روغتیا

نړۍ کې د کرونا وبا پېښو شمېر یو ملیون او د مړو له ۵۰زرو پورته شو

د کره شمېرو له مخې د کرونا ناروغانو شمېر «۱۰۱۶۴۱۳» او د مړو شمېر «۵۳۲۳۸» ته رسیدلی دی.

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ وری، ۱۳۹۹ل): د نړیوالو ارقامو له مخې په نړۍ کې د کرونا وبا د مثبتو پېښو شمېر له یو ملیون پورته شو په داسې حال کې چې له دغې وبا څخه له ۵۰زرو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کرونا وایرس په لومړي وار د جنوري میاشتې په سر کې د چین په هوبای ایالت ووهان ښار کې خپور شو، چې سوکه سوکه د چین نورو ښارونو او له هغې ځایه نورې نړۍ ته ورسېد.

اوسمهال که څه هم دغه وایرس تر ډیرې اندازې په چین کې قابو شوی خو بلخوا یې د نړۍ د پرمختللي هېوادونو سربېره په ۲۰۰ نورو هېوادونو کې جالې کړي دي.

د تازه شمېرو له مخې امریکا اوسمهال له کرونا وایرس څخه زیات کړیدونکی هېواد دی چې له ۲۳۰زرو زیاتې پېښې په کې ثبت شوي دي.

ددې سربېره ایټالیا کې د مثبتو پېښو شمېر له ۱۱۵زرو پورته او په اسپانیا کې له ۱۱۲زرو پورته شوی دی.

له تېرو دوه اونیو راهیسې ایټالیا کې نږدې هره ورځ له ۵۰۰ زیات کسان مړه کیږي، تېره ورځ دغه هېواد کې ۷۶۰ کسانو خپل ژوند بایللی چې په دې سره د ټولو مړو شمېر نږدې ۱۴زرو ته رسیږي.

دغه راز ورپسې اسپانیا هېواد دی چې تېره ورځ یې د ۷۶۷ کسانو د مړینې خبر ورکړی، دغه هېواد کې د ټولو مړو شمېر ۱۰۳۴۸ کسانو ته رسیږي.

امریکا، فرانسه، ایران او بیلجیم هم له هغو هېوادونو څخه دي چې هره ورځ په کې د کرونا وبا له کبله سلګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

چین چې د کرونا وایرس سرچینه ده تر دې دمه په کې له ۸۱زرو زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له مخې یې نږدې ۷۷زره کسان بیرته روغ شوي او ۳۳۲۲ مړه شوي دي، اوسمهال په ټول چین کې د کرونا ۱۷۲۷ ناروغان تر تداوۍ لاندې دي.

په کرونا ځپلو هېوادونو کې افغانستان هم شامل دی چې تر دې دمه په کې نږدې ۳۰۰ پېښې ثبت شوي او ۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

لکه څرنګه چې تر دې دمه ددې وایرس د مخنیوي لپاره کوم واکسین نه دي چمتو شوي او نه هم ځانګړي درمل لري، نړیوال ساینس پوهان په دې کوښښونو اخته دي تر څو یې د مخنیوي لپاره واکسین چمتو او په عملي توګه وازمویي.

په استرالیا کې ساینس پوهانو د کرونا وایرس پر ضد د دوه احتمالي واکسینو ازموینه پېل کړې ده، چې د روغتیا نړیوال سازمان لخوا ورته پر حیواناتو د ازمویلو اجازه هم ورکړل شوې ده، خو پر انسانانو عملي کول به یې له ۱۵ تر ۱۸ میاشتو وخت ونیسي.

وروستی شمیرې:

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close