نظــر

افغاني ښځې ولې له سولې ډاريږي؟

عباس عابد

د لوی رب جل جلاله په هرڅه کې حکمت وي؛ خو د انسانانو په هر يوه باندې سر نه خلاصيږي، البته د وخت په تېرېدو سره به ډېر څرګند شي. د راسخ فکر والا به يې ومني او اهل الزيغ (د کاږه ذهن والا) به بيا هم خبرې په کې کوي.

الله جل جلاله هر شی جوړه جوړه (نارينه او ښځينه) پيداکړي دي، آن تر دې چې بوټي او نباتات يې هم جوړه جوړه پيداکړي دي، همداشان ژوي هم زوجين زوجين دي او دا دې هم پټه پاتې نه وي چې په حيواناتو کې هم بيا برلاسيتوب د نارينه په برخه رسېدلی دی او دا الهي قانون دی، د ګوتې اېښودلو او شک کولو ځای نشته په کې او که څوک شک او تردد په کې کوي هغوی اهل الزيغ دي.

الله جل جلاله د ښځينه او نارينه دواړو ترمنځ مينه، محبت، الفت او مودت پيداکړی دی. [وَمِنْ اٰیٰتِھ۪ٓ اَنْ خَلَقَ لَکُمْ مِّنْ اَنْفُسِکُمْ اَزْوَاجًا لِّتَسْکُنُوْٓا اِلَیْھَا وَجَعَلَ بَیْنَکُمْ مَّوَدَّةً وَّرَحْمَةً] ژباړه: «او د هغه د قدرت يوه نښه داده چې هغه ستاسو لپاره هم له تاسو نه مېرمنې پیداکړې دي، څو له هغو سره ارام ومومی. او ستاسو ترمنځ يې د مينې او رحمت جذبه اېښې ده.» (د روم سورت ۲۱ آيت) او يو د بل لباس او جامه يې ګرځولې ده. ولې نارينه يې قوام او چارې سمبالونکی جوړ کړی او د ښځينه وو ټولې چارې، بار او پېټی يې د نارينه وو په اوږو اېښی دی. الله جل جلاله وايي: [اَلرِّجَالُ قَوّٰمُوْنَ عَلَی النِّسَا۬ئِ] ژباړه: «سړي پر ښځو باندې څارونکي (تنظيموونکي) ټاکل شوي دي.» (د نساء سورت آيت)

همدا راز د ژوند ټولې يا ډېرې چارې د نارينه وو په غاړه دي، د ښځينه وو مسؤليتونه لږ دي او هغه هم تر کوره پورې محدود دي. ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي: چې ښځه د خپل خاوند د کور مسؤله ده. او هغه دا چې د خپل خاوند د کور حفاظت او ساتنه به کوي او له کوره بهر کارونه، مسؤليتونه او چارې د نارينه په ذمه دي، هغه به يې سرته رسوي.

اسلام چې ښځو ته کوم حقوق ورکړي دي، بل يوه دين هم نه دي ورکړي، ښځينه به په خپلو کورونو کې ناستې وې او له واده مخکې به د دوی پلرونه، وروڼه او نور خپلوان پر دوی باندې د وس مطابق لګښت کوي، د هستوګنې ځای به ورته چمتو کوي او جامې به ورته کوي. همداشان اسلام ښځو ته د مهر حق ورکړی دی، يوه ښځينه چې وديږي نو خاوند به يې مهر ورکوي، چې لږ حد يې لس شرعي درهمه او زيات حد يې معلوم نه دی.

همدارنګه د اسلام سپېڅلي دين ښځو ته د ميراث حق ورکړی، نوموړې له خاوند، مور، پلار او … څخه ميراث وړلی شي. اما په ښځو باندې کوم مالي پېټی او بوج نشته، ټول مالي بارونه د سړيو په اوږو دي.

همدارنګه اسلام ښځو ته د زده کړې، تعليم او تحصيل حق ورکړی دی، دوی هم د سړيو په شان تعليم کولی شي، دا په هغه صورت کې چې ماحول او چاپېريال برابر او مناسب وي. او بل دا چې د دوی لپاره اسلامي زده کړې او طبي زده کړې په کار دي، له دې پرته په نورو ډګرونه کې لکه: سياست، حقوق، کمپيوټر ساينس، اقتصاد، نظامي زده کړې او نورو ته يې اړتيا نشته.

الله جل جلاله د ښځو په هکله پرېکړه کړې ده، وايي: [وَقَرْنَ فِیْ بُیُوْتِکُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاھِلِیَّةِ الْاُوْلٰی] ژباړه: «او کرارې په خپلو کورونو کې اوسېږئ. او (پرديو سړيو ته) ډول او سينګار مه ښکاره کوئ، څنګه به چې په ړومبني جهالت کې ښودل کېده.» (د احزاب سورت ۳۲ آيت.)

