شعـــــرونه

پرليکه مشاعره/ شفاعت ريحان

شفاعت ريحان

يادونه!
هغه بیتونه چې قافیه يې تکراري وه دلته مې نۀ دي را اخیستي، که وي هم سهوا به وي، قصدا نه،
خو کومو يارانو چې قافیه تکراري کار کړې وه هغوی مې هم يو مخ له ياده نۀ دي ايستلي، بلکې د هغوی بیتونه مې هم را يو ځای کړي دي او په لومړي کمینټ کې ستاسو د لوستلو په هيله پراته دي.
درنښت

تېر ماښام د محترم ورور سید درمل په لاندې بیت مشاعره پيل شوه

(سترګې شوې اوبۀ اوبۀ او زړۀ خاورې
ستا تصویر ته شومه په کاتۀ خاورې)

نۀ کيږي غربت په سراخيستى يم
خورمه دخپل کورد ديوالۀ خاورې
عبدالقیوم افتاب

نۀ کړم نور د ميني ژوند مزه نۀ کړي
وسومه بې اوره دا پر څۀ خاورې؟
طاهر اسرار

ستا د بېلتانه په درد رنځور یمه
مات شومه پر ملا درپسې زه خاورې
دردمن صبري

زړه ته د جانان مي لاره و نه کړه
پور مي کړې و سترګو ته د پله خاورې
عبدالله ستوری

شولې مې لیمې، باڼه ،زړګی ګرانه
ستا په تګ او ستا په بېلتانۀ خاورې
عمر خالد غزنوي

خدای دې د درمل په چم راستون کړه بیا
شوه په انتظار درته باڼه خاورې
سید درمل

مه کړه د رقیب په قول مه کوه
کړې به بیګانۍ کړې وعده خاورې
حضرت صدیق

اخ که مي له سترګو نه فناه شولې
باد به کړم اشنا په ګریوانه خاورې
حافظ شهامت

زه به ګور ته ځمه له ګیلو سره
هر ارمان مې شو په ژوندانۀ خاورې
شعیب عربزی

ژونده تا نه څه مزه موږ واخیسته؟
در په دره شوله پښتانه خاورې
محمد اسحاق تمیم

مينه مې د زړه ده ګله تا سره
ستا په عشق کي شولو مې هر څه خاورې
محمد عبدالله

دومره مې له زړه درسره مینه ده
ستا له قدم اخمله رانجه خاورې
الشیخ نوبهار همت

ستا فراق دې حال ته رسولی یم
نن مې هم پرتې دي په مړ زړه خاورې
مبین

اوس مې هم پر زړه باندې را اوري تل
ستا د خړ مزار ستا د کاله خاورې
الفت جان

خدایه په وطن کی مو نور امن کړې
شو پکې رمه، شپونکی، راغه خاورې
عادل افغان

خدای دي بیا راستون کړه د سنګر غازي
کفر ته به ورکړو پر دا خوله خاورې
بدري وقاد

ته به هم ګواه یې چې قربان مې کړه
ستره بادشاهي تر میلمانه خاورې!
شهاب حقاني

ما به دې د هجر په اور نه سوځې
ما باندې به نه اړوې نه خاورې
عزیز الرحمن ﺍﯾﺎﺱ

اخ له خړ سنګره چې راستون شې ته
خوند کوي دا ستا په تور ویښته خاورې
مسرور غزنوي

زړۀ کې مې د تورو وینو ډنډ جوړ وو
ما چې اړولې اخ پر ده خاورې
منصور حقاني

خدایه! کاش چې ستا لۀ دین نه ځار شمه
ستا خواږۀ دیدن پسې شم زۀ خاورې
منصور درمان

نه مې وو نصیب کې ستا دیدن یاره
ځکه مي شوې سترګې او کاتۀ خاورې
جنتي ملنګ

ژوند د بې وفا یادونو وخوړو
ګل غوندې ځوانې وه خو اوس شوه خاورې
محمد اکرم څرګند

دا مشاعرې مې ډیرې خوښې وې
څه وکړم اوس دې چې مې مازغه خاورې
سیدمحمود اجنبي

هغه قیصې پرېږده زړې شوې اوس
واړوه جانانه په هغه خاورې
نسیم منصور

زړه کي مي ښخ کړی د شهید غوندې
یاد به دي جانانه شي هیڅ نۀ خاورې
ياسین تسکین

یاره قرنطین یمه په خپل کور کې
شولو مې سینه کې یاره زړۀ خاورې
احمد کریم شهزاد

ټوله شپه يې ښکل کړم ورته ژاړمه
ځان سره ساتمه ستا د وره خاورې
مهاجر کابلی

راکړه لاس دې ياره نور جوړه ګرځو
شې به رقيبان پرې څومره ښۀ خاورې
شفیق الله رحماني

زخم ته مرحم د وصال پورې کړه
تويي کړه د درد په تنارۀ خاورې
شفاعت ریحان

دلته مو ځوانۍ قرباني شوې دي
دلته چې راځې نو ښکلوه خاورې
انعام الله سلطاني

څه دنګې ځوانۍ درته لوګی شولې
وه د جانان میني شوه وریته خاورې
مجیب الرحمان تسل

خدایه د جګړی لمنه ټوله کړې
لاړل کې برباد شول پښتانه خاورې
اوښکه درد

څو پورې چې کيږي مو ديدن سره
وا به وړي زما په ګرېوانۀ خاورې
اورنګ هجران

مه راګوره سم په غم ککړ دي کړم
