
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۹ل): نن د پنجشنبې په ورځ د سعودي د کورنیو چارو وزارت په مکه او مدینه ښارونو کې په بشپړ ډول ۲۴ ساعته ګرځبندیز اعلان کړ.
د سعودي رسمي خبري اژانس د راپور سره سم د کورنیو چارو وزارت دغه پریکړه د کرونا وایرس د وبا مخنیوي لپاره کړې چې په وینا یې د نوي پریکړي پر اساس به لاندي اقدامات تر سره کیږي:
۱- د مکې او مدینې په ښار کې به ۲۴ ساعته ګرځبندیز نافذ العمل وي، له نن څخه به هیڅ څوک له ښار څخه نه وځي او نه به را ننوځي، د بندیز څخه به هغه خلک مستثنا وي چې د ژوند اسانتیاوي، خوراک او صحت په برخه کې کار کوي.
۲- په ډیره محدوده ساحه کې خلک کولای سي چې د کورونو څخه بهر را ووځي، صرف د صحي خدماتو لپاره او یا هم د خوراک اخیستلو لپاره. او د هغه لپاره به هم د شپږو بجو سهار څخه بیا تر ماځیګر درو بجو وخت متعین وي.
۳- ټول تجارتي فعالیتونه به بند وي، په استثناء د کلینکونو، خوراکي توکو پلورنځیو، پټرول پمپونو او بانکي خدماتو.
۴- هغه کسان چې د ګرځېدو اجازه لري، هغوی به هم په موټر کې د موټرچلوونکي په شمول دوه کسان ګرځي.
په سعودي کې تر اوسه د کرونا پيښو شمیر:
[cvct country-code=”SA”]