ټولنیزه برخه

قرنطين!

حشمت الله همت

ته ځان قرنطین کړه!

تا ته؛ خو قرنطین څه سخته خبره نه ده.

په یو بانک کې د ډالرو اکاونټ لرې او په بل بانک کې د افغانیو.

څو پوړیزه کور، پراخ باغ او پارک، د اوبو فواره، پراخه حجره، وایفای، آنلاین بنډار، لوی سکرین او ماهواره، لېپ ټاپ او ډېسټاپ کمپیوټرونه دې په واک کې دي.

تاته قرنطین څه سخته ده!؟

وچې او تازه مېوې، تور او شین چای، مختلف ډوله سرې کړې غوښې، ډول ډول انرژيانې درته رسېږي.

نوی ماډل موټر او د حفظ الصحې غوره توکي لرې او د ژوند ټولې اسانتیاوې درته برابرې دي.

قرنطین خو ماته سخته ده، چې:

سهار وخورم غرمې ته په سوچ کې یم، غرمه په نیمه ګېډه څه خورم او پاتې برخه یې شپې ته پرېږدم، چې د شپې چاره وشي؛ نو سبا ورځ په لوږه تېره کړم.

قرنطین خو ماته سخته ده، چې:

سپوره ډوډۍ له ستوني د اوبو په زور تېرووم.

قرنطین خو زما د ګاونډ کونډې مور ته سخته ده، چې:

په یوه کوټه کې، چې د کړکیو له سوریو یې د کبرا ما په څېر د باد شرهار خوب ته نه پرېږدي او د خپلو یتیمو کوچنیانو سر ته کرۍ شپه ويښه ناسته وي.

قرنطین خو ماته سخته ده، چې:

کوچنیان مې د اغوستلو لپاره جامې نلري؛ نو ماسک او دست کشې به له کومه کړي.

پاکې اوبه ایله دومره وي، چې خپله یې وڅښوو.

شامپو او صابون مونږ ته تر ټولو قیمتي څېزونه دي، مونږ ایله د خېټې چاره کوو.

زما بدن به د ناروغۍ پر وړاندې څه مقاومت ولري، له چای او سپورې ډوډۍ څخه به څه تغذیه شي.

ما کرونا نه وژني، ما ځان خپل رب ته سپارلی او په هغه ذات مې توکل دی، چې زما ژوند او مرګ د هغه ستر ذات په واک کې دی.

ما مې د یتیمو کوچنیانو هغه زګېروي او ژړا وژني، چې له خپلې کونډې/ بې وسې مور څخه خواړه غواړي.

ما مې د تي خورې کوچنۍ یتیمې هغه غږ وژني، چې په ژړا کې رانه تی غواړي؛ خو د څو ورځو نهاره مور په سینه کې به تی له کومه شي.

زه او کوچنیان مې له دې ژونده په مرګ سل ځله راضي یو.

دلته انسانیت کډه کړې، مونږ دلته ژوند نشو کولی.

ژوند؛ خو ستاسو دی تاسو ژوند وکړئ!

مونږ ته مرګ غوره دی، لږ تر لږه د یتیمو کوچنیانو له ژړا او زګېرویو خو به مو غوږونه آرامه شي او آرام خوب به وکړئ.

ما کرونا جدي نه نیسي، زه غربت جدي نیولی یم.

کرونا تاسو جدي ونیسئ او خپلې روغتیا ته مو پام وکړئ، چې دا بنګلې، مارکېټونه، موټرې او اکاونټونه مو درڅخه پاتې نشي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close