افغانستان

اشرف غني خپل ځیني واکونه امرالله صالح ته سپارلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ وری، ۱۳۹۹ل): اشرف غني د ولسمشر په حیث خپل یو شمېر شته واکونه لومړي مرستیال «امرالله صالح» ته تفویض کړي.

د بي بي سي فارسي له لوري په همدې تړاو خپاره شوي راپور کې، د هغه سند انځورونه خپاره شوي، چې اشرف غني پکې امرالله صالح ته د یو شمېر صلاحیتونو په ورکړه لاسلیک کړی.

په خپاره شوي سند کې راغلي، چې د حکومت د چارو د سم مدیریت او د اصلاحاتو او سمون د راوستلو په موخه ولسمشر یو شمېر واکونه لومړي مرستیال ته ورکوي.

دغه سند درې مادې لري او په دوهمه ماده کې راغلي، چې هیواد ته  راستنېدونکو کډوالو او د هیواد دننه بېځایه شویو  باندې د ځمکو د ویش واک او دملګرو ملتونو  او غیر دولتي مؤسسو سره د حکومت د همغږۍ چارې امرالله صالح ته سپارل کېږي.

په دریمه ماده کې یاده شوې، چې صالح به د خپلې دندې په اړه ولسمشر ته ځواب ویونکی وي او کابینې ته به راپور ورکوي.

په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کې د اشرف غني سلاکار «وحید عمر» منلې، چې دا سند لاسلیک شوی، خو په خبره یې، لا تر دې دمه په رسمي ډول نشر شوی نه دی.

امرالله صالح چې په تېر دور ټاکنو کې د غني لومړی مرستیال وو، تر دې وړاندې د ملي امنیت ریاست رییس تېر شوی او له هماغه مهاله ورباندې د تبعیض او د پښتون وژنې تورونه باندې دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

دا خبیث(ناصالح) تر وحشی دوستم ډیر خطرناک دی ، دوستم خو هسی په شوده ګی سره د اسلام او د مجاهدینو سره دښمنی کول خو دا ناصالح خبیث په شعوری ډول د اسلام او د مجاهدینو سره ډیره سخته دښمنی پالی ، غلام غنی ځانته د ده په رنک او یا تر ده هم ډیر بد معاون ټاکلی دی .
غنیګیه ! چی خوا دی بده نسی ، تر تا بل بد او فاجره منافق د افغانستان په ټوله تاریخ کی ندی تیر سوی .

مجاهد

وایی ، څه لرم چه خیرات یی کړم یا وایی زه د ادی مزدوره او ادی د کلی مزدوره او داسی نور متلونه
غنی بیچاره اول نمبر غلام دی خپله واک نه لری صالح غلام ته به څه ورکړی ، د دستورونو عملی کولو ته واک ویل د غلامی او غلامانو سرباری توهین دی د افغانستان او نړی نور غلامان باید په دی کار احتجاج وکړی ، ځینی بیا وایی غلامی کی توهین څه ماهیت لری داسی معنی لری لکه څوک چه ډیران کی د نظافت یادونه کوی . به هر صورت یو جولا ته ډاکتر ویل هغه جولا ته توهین دی غنی او واک لکه جولا او ډاکتری ؟ معنی لری .
صالح ته بیا له جولا ډاکتر څخه یوه برخه ډاکتری بیلول او ورکول خو د صالح د پاره څو ځلی توهین دی
زمونږ خپلواکو خلکو د ټولنی د پاره چه د غنی او صالح په شان غلامان هم پکی شتون لری ، شرم او توهین دی کشکی دوی زمونږ په ټولنه کی نه وی خلق شوی او یا مونږ په دی ټولنه کی شتون نه لرلی او لا دی الله ج طالب مجاهدینو ته بریا ، وړتیا او پیاوړتیا وربه پرخه کړی چه زمونږ ټولنه له دغسی وایروسی غلامانو پاکو کړی زمونږ هیواد د زمرو هیواد دی ځکه خو یی دی هیواد ته د لویو قدرتو د هدیری ویاړنه ساتلی او طلایی مدال یی تل ترلاسه کړی ده .
دا خبره چه یو غلام بل ته د بادارانو د دستورو او قوماندو سرته رسولو ته چه هر نوم ورکوی دغه رنګ ورکول هم د بادارانو له خوا یوه قومانده ده د هیوادوالو او نړیوالو د خطا ایستنی هڅی لری چه دکابل غلامه اداره خپلواکه او واک لرونکی تمثیل کړی مننه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close