خداى ج دي کړه کتل کاږۀ واږۀ خاورې
عید مرجان درمان

هغه لېوني ته خو ور وګورئ
توی یې کړې په سر لکه اوبۀ خاورې
خالد احسان

ستا تصویر ته ما په سلګو وژړل
لاس کې مې اشنا شوه اینه خاورې
محمود وقاص

زویه! زه دې اوس هم انتظار کوم
هر ورځ شیندم پر لمر خاتۀ خاورې
حمدالله فطرت

ځار شومه له دینه او ستا مینې کې
زۀ شوم په انګار درته پاخۀ خاورې
حامد حماسي

زه چې شهید یار پسې خفه شمه
ور شمه کړم ښکل یې د قبرۀ خاورې
جاوید بلال

ما دې فراقت کې دومره و ژړل
شولې مې په تاپسې لیمه خاورې
سجاد جرس

ما مې د اسلام او وطن مینه کې
لاس کې کړې ولچک او زولانۀ خاورې
حماد جانان

ستا جادوګري سترګو خوړلی یم
وګوره چې خاورې یم که نه خاورې
هارون

هیڅ دي په وعدو بېرته راستون نه شوې
نۀ کوم یقین ستا بهانۀ خاورې
کفایت الله ملنګزېب

دې وطن کښي مه اخله نامه د ژوند
دلته ځوانان څه چي شول واړه خاورې
مسجون جانان

خاورو سره خاورې شه طالب اشنا
زر به شې مرجان به شې دا تۀ خاورې
نصرت الله وفا

ګله راته څنډ وهه بیمارې دي
سترګو ته مې ستا د اوربله خاورې
سبحان الله سبحاني

ګوره د دنيا په ژوند دوكه نه شې
ګل ځوانان لحد کې دي پراته خاورې
ګلاب بهار

نور په هیواد سوله امنیت غواړو
واړوئ په غشي او لینده خاورې
حمزه حسیني

ستا یاد مي د شپې خوبونه وړي وي
باد کړمه پر سر تر لمرخاته خاورې
مل غني خېل

تور زلفان دې خاورې مه شه واه یاره!
څنډ چې ورکې باد کړي عجیبه خاورې
اسد صارم

خوب مې دی ليدلی خدای دې خیر کړي
توی مې شي د ژوند په کرونده خاورې
ریحان وردګ

اور مې تل په خولۀ کښې وي نيولې يار
زۀ پرې شم لمبه ايره، ايره خاورې
افکار

څنګه دې په پټه خوله رخصت واخیست
ژوند شو بې مانا راته سپېره، خاورې
عصمت پاچا

دا وطن په سرو اورو سوځلی دی
دا وطن ترخه لري خواږه خاورې
محمد امین زرګر

دلته د یو مور بس دوه زامن وله
اخ په یوه ورځ یې کړه دواړه خاورې
حافظ سجاد

کله کله ووایم چی را به شي
نۀ مې لوېږي زړه ته ستا راتله خاورې
امین شاه

زه دې د يادونو سره شپې کوم
ته مې اړوې په ارمانه خاورې
محسني افغان

زړونه هغه زړه ته سلامي کوي
کوم زړه چې شي خدای ته په سجده خاورې
عبدالمنان افغان

تا به یې چي سیوري ته دمه کړله
څانګي شوې د هغه چناره خاورې
زاهد پکتیاوال

اوس دې اربکيان ښار کې ډاډه ګرځي
واوښتې د نر په رخساره خاورې
احمدالله نثار

زه ضیاء یې تل په جیب کې ګرځوم
دا مې دي د یار د قَدَمَهْ خاورې
ضیاء الحق ضیاء

یار یې لکه ګل راته ساتلی وو
ډېري راته ګراني وې د غرۀ خاورې
سپین سړی

دا سلسله رسي تر ادم پوري
تا چې ډېر ګلونه کړل راشنۀ خاوري
ثاقب خپلواک

خوار دې انقلاب کړم در په در یې کړم
خورمه د ډوډۍ په ځای واښه، خاورې
بشارت بهیج

مابه درته ویلو مینه مه کوه
اوس نو دې په سر باندې شینده خاورې
هارون فاتح

باد کړې لېوني په سر بيا دومره چې
کړي به يې غوږونه ورکاڼه خاورې
عمر عمري

زما چې دې ژوندون کې قدر نه کاوه
اوس دې نو په سر مه بادوه خاورې
ساجد غزنوي

شګې شګې الوځم په هجر کښې
شم به د وصال په بارانه خاورې
حیران مداخېل

دا زمونږه خپل بد عملونه دي
اوري ځکه پاس له اسمانه خاورې
سعید رحیمي

خاورې، خاورې، خاورې یې درلیږمه
واموخلئ سلام له زندانه خاورې
مطیع الله غروال

داسې که یو بل ته په کمین کې وو
تل به مو خرڅیږي د نیکه خاورې
محمد طاهر لاروی

مړ به شم درځم به تاته زه خاورې
کړمه اسویلې ساړه ساړه خاورې
اسلام جان فدا

زه به درنه خپل ژوندون قربان کړم اې
زما د وطن ښکلې او ښايسته خاورې
لایق شینواری

هسې نه جانان پسې را غږ کړمه
ما باندې امبار کړئ یو په دوه خاورې
حیدري خوستی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx