
اشرف غني د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته نوماند او هرات ولایت ته نوی والي معرفي کړ
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ وری، ۱۳۹۹ل): که څه هم تر اوسه په ارګ کې د دوه ولسمشرانو اشرف غني او عبدالله تر منځ سیاسي شخړه نه ده هواره شوې، اشرف غني د خپلې کابینې یو بل غړی ټاکلی او هرات ته یې نوی والي معرفي کړی دی.
د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د بامیانو پخوانی والي طاهر زهیر د اطلاعاتو او کلتور وزارت د وزیر په توګه نوماند اعلان شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د اساسي قانون د څلور شپېتمې مادې د ۱۱ فقرې د حکم پر اساس، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د نوماند په توګه د محترم محمد طاهر زهیر ټاکل او معرفي منظور ده.»
طاهر زهیر تر دې وړاندې د بامیانو والي، په ولسي جرګه کې د سمنګان ولایت نماینده، په بامیان ولایت کې د ۳۴ فرقې قومندان تیر شوی دی.
په یوه بل حکم کې اشرف غني سید عبدالوحید قتالي د هرات د نوي والي په توګه معرفي شو.
قتالي ددې تر مخه د هرات ولایتي شورا مشر، د هرات ښاروال، د ریاست جمهوري د اداره امور عمومي رئیس، د ملي امنیت شورا سیاسي او ولسي معاون په حیث دندې تر سره کړي دي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندي اشرف غني شاکر کارګر د ولسمشر د دفتر د رییس، عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت د سرپرست او داوود سلطانزوی د کابل د ښاروال په حیث ګمارلي وه.