ټولنیزه برخه

ځواکمن اوسئ او له ننګونو سمه استفاده وکړئ

محمد «عاطف»

بشريت د خپل ژوند له سختو ورځو تېرېږي، د کرونا وایروس په نړۍ داسې تورې وزرې غوړولي دي چې له ټولو يې لاره ورکه کړې ده، دې وخت کې مسلمان د الله تعالی لور ته متوجه کېږي او دا آیت وريادېږي چې: (نو كله چې دوى ته زمونږ عذاب راغى، دوى ولې عاجزي ونه كړه (تر څو له دې عذاب نجات ومومي) لېكن د دوى زړونه سخت شوي وو او شیطان دوى ته د دوى هغه عملونه ښايسته كړي وو چې دوى كول)( الانعام: 43)

د ټکنالوژۍ او اطلاعاتو په دې زمانه کې انسان خپل رب هېر کړ او په خپلې ټکنالوژۍ او توان دومره مغرور شو چې فکر یې وکړ د آینده په اړه به یواځې زه پرېکړه کوم او هماغه به کېږي چې زه یې وایم، خو له دې غافل ؤ، چې الله داسې سنت لري چې کله د انسان غفلت له حده واوړي نو بيا ورته یو خبرداری ورکوي او حالات یې له کنټروله وباسي تر څو انسان ته خپله کمزوري او عاجزي ورياده کړي.

او له بې شمېره نعمتونو څخه دا هم د الله تعالی یو ستر نعمت دی، چې د انسان په ژوند کې داسې حالات او پېښې راولي، چې غافل انسان را ویښ کړي، له دې پېښو څخه ځيني د انسان د بیدارۍ لپاره، ځيني د ملتونو د بیدارۍ لپاره او ځيني نورې یې بیا د ټول بشريت د بیدارۍ لپاره وي، د دې ټولو پېښو او حوادثو دروندوالی د انسان د غفلت په اندازه وي او هرڅومره چې انسان ډېر غافل وي په هماغه اندازه حوادث او پېښې هم درنې وي. بلې د رب سنت د ملتونو په عروج او زوال کې دي، چې شخصيتونه، ملتونه او تمدنونه پکې تر ازمېښت لاندې نيول کېږي.

د رب سنت همداسې دي چې انسان ته وخت ورکړل شي خو دا وخت ورکول هېڅکله په دې معنی دی چې کړنې یې هېرې کړی شي او پوښتنه به ترې ونه شي، که ظالم او جابر ځواکونه په ځينو ملتونو ظلم او جبر وکړي او په خپل ظلم او طغيان مغرور شي هېڅکله به بې حسابه او محاسبې پاتې نه شي، او الله تعالی خو وعده کړې ده، چې «وعزتی وجلالی لأنصرنک ولو بعد حین»[1] په خپل عزت او جلال قسم چې مرسته به دې کوم اګر که يو څه وخت ونيسي.

له بل لوري انسانان بايد د ژوند دې ستر پيټي په پورته کولو کې له یو بل سره همکار او يو پر بل رحم وکړي، کله هم چې ځيني په دې نړۍ او ژوند د الهي حاکمو قوانينو او فرمانونو څخه سرغړونه وکړي باید دا نور يې متوجه او سمې لارې ته یې برابر کړي، ځکه الله تعالی په هغه ټولنه رحم او مهرباني کوي، چې د خپل همنوع په وړاندې د مسؤولیت احساس کوي:

«وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ» { التوبة71}.

او مؤمن سړي او مؤمنې ښځې د دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي، دوى د نېكۍ حكم كوي او له بدۍ نه منع كوي او لمونځ قايموي او زكات وركوي او د الله او د هغه د رسول اطاعت كوي، دغه كسان (چې دي) ضرور به الله په دوى رحم وكړي، بېشكه الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى (71)

خو کله چې انسان دا مسؤولیت احساس نه کړي او سرغړونه ترې وکړي او هېر یې کړي، نو بيا الله تعالی یواځې ظالم قوم ته جزا نه ورکوي او تر ازمېښت لاندې يې نه ر اولي، بلکې هغه بیا ډېر پراخ او ډېر خلک په خپله غېږه کې را نغاړي: وَاتَّقُوا فِتْنَةً لَا تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْكُمْ خَاصَّةً (الانفال: 25) او تاسو له هغې فتنې نه ځان وساتئ چې په تاسو كې به يواځې خاص ظالمانو ته نه رسېږي او پوه شئ چې بېشكه الله ډېر سخت عذاب وا لا دى.

