افغانستانسولې اړوند خبرونه

اشرف غني د مذاکراتي ټیم په اړه له باجوه سره غږېدلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۹ل): اشرف غني د پاکستان له لوی درستیز «جنرال جاوید قمر باجوه» سره تلیفوني خبرې کړې او د مذاکراتي ټیم او سولې په ګډون په یو شمېر موضوعاتو ورسره غږېدلی.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې باجوه غني ته د بیا ولسمشر کېدو او یوه «همه شمول» مذکراتي ټیم د ټاکلو له امله مبارکې ویلې او له مذکراتي ټيم د هرکلي تر څنګ یې تمه ښودلې، چې یاد ټيم به له طالبانو سره د سولې خبرې مخته یوسي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې دواړو لورو له کورونا سره د مبارزې په برخه کې د سیمه ییزې همکارۍ په ټینګښت ټینګار کړی او د ترانزیت په برخه کې باجوه وعده کړې، چې افغانستان ته د افغان سوداګرو د مالونو د ژر انتقال په برخه کې به اړین اقدامات کوي.

له اوږدې مودې راپدېخوا دا لومړی ځل دی، چې د غني او د پاکستان د لوی درستیز د بحث خبر رسنیو ته راوزي.

پاکستان یو له هغو هیوادونو دی، چې د اشرف غني له لوري د بین الافغاني مذاکراتو په نامه له جوړ شوي مذاکراتي ټیم یې هرکلی کړی او مبارکي یې ورته ویلې.

دغه مذاکراتي پلاوی د طالبانو له لوري رد شوی او هغوی له مذاکراتو ورسره ډډه کړې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پتنګ

تاسو د فاسدشیطان مذدور ډرنا ته ګورۍ چې له خپل اولسي مخورو او دیني بې پلوه علماو سره لیدنه نکوي نو په ځای ددې څو شوخې نجلیانې ، پخواني خلقیان او نور فاسدین طالبانوته ورليږي ، ترڅو چې دسولې پروڅيس قصدا خرابه او زبوتاژ کړي !!
ددې فاسد اوس دوهمه شیطاني او چلبازي داده چې دطالبانو نوم بد کړي او له پاکستان پورې یې وتړلي نو قصدي د باجوه سره په دې برخه کې خبرې کوي تر څو چې دې ناپوهه او په نس وږي ملت ته ، طالبان د پاکستان پلویان معرفي کړي !! تف لانت پر دې فاسد لاپوک

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close