روغتیا

چین د سپي او پيشو غوښې په خوړلو بندیز ولګاوه

داسې انګیرل کیږي چې کرونا وایرس په چین کې د وحشي ځناورو څخه انساناتو ته انتقال شوی.

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ وری، ۱۳۹۹ل): د چین شینژن ښار حکومتي چارواکو په دغه ښار کې د سپي او پيشو غوښې په خوړلو او کاروبار بندیز ولګاوه.

چین دا بندیزونو له هغو ګنګوسو وروسته لګوي چې ګواګې د وحشي ځناورو غوښه د کرونا وایرس له خپریدو سره تړاو لري.

د نویو مقرراتو له مخې چې د مۍ میاشتې له لومړۍ نیټې څخه عملي شوی، حکومت وویل چې روزل شوي څاروي لکه سپي او پيشو خوړل غیر قانوني دي.

په فبرورۍ میاشت کې د کرونا وایرس له خپریدو وروسته چین د وحشي ځناورو کاروبار او خوړلو منع کولو قانون تصویب کړ، دغه قانون په لومړي وار د چین په شینژن ښار کې عملي شوی او سوکه سوکه به ټول چین کې عملي شي.

داسې انګیرل کیږي چې کرونا وایرس د چین ووهان ښار له یوه بازار څخه په کوم کې چې وحشي ځناور پلور کیږي خپور او انسانانو ته انتقال شوی دی، چارواکي مني چې ممکن د وحشي ځناورو پير و پلور او خوراک که د وایرس مخنیوي کې ګټور تمامیږي تر خپل کنترول لاندې راولي.

چینایي چارواکو په دې تړاو له راپورونو وروسته هغه مهال دا بازار بند کړی و، ځکه داسې ګمان کېده چې کرونا وایرس له حیواناتو انسانانو ته انتقالیږي.

دوی په دې باوري دي چې ممکن دا بندیز په چین کې عام شي او په مرسته به یې هر کال په چین کې د ۳۹ ملیونه سپيو او ۴ ملیونه پيشوګانو د وژلو مخه ونیسي.

خو ساینس پوهان او څېړونکي تر اوسه نه دي پوه شوي چې د کرونا وایرس اصلي سرچینه څه ده، او څه ډول د انسانانو ترمنځ خپور شوی دی.

په ټوله نړۍ کې له یو ملیون زیات وګړي په کرونا شوي او څه باندې ۵۰زره کسان ترې مړه شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې چینایي چارواکي په دې لړ کې د سوداګرۍ او د ځینو وحشي ځناورو د خوراک د کنترول هڅه کوي، له دې وړاندې په ۲۰۰۳م کال کې کله چې د سارس وایرس خپور شوی و، داسې کشف شوې وه چې دا وایرس د یو ډول وحشي ځناور (civet) څخه انسان ته انتقالیږي.

په چین کې د کرونا پيښو شمیر:

[cvct country-code=”CN”]

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

کفر کوم کنځل نه بلکه حق پټولو ته وایی ، مهمه نه ده چه دغه د چین کفر، که د روسی کفر، د یهودانو او عیسویانو کفر او که د تورانو او سينانو کفر وی . الله ج د ټولو خالق او د هر څه مالک دی. د الهی ازموینی د دوام به خاطر یی انسان ته تعقل او تفکر ورکړی او د ښو او بدو په انتخابولو کی یی خپلواک پریښی مګر الهی لارشودنی یی ورته رالیږلی او په څنګ کی یی د دوی په فطرت کی حرص او اطمنان اخښلی او شیطان یی خلق کړی شیطان د هماغه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x