نظــر

د خپلواکۍ او حریت نښه

سيد عبدالرزاق

ویل کیږي چي یو وخت دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک ته د بهرني هیوادونو څخه ګڼ شمیر علماء راغلل، د دوی په ویاړ د مدرسې منتظمینو د مدرسې د ټولو شعبو د نظارت اهتمام وکړ، میلمانه یې د مدرسې ګوټ ګوټ ته بوتله او د مدرسې یو شمیر مخور استاذانو ورته یو یو ځای په ګوته کاوه او په لنډه توګه یې ورپیژانده.

دارالحدیث، دارالقران، تخصصات او نور هر څه چې وکتل شو نو ميلمنو د طالبانو د معرفت او د هغوی د لیدلو اشتیاق څرګند کړ.

د مدرسې منتظمینو د دوی ددې خواهش په تکمیل کې داسې ترتیب جوړ کړ، چې دوی یې د مدرسې بالاخانې ته وخیژول او هلته یې کښېنول.

طالبانو ته يې حکم ورکړ چې د هرې علاقې طالبان دې د ټولګیو په توګه د دوی مخې ته راځي او دا شان به میلمنو ته د علاقې په معرفت سره د طالبانو پیژندل ګلوي کیږي.

له ترتیب سره سم د طالبانو ټولګي د میلمنو و مخې ته راتلل او منتظم به د هغوی د علاقې نوم میلمنو ته ور وړاندی کاوه.

میلمانه به یې له دیدار څخه خوند اخیست او ماشاء الله یا نور د برکت الفاظ به یې ویل.

دا بهیر په سملاسي توګه شروع او جریان یې درلود چي په همدې ترڅ کې د طالبانو یو ټولګی راڅرګند شو، غټ پټکي، اوږدې لمنې او پراخ پراخ څادرونه یې پر اوږو پراته وو.

دا طالبان د میلمنو لپاره د حیرانتیا وړ وګرځیدل، پرته له دې چې اوس یې منتظم د علاقې معرفت وکړي میلمانه بېتابه شول او پوښتنه يې وکړه چې دا څوک او د کوم ځای دی؟

منتظم ورته په ځواب کې وویل چې دا د لوی قندهار خلک دي او اوس دلته د تعليم چارې پرمخ وړي، مېلمنو د دوی پرخپل ځای د توقف غوښتنه وکړه او د دوی له غوښتنې سره سم ودرول شول، میلمنو تر ځنډه دوی ته په ځیر ځیر سره کتل او بیا یې ورته د تګ اجازه ورکړه.

منتظمینو د میلمنو ددغه غیر معمولي چلند په هکله له دوی څخه وجه وپوښتله، نو میلمنو ورته په جواب کي داسې وویل:

دې خلکو موږ ځکه په تعجب کي واچولو، چې د دوی له څیرو څخه د نورو ټولو په نسبت د آزادۍ نښې معلوميدې، داسې ښکاريده لکه دوی چې په نسلي توګه هيڅکله هم غلامي نه وي قبوله کړې او همیشه یې د حریت، آزادۍ او استقلال ژوند تېرکړی وي.

منتظمینو پوښتنه وکړه، چې دا هر څه تاسو له کومه وفهموله؟

میلمنو ورته وویل: د دوی لباس، د دوی د تګ انداز، د دوی کړه وړه ددې شاهدان وو، داځکه چې کوم خلک د اغیارو تر اثر لاندې راغلي وي، د هغوی ثقافت بیا خپل نه وي بلکه هغوی په ذهني توګه خپله کامیابي همدا بولي چې د هغوی هر څه د خپلو بادارانو په شان یې ځکه چې د دوی په ماغزو کې د خپلو بادارانو که څه هم دوی ترې نفرت کوي خو دا خبره وي چې هغوی لوړ دي.

اوس زما پوښتنه داده چې خلک د طالبانو او د هغوی د مقابل تر منځ د آزاد او غلام تر منځ د توپير لپاره ځان ولږ تشویشوی؟

آیا دابه آسانه نه وي چې دواړه د خپل افغاني ثقافت او تهذیب په چغل کې وګوري او فیصله وکړي چې څوک آزاد او څوک غلام دي؟

سيد عبدالرزاق

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close