افغانستان

بلخ او بدخشان کې طالبان د لسګونه عسکرو د تسلیمېدو خبر ورکوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ وری، ۱۳۹۹ل): د دولتي عسکرو او کارمندانو د تسلیمۍ د لړۍ د دوام په مهال په بلخ او بدخشان ولایتونو کې لسګونه عسکر طالبانو ته تسلیم شوي.

د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بلخ ولایت په چهاربولک، چمتال، دولت اباد، کشنده، شولګر، خاص بلخ او کلدار ولسوالیو کې د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو په زیار ۳۱ تنه عسکر، پولیس او کارمندان او د بدخشان ولایت په ارغنجخواه ولسوالۍ کې څلور تنه عسکر او اربکیان له طالبانو سره یو ځای شوي.

د خبرپاڼې په بنسټ، تسلیم شویو کارمندانو ته د طالبانو هرکلی ویلی او هغوی بیا پر حکومتي کسانو غږ کړی، څو د دولت لیکې پرېږدي او ددوی په څېر طالبانو ته ورشي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې له لاسلیک سره هم مهاله د طالبانو مشر «شیخ هبة الله اخندزاده» عمومي عفوه اعلان کړه او ټولو ته یې ډاډ ورکړ، چې کومو کسانو له «امارت» سره شخړه او جګړه کړې له «مخالفت» څخه د لاس اخستلو په صورت کې بښل کېږي.

د طالبانو د مشر له دې فرمان سره جوخت په هیواد کې د دولتي عسکرو او کارمندانو د تسلیمۍ لړۍ په کم ساري ډول چټکه شوې او زرګونه دولتي کارکوونکي طالبانو ته ورغلي.

طالبانو ته ورتلونکي دولتي کارمندان د هغوی له لوري په ډالیو نازول کېږي او د سر او مال د حفاظت ډاډ ورکول کېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close