افغانستانسولې اړوند خبرونه

د امریکا سفارت د غني پلاوي ته د همکارۍ ژمنه ورکړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۹ل):په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافېر «رایس ویلسون» د اشرف غني له لوري د بین الافغاني مذاکراتو په موخه له جوړ شوي پلاوي سره غږېدلی او د همکارۍ ژمنه یې ورکړې.

ویلسون په همدې تړاو پر خپل ټويټر لیکلي، چې تر بین الافغاني مذاکراتو وړاندې د اسلامي جمهوریت له مذاکراتي ټیم سره په لیدنه خوښ دی او د هغوی له یووالي، اغېزمنتیا، تیاریو او په ۱۹ کلنو لاسته راوړنو باندې د ټینګار له امله له ترې اغېزمن شوی.

د ویلسون په خبره، دوی له دې مذاکراتي پلاوی کلک ملاتړ کوي.

د غني مذاکراتي پلاوی، چې کابو یوه اوونۍ وړاندې اعلان شو، د دوستم او عطاء محمد نور د زامنو په ګډون یوویشت تنه غړي لري او مشري یې د ملي امنیت پخواني رییس «معصوم ستانکزي» ته سپارل شوې.

دغه مذاکراتي پلاوی په لومړیو کې د ګڼو سیاسي ګوندونو او طالبانو له لوري رد شو، خو وروسته یو په بل پسې سیاسي ګوندونو او شخصیتونو ترې ملاتړ اعلان کړ.

یو شمېر رسنیو د خپلو سرچینو په حواله ولیکل، چې امریکا پر بېلابېلو اړخونو او سیاسي ګوندونو فشار راوړی، څو له دې مذاکراتي پلاوي ملاتړ خپل کړي.

لا هم څرګنده نه ده، طالبان به له همدې ټیم سره مذاکراتو ته تیار شي یا نه.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close