په سوریه کی دحکومت له لوري ۳دری زره نیول شوی خلګ نادرکه دي

syria_police_arrested_protesters(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۲۹) دمشق: دافاز په نامه سره یوي غیردولتي ټولنی خبرورکړی دي،  له کله څخه چی دسوریی خلګو دبشارالاسد دنظام په وړاندي په لاریونونو اومظاهبروباندی لاس پوری کړی دي، دسوریی دځواکونو له لوري په زرګونه خلګ نیول شوی دي چي دری زره یی تراوسه پوري نادرکه دي، افاز زیاته کړه ۲۹۱۸ کسان چي دمارچ له میاشتي بیاتراوسه پوری دسوریی دحکومت له لوري نیول شوی هیڅ درک یی نه مالومیږی

 

دافاز غیردولتي ټولنی له دفتر څخه خیرنشر شوی دي چي یواځي په تیره اونی کي دسوریی دځواکونو له لوري ددي لپاره چی راتلونکي روژي مبارکه میاشت کی دلاریونونو مخه ونیسي له ۱۰۰۰ څخه زیات خلګ نیولی دی، دافازغیردولتی ټولني مشر زیاته کړه ډیرژرده چی افازبه پرنیټ باندي یوه ویب پاڼه خلاصه کړه ترڅو دنادرکه کسانوعکسونه اودهغوي نوراړین مالومات پکښي خپاره کړي.

اوهمدارنګه ټولنی خبرورکړی دي چي روانو مظاهرو اولاریونونو څخه بیاتراوسه پوري په سوریه کی ۱۶۳۴ څخه زیات خلګ وژل شوی دي، ۲۶ زره خلګ نیول شوی دي چي دهغو له جملي څخه ۱۲۶۱۷ کسه اوس هم له حکومت سره په زندانونو کی پراته دي، ټولنی زیاته کړه مونږ دبشري حقوق پالانو له دوو نورو ټولنو سره نژدي اړیکي لرو اوورسره مالومات شریکه وو، ترڅو وکولاي شو دنادرکه خلګو عکسونه، دهغو شخصي مالومات اودنیول کیدو کره تاریخ یی مالوم کړو.

بخت الرحمن بخت ………….. نن ټکی اسیا

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د