افغانستانبیلا بیل

د کندوز شهید ماشومه!!

د کندوز شهید ماشومه!!

لیکنه ادریس زابلي

په اسلامي تاریخ کې اوله مدرسه (الصوفه) کې هم داسي طالبان اوسېدل لکه د کندوز په شهیده مدرسه کې، د وخت ظالم د خپلو خواهشاتو د پوره کولو لپاره د (الصوفي) له طالبانو سره هم جګړه کوله او دا دی نن هم د هغوی په لاره تلونکو د خپل قدرت د بقا لپاره هغه څه وکړل چې تاریخ يې په لیکلو د شرم احساس کوي، نه داچې پر خپل خواږه وطن يې د نړۍ خونخواران را مات کړل، بلکې په ډیره بېدرۍ يې هغوی د ماشومانو تر مدرسې رهبري کړل، جاسوسي يې ورته وکړله، او هغه ماشومان چې د خوشحالۍ هارونه يې په غاړه کې ول، داسي په شهادت ورسول، چې د انسانیت پر ټنډه تور داغ شو.

نه پوهېږم!!

اې غلامه! چې ستا دا بې ماهاره غرېزه به کله خړوبه کیږي، او ته به کله د افغانانو په وژلو، تړلو او زورولو مړېږې؟ خو یاد ساته!! زموږ رب حلیم دی، تل يې ظالم ته وخت ورکړی، زموږ رب د خپل عادت له مخې فرعون ته هم وخت ورکړ، نمرود ته يې هم وخت ورکړ، ابو جهل ته یې هم وخت ورکړ، خو ګوره !! که رب درته په قهر شو، د الله سزا بیا د بندګانو د سزا په شان نده، بلکې –ان بطش ربک لشدید-

تا د انسانیت احساس نه درلود!؟

د کندوز د مدرسې ماشومانو ته مور او پلار ډیره په مینه د خوشحالي تیاري کوله، د مور او خور په لاسو کې يې هارونه ول، چې خپل نازک بچې ته يې د قرآن پاک د ویاړ په پار په غاړه کې ور واچوي، خو تا!! خداې ناترسه، په یو ځای یوسل او اویا د قرآن حافظان په شهادت ورسول، که الله سوال در څخه وکړي، چې ولي!؟ ځواب به دي څه وي؟

ګوره!!

هغه قرآن چې دغو حافظانو يې د حفظ لپاره خوشحالي کوله، تا د دوی په وینو ورنګاو، ولي؟

ولي!!

تا د یوسلو اویا خویندو او میندو پر هیلو بمبار ورکړ، په کوم دلیل؟ د څه لپاره؟ د چا په حکم؟

تا ته به اوس هم ځان یو انسان او بیا مسلمان ښکارې، نه پوهېږم، چې ستا او ستا د بادار په قاموس کې انسانیت څه مفهوم لري؟؟

شهید ماشومه!!

تعهد درسره کوم، چې ستا هیلي به نه هېره وم، ستا ارمان به تر سره کوم، ستا قاتل به کله هم په خپله خاوره د ارام ساه وانخلي، د خپل ځان په غوښو او هډوکو به ستا انتقام اخلم.

شهید ماشومه!!

ته اوس هم زموږ په منځ کې زوندی یې، داسي احساس کوو لکه له تا سره چې همدا اوس اوس په خبرو اخته یم، او دا درته وایم، چې قاتل به دي کله هم ونه بخښم.

او اې شهید ماشومه!!

ستا د غمجني مورکۍ او خورکۍ پر وچو شونډو به ضرور مسکا را ولم، ته هیڅ کله هم مه نا امیده کیږه، تاته به دې مورکۍ د افغانانو کیسې کړي وي، چې دلته يې راغلي کله هم نده زغملې او پردې پال يې د تاریخ د شرم کندي ته اچولي دي.

2020-04-02

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close