبرو کې یې حقوق تر پښو لاندې نه شي. خو د ټولو کړیکه او موخه یوه ده؛ واک او مال. خدا و راستي که جمهوریت، د دوی په وینا اتلس کلنې لاس ته راوړنې او ورته ځنډونکې موارد د یوه ماسک هومره ارزښت هم ورته ولري.

ډیپلوماټیکې سرچینې کولای شي د جګړې افغان لوري کې تر یوې کچې اجماع او د نظر یووالی راولي، هغه که د ډیپلوماټیک فشار په ډول وي یا کومې مشورې او لارښوونې په طرز. د افغان طالب ضد سیاسیونو په یوځای کولو، هغوی سره مجلس کولو او دې ته قانع کولو چې بین الافغاني خبرو کې یې تر ډیره دریځ یو او نظرونه سره نږدې شي، ارزښتناک رول لوبولای شي.

۲: بې پرې افغان شخصیتونه؛ افغاني ټولنه د خپل جوړښت له مخې داسې شخصیتونه لري چې سره له دې چې بې پرې دي، له سلګونو نیولې ان تر زرګونو کورنیو پورې تاثیر لري، خبرې ته یې غوږ نیول کیږي.

طالبان دې داسې شخصیتونو سره اړیکه ونیسي، دوی ته دې ووایي چې له طالب ضد سیاسیونو سره وګوري، هغوی ته ورسوي چې خپلمنځي ټکرونه شا ته او طالب لوري سره خبرو ته له یوه نسبتا واحد دریځ سره خبرو ته چمتوالی ونیسي.

د افغان بې پرې شخصیتونو د نورو لویو او وړو ګټو تر څنګ یوه لویه ګټه دا ده چې له افغان طالب ضد سیاسیونو سره پوره پېژندګلوي لري، په نزاکت او تبیت یې پوهیږي؛ ناسته او پاس ته یې ورسره لرلې ده، ځکه نو خبر او نظر په ښه، ساده او اسانه توګه ورته کولی او رسولی شي.

بله دا چې دوهمه سرچینه تر ډیره په اسانۍ سره میسر کیږي او لګښت یې هم خورا لږ دی، ان بې لګښته دی.

پورته دوه موارد کولای شي د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره نهایي ګټمن وي، هر څومره چې بین الافغاني خبرې ځنډیږي؛ هغومره به زیان اړوي.

۱۳۹۹/۱/۱۴ غزني

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ په خیر،
نړیوال دیپلوماتان.اسلامی عربی علما،نړیوال سیاسیون،
باید طالیبان،او دولت په دا قانع کړی چه،هر څومره ډالر،یورو،کلداری.افغانستان ته د بهر له خوا راځی په منځ یی سره تقسیم کوی،
خو نور د الله ج د قهر غذاب څخه ویره وکړی ،ولس مه قتل کوی.

عبدالواحد

محترم ګوهرصاحب اسلام اعلیکم دموجوده حکومت چه ۱٪هم ندۍ نورټول افغانان که طالبان دی اوکه نور۹۹٪مسلمانان اوپه حقیقت دطالبانو ملګری دی ولی دطالبانوملګری اوورسره ملګری کول ګران دی تاسوددوی اجتماعی عکسونه وینۍ یوبی ږیری اوبیله یوقسم کالو اولنګوټووینۍ دغسی ددوی سخت اوبی معنی فشارونه دی چه ددوی د۱۹کلن جنګ سبب وګرزیدکه خپل دریځ ته تغیرورنکی ډیرلږخلک به ددوی ملګری وی ددوی ددی دریځ ترشاه دافغانستان دبی اتپاقۍ لاس دۍ چه لوی علت دۍ اووی به.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close