نظــر

طالبانو ولې د کابل ادارې د مذاکراتي پلاوي مخالفت وکړ؟

خالد ځدراڼ

قطر دوحه کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ لاسلیک شوې توافقنامه کې یو شرط دا وو چې په بین الافغاني مذاکراتو کې به د کابل اداره د نظام نه د یو سیاسي جهت په حېث ونډه لري.

همدا راز موافقتنامه زياتوي چې مذاکراتي پلاوی به د افغانستان د ټولو سیاسي جهتونو په خوښه ټاکل کیږي تر څو راتلوونکي کې د دې مذاکرې پایلو سره هیچاته د مخالفت بهانه ور پاته نشي.

په توافق کې د بین الافغاني خبرو نیټه مشخصه وه.
د توافق له مخې به د مارچ پر شلمه کابل اداره د افغان سیاسی جهتونو تر څنګ د یو ټول شموله پلاوي سره په ګډه طالبانو سره د مذاکرې مېز ته ور وړاندې کیږي او د یادې نیټې تر مخه به ۵۰۰۰ طالب بندیان او ۱۰۰۰ تنه به د کابل د ادارې زندانیان خوشي کیدل، تر څو د بین الافغاني خبرو لپاره د باور وړ فضاء ایجاد شي.

غني چې د مذاکراتو له شروع د دې پروسې د سبوتاژولو په هڅه کې وو یادو شرطونو ته یې شاه او په خلاف یې ستغه ژبه وکاروله!

غني ونه شو کولی/ونه غوښتل چې په ټاکلي نيټه یو ټول شموله پلاوی جوړ او طالبانو ته یې ورمعریفي کړي. بر عکس د طالب زندانیانو د خوشي کولو سره یې مخالفت وښود او د بندیانو ازادي یې خپل صلاحيت وګڼه او زياته یې کړه چې له اوربند او افغان حکومت سره له خبرو وړاندې د بنديانو خلاصون او هغه هم د حسن نيت په پار اصلا ممکن ندی.

خلیلزاد چې کله په کابل کې د ډاکټر غني په ورمېږ کې یوه پیچکاري ورتشه کړه نو په سبا د غني موډ ۱۸۰ درجې بدل او په مشروط ډول یې د زندانیانو د خلاصون فرمان صادر کړ خو د وخت به تیریدلو سره یې پرته د سیاسي جهتونو له مشورې د حکومت تر عنوان لاندې یو مذاکراتي پلاوی هم اعلان کړ تر څو په طالبانو خپله ګوډاګۍ اداره د یو نظام په ډول ومني.

طالبانو د یاد پلاوی په مقابل کې په خپلو کې له سلا مشورو ورسته د غني لخوا د اعلان شوي ټیم سره مخالفت څرګند کړ، خپله اعلامیه یې په دوو مهمو نوقطو کې رانغښتي وه.

« ۱ ــ اسلامي امارت له ابتداء څخه دا دریځ دی چې د کابل اداره په بین الافغاني مذاکراتو کې د نورو افغان جهتونو ترڅنګ د یوه افغاني جهت په توګه اشتراک کولی شي.

داچې اعلان شوی ټیم د کابل د ادارې له خوا معرفي کیږي، زموږ د اصولي دریځ او امریکا سره د شوې توافقنامې خلاف دی.»

پورته بند او ټوله کې له ياد پلاوي سره د مخالفت اصلي مطلب دا دی چې طالبان هیڅ کله د کابل اداره د یو نظام په حیث نه پیژني او هر کله چې د کابل ادارې خوښه وي د افغان د نورو جهتونو تر څنګ دې د یو جهت په ډول طالبانو ته د مذاکراتو لپاره ور وړاندې شي.

«۲ــ د دې پخاطر چې یوې دایمي او رښتینې سولې ته ورسیږو، یاد ټیم باید د ټولو مؤثرو جهتونو په موافقه تشکیل شي تر څو د ټولو جهتونو نمایندګي وکړای شي خو اوس لیدل کیږي چې ډیری نور جهتونه په اعلان شوي ټیم راضي نه دي.»

طالبان د کابل ادارې خپلمنځي اختلافات او روان وضیعت په ډیر دقت څاري. کابل کې د داسې انتخاباتو بلاربېدل چې د ټولو نړيوالو اصولو خلاف یې غبرګ ولسمشران وزیږول او دا چې تر هغې وروسته څه سناريو روانې دي؛ تر زره بيني عینکو لاندې دقيق مطالعه کوي.

طالبان په دوهمه نقطه کې په واضحو ټکو لیکلي چې د غني لخوا په اعلان شوي پلاوي افغان جهتونه سره همغږي نه دي، طالبان نه غواړي چې یو داسې بې معانا مذاکرات پر مخ یوسي او يا هم داسې بې صلاحيته پلاوي سره په مذاکراتو وخت ضائع کړي چې نتیجه یې له وخت کشۍ پرته نور هېڅ وي.
له سوليزو مذاکراتو د طالبانو اساسي هدف دا دی چې پر مټ یې افغانستان کې د کورنۍ جګړې مخه ډپ او داسې قوي مرکزي اسلامي نظام حاکم شي چې هغه وکولای شي د افغانانو روان نولس کلن مقاومت او څلوېښت کلن انتظار او اوږدو ارمانونو نه په سمه توګه پاسداري وکړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close