افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني له کرزي، سیاف او د عبدالله له پلویانو سره لیدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۹ل):د غني او عبدالله تر منځ د اختلافاتو د هواري په لړ کې غني د حراست او ثبات شورا له مشر «عبدالرب رسول سیاف» ، د سولې شورا له رییس «کریم خلیلي»، له پخواني ولسمشر«کرزي» او د نوموړي له دویم مرستیال  «یونس قانوني»  سره لیدلي.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپاره شوي پيغام کې راغلي، چې لیدنه په ارګ کې ترسره شوه او د هیواد په روان وضعیت او دسولې پروسې په اړه هر اړخیز او تفصیلي بحث پکې وشو.

دغه لیدنه داسې مهال کېږي، چې د پخواني حکومت مشر «کرزي» او «عبدالرب رسول سیاف» په محوریت د عبدالله عبدالله او اشرف غني د منځګړیتوب هڅې روانې دي.

د حراست او ثبات شورا ویاند «ترشتوال» نن طلوع نیوز ته ویلي وو، چې د منځګړیتوب هڅې تر ډېره بریالۍ دي او د یوه پراخ او همه شموله حکومت د اصولو په تړاو پکې لومړنۍ موافقه وشوه، خو سپېدار ماڼۍ پرته له دې، چې د روانو هڅو په اړه تفصیل ورکړي یاده کړه، چې د ملي مشارکت د حکومت په برخه کې له غني سره د توافق خبرونه صحیح نه دي.

دا په داسې حال کې، چې اشرف غني پرلپسې د کابینې د تشکیل په موخه ګمارنې کوي او د عبدالله عبدالله او سیاسي څېرو تر منځ لیدنې  روانې دي.

نن هم یو شمېر سیاسي مشران د حزب اسلامي د مشر «ګلبدین حکمتیار» په کور کې راټول شوي وو او د هیواد په روان وضعیت یې خبرې کړې وې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close