
شاعر ته الهام
سيد عبيدالله نادر
شاعر ته ښه ده، چې هــجران وویني
یا د وطــــن یا د جـانان ووینـــــــــي
جوړ له انســــانه شي دریاب د عـلم
چې محرومیـت په دي جهــان وویني
په هر انســان کې دا د عجز نښه ده
چې کم له ټولو نه خـپل ځـــان وویني
د ژوند په قدر هم هــــغوي پوهــیږي
چې یا تنګـــسه او یا زندان ووینــي
د شـاعر شــــــعر هم غـځونې وکړي
چې په فریاد کــــــې بلبـلان وویـني
د زړه احسـاس باندی ځوریږي هله
چې په ماحـــول کې بیدردان وویني
په تصور ورته الـــهام شي د شــــعر
چې ښـکلی مخ د خپل جــانان وویني