په لسګونو نصوص په قرآن کريم او حديثو کې شته، چې د ښځو بهر ته تلل منع کوي. حج د اسلام له ارکانو څخه يو رکن دی، چې د هغه د ادا کولو لپاره هم ښځې له محرمو (خپلوانو) پرته نشي تللی.

را به شو اصل مسئلې ته چې افغانۍ ښځې ولې له سولې څخه ډاريږي؟! دا ډېر لاملونه او اسباب لري:

ـــ هغه ښځې له سولې څخه ډاريږي، چې د لويديځ په غېږ کې لويې شوې دي، يا له نولسو کلونو را په دې خوا د غربي دېموکراسۍ په زانګو کې زنګېدلې دي.

ـــ هغه ښځې چې د غربي دېموکراسۍ له راواردېدو وروسته يې په هېواد کې په انجوګانو، مؤسساتو او حکومتي دفترونو کې په ازادانه ډول کارونه کړي دي.

ــ په اسلامي نظام کې د ښځو لپاره چوکاټ شته، له چوکاټه د باندې ښځې نه پريږدي او د مردارې دېموکراسۍ پلويان ځانونه په هغه (چوکاټ) کې نه ايساروي.

ــ په اسلامي شريعت کې پرده، حجاب او ستر فرض او لازم دی، ځکه په دې سره د ښځو ابرو او عزت خوندي وي؛ خو له بده مرغه په دېموکراسي کې هر دېموکرات فرد ځان ته حق ورکوي چې زړه يې څه غواړي، هماغسې وکړي، نو ډېری دېموکراتان له ستر او حجاب سره حساسيت لري.

ــ اسلام د مخلوط تعليم او تحصيل اجازه نه ورکوي؛ خو د لويديځ په چوپړ کې بوختې محترماتې د مخلوط نظام سرسختې پلويانې دي. او له دې پرته نور ډېر اسباب او عوامل شته چې ښځې له سولې څخه ډاريږي، ځکه د دوی خوسا او ناروا هيلې نه ترسره کيږي.

اسلام د ښځو حقوقو ته تحفظ او مصؤنيت وربښلی، د څارويو له ځايه يې د انسانيت مقام او منزلت ته رسولې، ځکه چې د دوی حقونه نه په تحريف شوي يهوديت او نه نصرانيت کې خوندي و. او نه په هندوييزم او بوداييزم کې محفوظ و، بلکې حيواناتو له دوی ډېر حقونه لرل، له نېکه مرغه اسلام ټول حقه حقوق ورکړل او د دوی ژوند يې هوسا، ارام، سوکاله او عزتمن کړ.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

زه فکر نه کوم چه رشتونی مسلمانی افغان ښځثی دی په الهی نظام، خپلواکی او د مسلمانو تر منځ په سوله او یووالی خوابدی شی نه یواځی خوابدی کیږی نه بلکه لیوالتیا او خوشالی احساسوی .
دغه مجاهدین چه د خلکو، خاوری او خپلواکی حخه د دفاع د پاره مالی خساراتو او جانی تلفاتو سره هره ثانیه مخامخ دی د همدغو ویاړلو مسلمانو افغانو میرمنو بچیان ، میړونه ، ورونه او پلرونه دی که یی زامن ، ورونه او میړونه غیرت لری ښه مسلمانان دی د الهی نظام د پلی کولو د پاره ژوند وسیله ګڼی له مرګ نه ډاریږی بلکه مرګ له دوی ډاریږی او مرګ ته په دیره خوشالی او لیوالتیا وردرومی نو د دغسی خلکو خویندی ، میندی او میرمنی به څرنګه د شیطانی نظام بی عفتی او غلامی ومنی او د سولی په ځای به جنګ ته ترجیج ورکړی مګر هغه جنګ چه د خپلواکی او عزت ساتنی د پاره وی

غ.حضرت

د مجاهد د تبصرې په هکله باید ووایم چی دا ډول تبصرې ( د پورته لیکنی په شمول ) د لاهور او لندن د استخاراتو په تبلیغاتی څانګو کی ابداع سوی دی.
هیڅ افغانه ښځه او مېرمن د عفت او حیاء د پردې د څیرلو لېواله نه ده او هره افغانه ښځه د خپل فطری او عقیدتی او فرهنګی او انسانی او مدنی حریم د دفاع لېواله ده.
هره افغانه غیرتی مور د هغه بچی څخه ناراضه او ناخوښه ده کوم چی د پردیو په لمسون او اِشاره د خپل وطن بې ګناه انسانان وژنی یا ئې وژلی دی او که ناراضه نه وی نو د همهغه نااهل او فاسد بچی سره به محشوریږی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close