افغانستانسولې اړوند خبرونه

ناټو: افغان مشران دې له طالبانو سره په خبرو کې مشترک دريځ غوره کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ وری، ۱۳۹۹ل): د ناټو سازمان عمومي سرمنشي «ینس سټولټنبرګ» د کابل له سیاسي مشرانو غوښتي، څو خپل اختلافات یوه لوري ته کړي او له طالبانو سره د مذاکراتو په مهال مشترک دریځ غوره کړي.

ینس سټولټنبرګ دغه څرګندونې تېره ورځ د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ له خبرو اترو وروسته وکړې، نوموړي وویل، افغان مشرانو ته ښایي، چې په دې وخت کې خپل اختلافات یوه لوري ته کړي، له شته فرصت استفاده وکړي او له طالبانو سره د مذاکراتو په مهال مشترک دریځ غوره کړي.

نوموړي ددې پوښتنې په جواب کې چې د طالبانو او القاعده تر منځ اړیکې اوس شتون لري یا نه؟ وویل « طالبانو له امریکا سره د توافق په مهال په همدې برخه کې وعده کړې ده،  هغوی ددې ژمنو په عملي کولو اړ دي او زموږ د ځواکونو وتل په همدې ژمنو پورې تړاو لري.»

سټولټنبرګ زیاته کړه « موږ باید د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې هوکړې د عملي کېدو شاهدان واوسو، له همدې امله موږ واضح کړې، چې د ځواکونو وتل مو مشروط دي، موږ باید د بین الافغاني مذاکراتو د تطبیق شاهدان وو، تر څو خپل ځواکونه په تدریج سره را کم کړو.»

ناټو داسې مهال په سیاسي مشرانو د مشترک دریځ د غوره کولو غږ کوي، چې په کابل کې د عبدالله او اشرف غني تر منځ سیاسي اختلافات لا هم په خپل ځای پاتې دي او د منځګړیو له پرلپسې هڅو سره، سره دا دواړه لوري لا هم کومې څرګندې پایلې ته نه دي رسېدلي.

په ورته وخت کې د غني له لوري جوړ شوی مذاکراتي ټیم بیا د ګڼو سیاسي ګوندونو له هرکلي سره مخ شوی، چې د ځینو سرچینو په حواله، امریکا د فشار په پایله کې سیاسي ګوندونه او اشخاص له دې پلاوي ملاتړ ته اړ کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

هیڅ امکان داشرفغنی دپاره نلری که بیله لادینواومجرمانونوروافغانانوته اجازه ورکړه سی دوی خومجرمان دی باید محاکمه سی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close