افغانستان

له کورونا سره د مبارزې په موخه نړیوال بانک له افغانستان سره سل میلیونه ډالر مرسته وکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ وری، ۱۳۹۹ل): د کورونا سره د مبارزې او ددې وژونکې ناروغۍ د مخنیوي د لارو چارو د اغېزمنتیا په موخه نړیوال بانک د ګڼو نورو هیوادونو تر څنګ له افغانستان سره هم ۱۰۰.۴ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړه.

له نړیوال بانک څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دغه مرسته د هغو بېړنیو مرستو له ډلې ده، چې د افغانستان له روغتیايي سیستم سره د تیاریو د نیولو او د کورونا په وړاندې د اغېزناکې مبارزې د سرته رسولو په موخه له افغانستان سره کېږي.

له شوې مرستې به ټولو ولایتونو ته ځانګړې برخه رسېږي او د عملي کولو پروګرام به یې د عامې روغتیا د وزارت په غاړه وي.

د نړیوال بانک له لوري د شویو مرستو له ډلې یې تر ټولو زیاته برخه «۱ بیلیون ډالر» هند ته رسېدلي او په جنوبي اسیا کې بیا پاکستان ته ۲۰۰ میلیونه ډالر او سریلانکا ته ۱۲۸ میلیونه ډالر رسېدلي.

د ځینو رسنیو د راپورونو له  مخې، نړیوال بانک هڅه کوي، په راتلونکو پنځلس میاشتو کې له کورونا سره د مبارزې په موخه د ۱۲۶  بیلیونه ډالرو بسته ځانګړې کړي.

یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم د امریکا متحده ایالاتو له افغانستان سره پنځلس میلیونه ډالر مرسته کړې وه.

کورونا چې د نړۍ د ګڼو نورو هیوادونو په څېر افغانستان ته هم را رسېدلې، تر دې دمه یې ۲۷۳ مثبتې پېښې ثبت شوې او شپږ تنو ددې ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

هلته په کابل کی داسی وږی او زلخوږی مفسدین ورته ناست دی چی دا ټولی پیسی به لکه نوری راغلی پیسی تر ډیره حده پخپله حیف او میل کړی ، نړیوال بانک هم پدی ښه پوره خبر دی .

الحاج استاذ بیانزی

نظم نوین جهانی ( نړیوال یهودی او دجالی استعمار ) د مظلوم بشریت د استثمارولو او غلامولو د پاره د دوی د هڅو یوه هڅه هم د نړیوال حکومت تاسیسول دی چه په مټ به یی په اسانی او قانونی ډول مظلوم بشریت استثماروی ، په دی اړه تر نوی یا پنځه نوی سلنه پرمختګ هم شوی دا د څو پیړیو لاسته راوړنی دی ، د دی هڅو په اواخرو کی د اسلامی اخری مقاومت د ځپلو د پاره [ چه افغانستان او منځنی ختیز کی احساسیدلو ] ۹/۱۱ پلان او وکارولو او په بهانه یی په افغانستان او عراق… نور لوستل »

احمدشاه

دا مرسته د کورونا سره د مبارزې په مُخ نه بلکي دا د دولتي کوروناګانوسره د مرستي په مُخ افغاستان ته شوي، ځکه چه دا ديهودو اوله مرسته نده، د بيارغوني مرسته، د ښځو دامن کورونو د جوړوني مرسته، د مُلي اوردو د سمبالومرسته او داسي نور…… او نوري “مرستي”

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx