افغانستانسولې اړوند خبرونه

د عبدالله عبدالله ټیم غني غیر مشروع وباله او د سولې پروسې د زعامت وړاندیز یې رد کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ وری، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې اشرف غني خپل مخالف «عبدالله عبدالله» ته د سولې چارو مدیریت او مشري وړاندیز کړه، د عبدالله عبدالله ټيم نوموړی غیر مشروع بللی او دا وړاندیز یې رد کړی.

د عبدالله عبدالله د ټيم ارشد غړي «نوررحمان اخلاقي» له ازادي رادیو سره په خپلو خبرو کې ویلي، چې غني خپله غیر مشروع او لا په داسې مؤقف کې نه دی، چې وړاندیزونه دې وکړي « دا چې ښاغلي غني مشروعیت نه لري، په داسې مقام کې نه دی، چې چا ته دې وړاندیز وکړي، کله چې منځګړي راغلل، څو دغه قضیه هواره کړي، دا زمینه چمتو شوه، څو له یوې سوله ییزه لارې چې په هغه کې عدالت تامین شوی وي، ستونزه حل شي، خو ښاغلي غني له دې فرصت ناوړه استفاده وکړه.»

د عبدالله عبدالله ټیم داسې مهال د غني وړاندیز ردوي، چې تېره ورځ نوموړي په ارګ کې د یوې غونډې په مهال عبدالله عبدالله ته د سولې چارو د زعامت او مدیریت او پلویانو ته یې په کابینه کې د ځای ورکولو وړاندیز وکړ.

غني ددې تر څنګ یاده کړه، چې عبدالله عبدالله ته د ولسمشر د مرستیال په اندازه پروټوکول ورکولای شي او په بودیجه باندې هم ورسره  انعطاف ته تیار دی.

د عبدالله عبدالله او غني تر منځ له ټاکنو په را زېږېدلي بحران میاشتې تېرېږي، خو لا هم دواړه لوري کومې څرګندې مثبتې پایلې ته نه دي رسېدلي.

همدا لا مل وو، چې څه موده وړاندې امریکا له حکومت څخه یو میلیارد ډالر وګرځول او د نورو د ګرځولو ګواښ یې هم وکړ.

لا هم د عبد رب رسول سیاف او کرزي په محوریت د عبدالله او غني تر منځ د جوړجاړي هڅې روانې دي، تېره ورځ هم غني له کرزي، سیاف، یونس قانوني او کریم خلیلي سره لیدلي وو او د هیواد په روان وضعیت یې ورسره خبرې کړې وې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

وایی پردی مزدور سهار وختی پاڅیږی .
مزدور او غلام یو له بله ډیر توپیر لری ، مزدور د هغه ځانګړی وخت د باره چه معاش تر لاسه کړی د هغه معاش تر لاسه کولو د پاره نیمه غلام وی مګر کله چه له کاره فارغیږی هغه په خپل واک دی څه چه یی خوښه وی هغه ترسره کوی ، مګر غلام هر وخت غلام وی د خپلی میرمنی سره د مجامعت د پاره هم اجازی ته اړه لری په کورونو او پالنګو کی یی باداران اولیت لری ، وینځی بی نکاح کاریدلی شی او د غلام شاهدی د اعتبار وړ ځکه نه ده چه غلام د قضاوت او نظر ورکولو حق، صلاحیت او اهلیت نه لری .
مزدور چه د هماغه ورسبارل شوی کار د خاطره سهار وختی پاڅیږی ( ولو که خوب هم ورځی او خوښی نه احساسوی ) ور سبارل شوی کار ته باید ورسیږی نو غلام خو هره ثانیه غلام دی که مزدور سهار وختی باید پاڅیږی نو غلام خو هر وخت باید پاڅیدلی پاتی شی یعنی بلکل د استراحت او خپلی خوښ او واک د باره واک او ځواک نه لری .
د غ او غ غلامانو غلام ټیمونه د کوم ډول دریز نیولو حق ، صلاحیت او اهلیت نه لری اشغلګر د طالبانو سره د شرایطو له مخی د ع او غ غلام ټیمونه اړوی او رااړوی چه له یوی خوا د هیوادوال او نړیوالو د خطا ایستنی د پاره چه دغه اداره خپلواکه ده یا طالبان خطا باسی چه ستونزی د اشغلګرو له خوا نه دی د کابل د اداری له خوا دی لکه د بندیانو مسله او داسی نوری او یا د ع او غ ترمنځ تمثیلی اختلافات ، دا هم کیدی شی لکه د دوه فاحشو یا بنو په شان دواړه په حکړو او کرکو کی وساتی تر څو دواړه د اشغلګرو په اطاعت کی وفادار پاتی شی .

عبدالمالک همت

که د سقاويانو تور تاريخ ته يو سطحي نظر واچوو راته څرګنده به سي چي دوی د ګران هيواد افغانستان د ډېرکي قوم سره د غليمانو له ملاتړ څخه په ګټه اخيستنه له پيله تر اوسه سر سخته دښمني پالي او په دې هيواد کي ټول مشکلات دغو ناولو عناصرو را ايجاد کړي دي. که په دې هيواد کي دوی او ځيني ايران پالي نه وای زموږ خلک به د دې ډول ډول بدمرغيو سره هيڅ نه وای مخامخ سوي.
زه چي پوهېږم دغه ناولي او شوم موجودات په زاريو او امتيازونو ورکولو کرار نه کښېني. همدا اوس دوی له طالبانو سره په سوله غوښتنه مازي تظاهر کوي، که نه له طالبانو څخه يې تر بل هر چا ډېر بد راځي .
دا هم بايد هېره نه کړو چي دغه سقوي عناصر د هیواد په شمال کي اوس عامو خلکو پېژندلي دي، صرف يو شمېر لنډغر يې د څه پيسو په مقابل کي تر شا په درواغو ولاړ دي او چي د رښتيا ميدان راسي هغوی هم نه ورسره درېږي.
زما په نظر که طالبان د سولي خبري د همدغه ۲۱ کسيز پلاوي سره د بنديانو تر خوشي کولو وروسته پيل کړي او په مدار مدار د هيواد نورو ډېرو غمخورو او ښو ولسي شخصيتونو ته د سولي په خبرو کي د ګډون او مشورو موقع ورکړي د دغو عناصرو او نورو ډېرو ملي خاينينو اغېز به ډېر پيکه او بابېز سي او د سولي په خبرو کي به د اسلامي عدالت د واکمنۍ ټينګولو ته لار اواره سي. ان شاء الله !

س.ګ.

غنی او عبد الله صاحب ته!!! یو متل دی چه وایی ((کامه اوبو یو ړه بیړاګان لا خبر ندی )) په دنیاکی سیلاب روان دی خلک د تباهی سره مخامخ دی دا سیلاب د ارک او سپیدار ماڼی خواته را نږدی دی بیدار شی د ارک او سپیدار نه وتښتی د تښتی ځای مو هم نشته چیرته به ځی ؟! زه بیخی تعجب کوم دا زمونږ مشران ځرنګه فکر او تحلیل لری دنیا د تباهی سره مخ ده دوی په چوکی او قدرت نه جوړیږی در حالیکه نه قدرت وجد لری او نه چوکی خدی ج دی دوی ته ور وښیی ډیر زر به پوه شی!!!!

Adam Khan

Dr Abdulla is wearing black COURTIGAK this time and it is not ironed. It looks like he is really angry.
He is going to do something

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close