نظــر

د کندوز د طالب العلمانو قاتلانو ته؛ د طالب العلمانو  پیغام!

عبدالحمید راشد

چې علمونه مو مثمر شوله؛ نو قاتلانو  موږ مو ووژلو”
طالب العلمان هېڅ کله تروریستان نه دي!
موږ طالب العلمان د دین زدکړیالان یو موږ تروریستان نه یو!
طالب العلمان په دین عاملین دي، نه د دین مخربین!

موږ سره ټوپک وجود نه درلود ، موږ سره فقط په لاس کې سپین قرآن،  په سر مو سپین پټکي او تر ملاګانو مو د دیني کتابونو کڅوړې تړلې وې؛ موږ  ستاسو  د قوانینو په چوکاټ کې هم د وژنې لایق نه وو  او ستاسو جوړ شوو قوانینو تا ته هم  زموږ د وژنې جواز نه و درکړی؛  خو بیا هم تا  خپل قوانین او ټولې مصنوعي او نمایشي پولې کراس کړې او موږ مو ووژلو.

د انسانیت قاتلانو!
تاسو د خپلو بادارانو پلارانو یهودو عادت تر سره کړ؛ چې متعال رب یې په اړه وایې:
إِنَّ ٱلَّذِينَ يَكۡفُرُونَ بِ‍َٔايَٰتِ ٱللَّهِ وَيَقۡتُلُونَ ٱلنَّبِيِّ‍ۧنَ بِغَيۡرِ حَقّٖ وَيَقۡتُلُونَ ٱلَّذِينَ يَأۡمُرُونَ بِٱلۡقِسۡطِ مِنَ ٱلنَّاسِ فَبَشِّرۡهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ .سورة ال عمران ۲۱ ایت

ژباړه : بیشکه هغه کسان چې کافران کیږي، د الله پر ایاتونو «احکامو» او دوی انبیاء په ناحقه وژني «د دوی په اعتقاد هم» او همدا ډول هغه کسان وژني، چې حکم کوي په عدل او انصاف سره، نو پس زیری ورکړه دوی ته په دردناک  عذاب سره.

موږ ته زموږ سلف وایي: چې بني اسرائیلو په اعتقاد هم بني اسرائیلو د پیغمبرانو مرګ جواز نه درلود،  خو بیا یې هم وژل،  زموږ مرګ هم ستاسو په قوانینو او اعتقاداتو کې نه وه روا،  خو بیا مو هم موږ له ډېره ضده ووژلو!

نو دلته هم تاسو د خپلو نیکونو لاره او طریقه اختیار کړه، خو فرق دومره دی،  چې هغوی انبیاء او پیغمبران وژل او تاسو موږ  د هغوی وارثان ووژلو او موږ مو شهېدان کړو؛  زموږ سپین پټکي دې راته په سرو وینو لت پت کړل، زموږ په لاسونو کې موجود قرآن کریمونه مو پاره پاره کړل؛  زموږ تر ملاګانو تړلې د کتابونو کڅوړې مو راته په وینو رنګینه کړلې.

موږ خو له قرآن څخه لاندې درې مفاهیم اخیستي وه:
۱- عمارة الارض  ۲ – تنفیذ احکام الله  ۳- خروج العباد من عبادة العباد الی عبادة رب العباد.
نو کله چې قرآن موږ ته  د عمارة الارض پیغام راکوي؛  نو ایا موږ به بیا د خپل د وطن ورانونکي و اوسو؟

نه هېڅکله نه؛ موږ د دین سپاهیان یو،  موږ ته چې قران څه ویلي موږ به په هغه عمل کوو؛  کله چې تاسو د مسلمانۍ دعوه کوی،  نو لطفا په  اسلام خو موږ ته تر تاسو ښه پوهېږو!

اسلام خو دا حکم کوي:

چې د الله متعال احکام زده کړئ، بیا ورته د تطبیق جامه ور واغوندې، او په سبب یې د الله بنده ګان د بنده ګانو له بندګې وباسئ؛ او دبندګانو د رب بندګې ته یې سوق کړئ!

