افغانستان

اشرف غني خپل مخالف عبدالله ته د سولې پروسې زعامت سپارلو وړاندیز وکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ وری، ۱۳۹۹ل): ولسمشر اشرف غني تېره ورځ د پارلمان د غړو سره په ناسته کې خپل مخالف ډاکټر عبدالله ته چې ځان د ټول شموله دولت ولسمشر بولي، د سولې پروسې د مشرتوب بلنه علنا ورکړه.

نوموړي وویل چې د افغانستان سیاسي طبقه باید سره متحده شي، د سولې عالي شورا دي را منځته شي او مشري يې دي يې ډاکټر عبدالله په غاړه واخلي.

نوموړي وویل په اوس وخت کې دوه سری حکومت نشي کولای چې په افغانستان کې وضعیت او ننګونې مدیریت کړي په ځانګړي ډول د کرونا له وجې د نړیوال اقتصادي بحران را منځته کېدو وروسته به دا ډیره مشکله وي چې تر راتلونکو لسو کلونو دې وضعیت نارمل شي، ځکه نو ددغو ننګونو مدیریت په دوه سري حکومت نه کیږي.

اشرف غني وویل چې د عبدالله څخه یې غوښتني چې خپل مطرح همکاران دي په کابینه کې د غړیتوب لپاره ور معرفي کړي، تر څو راتلونکې کابینه وزن لرونکې سیاسي کابینه وي چې د ټول افغانستان د خلکو استازیتوب په کښي وي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر استاد سیاف او نورو سیاسي څیرو په منځګړیتوب هڅې روانې وې تر څو د دواړو ولسمشرانو تر منځ سیاسي حل را منځته کړي، خو داسي ښکاري چې دغه هڅې لا نه دي بریالي شوي.

ددې تر مخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم کابل ته راغلی وو او هڅه یې کړې وه چې دواړه مشران پر یوه خبره را ټول کړي خو د ناکامېدو وروسته یې پر افغانستان د یوه ملیارد ډالرو مرستو بندولو اعلان وکړ او ګواښ يې وکړ که دغه حالت دوام وکړ، راتلونکی کال ۲۰۲۱ به هم ورته یو ملیارد مرستې وځنډوي.
هغه وخت هم ویل کیدل چې اشرف غني ډاکټر عبدالله ته د سولې عالي شورا مشرتوب وړاندیز کړی دی خو عبدالله دغه وړاندیز رد کړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

هر څه چه غلامه اداره کی جریان لری ، لکه به اشغال هیواد کی له ډرغلنو ټاکنو دایرولو بودیجه ورکول او چه څه ډول ترسره شی یعنی د میدیا د پاره یی تصویرونه وکاږی هغوی چه باید وټاکل شی هغه د اشغلګرو له خوا مخکی له مخکی ټاکل شوی د خلکو رایوی ( کومی چه اچول شوی هم وی ) هغه هم فلش کیږی . د غلامی اداری خیر په بی خیری کی دی ، حتی که دوی څه ناڅه خپلواکی هم تر لاسه کړی او اشغلګر ورته ووایی چه د طالبانو ( خپلواکانو ) سره سوله غواړی او که… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x