شعـــــرونه

د حسن فرشته/ تپاند زهاد

تپاند زُهاد

زما سترګې زما لیمه یې طالب جانه
ته د حسن فرشته یې طالب جانه

هیرول دې نا ممکن دي د زړه سره
زما په زړه کې نوشته یې طالب جانه

چې ته نه یې دا نړۍ دې هم چپه وي
د نړۍ د سر سایه یې طالب جانه

زما د فکر په کیمره کې تل راګرځې
لکه روح مې راسره یې طالب جانه

ستا په حسن مې زړګی دی مین شوی
ته تسل  زما د زړه یې طالب جانه

و ښکلا ته دې ګلان ګوته په غاښ دي
د سپرلي خوږه وږمه یې طالب جانه

ته عسل یې ته شیرین یې ته ګلاب یې
ته د میني فلسفه یې طالب جانه

بې لتا یوه شیبه د ژوند نه غواړم
د تپاند زُهاد هر څه یې طالب جانه

تپاندزُهاد

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close