موږ خو د اسلام دا حکم منو؛  او د رب حکم په سر سترګو منو، نو که چېرته موږ په دې کړنو کې تروریستان شمیرې،  بیا موږ ستاسو په دې لقب چې موږ ته یې کاروی،  افتخار کوو.

او که داسې نه وي، نو تاسو له ځان سره فکر وکړئ!

ایا تاسو فقط د اسلام نوم اخلی او که اسلام مو زدکړای هم دی، ځکه چې تاسو څه کوئ اسلام سره سل په سلو کې تضاد کې دي.

نو کله چې موږ په اسلام پوهېږو،  او د دین زدکړه راته مهمه ده اسلام مو لاره ده،  اسلام مو مسیر دی،  نو که تاسو هم د اسلام او مسلمانۍ دعوه کوی، نو لطفا راسره د دین د احیا او پرمختګ لپاره اوږه په اوږه کار وکړئ،  او راسره همسنګره شی؛  او که راسره همکاري نه کوی؛ نو لطفا راسره مخالفت مه کوی،  ځکه موږ چې کومه دعوه کوو،  نو له هغې دعوي سره مخالفت د دین مخالفت دی،  او دا ستر ګناه او عظیم جرم دی،  خو کله چې تاسو له موږ سره د مخالفت سرسره موږ وژنې هم،  نو په دې پوه شی، چې تاسو زموږ وژنه نه کوی، تاسو دعلم وژنه کوی، او دعلم وژنه د دین وژنه ده،  او تاسو له ګندګیو ډک انسانان نه د دین وژنه کولای شی، او نه دقرآن مګر هسې خپل ځان د اور خوراک ته په دنیا او اخرت کې اماده کوئ.

تاسو که زموږ  له دغه سپېڅلې دعوی سره سره بیا هم موږ وژنئ؛ نو موږ جنت ته رسوی او موږ د درب هغه نعمتونو ته رسوی ،  چې دعلماوو او شهېدانو لپاره انتظار باسي.

خو تاسو ځان هغه ځنځېرونو او ګرفت ته رسوی، چې د هغې یوه کړی اویا  ګزه ده، او مجرمان به پرې تړلي وي،  نو کله چې ستاسو دغه د اور ځنځېرونه خوښ وي، نو خپلې کړنی انجام او سرته ورسوئ. زموږخو په دې یقین دی، چې زموږ ځای جنت او تیار کړی شوي نعمتونه دي.

نو زه به جنت ته ځم ؛ او ستا ځای خو  په دې کړنو بئس المصیر دی.

د دغه لیکنې پیغام فقط د هغه طالب العلمانو پیغام انځوروي،چې تېر کال په کندز کې اشغالګرو او د هغوی غلامانو په بې رحمانه توګه شهېدان کړل.

د کندز غمیزه نه جبرایدونکې غمیزه ده،  طالب العلمان چې د دین زدکړی، ته راجمع شوی وه، شهېدان  او ټوټه بدنونه یې ورته کورونو ته ولیږل.

موږ ته خپل دارنه ورونه طالب العلمان له هرچا محبوب دي.

موږ به انشاالله د هغوی ارمانونه نه خاوری کوو،  بلکې نور به هم په دین منګولې لګوو اګر هر څومره دنیوي مشکلات پکې وینو.

سوله او اسلامي نظام دې الله راولي چې موږ په ارامه او اسلامي فضا کې خپل دین زده کړو.

امین یا رب العاالمین.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

الله سبحن تعالی دی د دنیا او د آخرت ټوله ارمانونه در پوره کړی
امین یا رب العلمین

عظيمی

او چا چه پر دی مظلومانو بمبار کړې دی ۔ پاک رب دی په دی دنیا او اخيرت کي په داسی عذاب اخته کړی چه د نورو ګناهکارو د پاره يو پند شی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close