يوځل پېغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمايل: : «بادِروا بالأعمالِ سبعًا: هل تنظرون إلا فقرًا مُنسِيًا، أو غنًى مُطغِيًا، أو مرضًا مُفسِدًا، أو هرَمًا مُفنِّدًا أو موتًا مُجهِزًا، أو الدَّجَّالَ فشرٌّ غائبٌ يُنتَظرُ، أو السَّاعةُ فالسَّاعةُ أدهى وأمرُّ»[2]؛

ایا منتظر یئ چې مخکی له دی نه چې اووه شیان راښکاره شي نیکیو ته مټې بډ وهئ؟ – آیا تاسې انتظار باسئ مګر- :۱- د داسې فقر چې د الله عبادت هېرولو ته مو اړکړي ۲- هغه ثروت او دارایې چې انسان مغروره کوي ۳- هغه مرض چی بدن مو خراب کړي۴- زړښت چی تاسی ضعیفه او ناتوانه کړي ۵- او مرګ چی له منځه مو یوسي۶- یا دجال چی تر ټولو بدترین عذاب دی چی انتظار یې باسو ۷- او یا قیامت چې لوی امتحان او تریخ عذاب دی

بلې! د پېښې غم باید له پېښېدو مخکې و خوړل شي او کله چې سختي او مصيبت راغی او انسان په ستونزو او مصيبتونو کې ونښت نو بیا بایدد خپل رب غوښتنو ته لبيک ووايي او د هغه لور ته ور وځغلي ففروا إلی الله .. نو د الله لوري ته وروځغلئ، و«وَسَارِعُواْ إِلَى مَغْفِرَهٍ مِّن رَّبِّکُمْ وَجَنَّهٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِینَ» { آل عمران۱۳۳}.

او تاسو له یو بل نه تلوار كوئ هغه (مغفرت) بښنې ته چې د خپل رب له جانبه ده او داسې جنت ته چې د هغه پلن والى د اسمانونو او د ځمكې (په اندازه) دى، د پرهېزګارانو لپاره تیار كړى شوى دى (133)

او بلاګانې او مصيبتونه په خپلو همنوعانو د صدقې او له هغوی سره په همکارۍ دفع کړئ، «إن الصدقة لتطفئ غضب الرب، وتدفع ميتة السوء‏»[3] او صدقه د رب غوسه سړوي او انسان په بد مرګ له مړه کېدو ژغوري.

ددې ټولو خبرو سره سره چې پورته یې يادونه وشوه د دعوت لارويان بايد خپل شخصي، کورني او ټولنيز ژوند ته یو ځل دوباره کتنه وکړي او له یوې نوې ژمنې سره خپل مسؤوليتونه يوځل بیا وپېژني او لاندې ټکو ته پام و کړي.

الف- په فردي اړخ کې:

· فردي عبادتونو لکه فرضي او نفلي لمونځونه (قيام اليل او نور..) د زکات ورکه، د بېوزلو او په ځانګړي توګه د خپلو ناتوانه نزدې خپلوانو په وړاندې د مسؤولیت احساس چې د هغوی لاسنوی وکړي تر څو نورو خلکو ته د سوال لاس اوږد نه کړي چې آبرو او ژوند یې په خطر کې پرېنوزي.

· مأثوراتو او په ځانګړي وختونو کې ځانګړې دعا هېرې نشي او خاص پام ورته وشي.

· شخصي نظافت او پاکۍ ته پاملرنه (د لاسونو وينځل او د مکروب ضد مایع کارول)، بيروبار لرونکو ځایونو ته له تګ ډډه کول، او همدا ډول د پرنجي او ټوخي پرمهال نبوي سنتو عملي کول.

· تزکيوي برنامو عبادتونو او ځانګړو وختونو کې ځانګړي عملونو ته خاصه پاملرنه.

· توبې او استغفار ته ډېره پاملرنه کول ځکه همدا د ټولو دردونو آراموونکي دي.

ب- په کورني اړخ کې:

· ټوليز تزکيوي برنامې؛ لکه: د کورنۍ سره یوځای قيام اليل او یوځای په ګډه دعا ګانې.

· د کتاب لوستل او د ځينو خاصو موضوعاتو په ځانګړي ډول خدای پېژندنې، سيرت او اسلام پېژندنې په موضوعاتو کې مناقشې او بحثونه چې دا زمونږ او ستاسې د کورنۍ له مهمو اړتیاو څخه دي.

· مختلفې الکترونکي برنامې چې د کورنۍ د فکر او ایمان د ځواکمنتيا لپاره ګټورې وي.

· د کورنۍ خوراک، څښاک او پوښاک ته ځانګړې پاملرنه.

ج- ټولنه:

· د ټولنې هر فرد هغه وخت د ډاډ او اطمینان احساس کوي، چې له ټولنې سره یوځای له هر ډول اندېښنو پرته ژوند ولري، نو ځکه د روغتيايي او غذايي اړخه د خپل کلي او کوڅې له خلکو ځان خبر کړئ، او په سخت وخت کې يې یا خپله مرستې ته ور ودانګئ او یا هم يې په اړه اړوندې مرجع خبرې کړئ.

· اوونيزو تربيتي ناستو ته ځانګړې پاملرنه وکړئ او د خپلو درسو له ټولو شریکانو سره په اړيکه کې اوسئ او یو بل ته ایماني یادونو څخه مستفيد شئ.

· د اړتيا پرمهال د احساس، ایما او له کرونا سره د مبارزې له اتحاد سره د لوږې او مرضونو سره په مبارزه کې همکاري وکړئ او د ځان او کورنۍ روغتيا او پاکۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړئ.

په پای کې الله تعالی نه ددې ټولنيزې مصيبت د لرې کېدو لپاره لاسونه لپه کوم او له سياستوالو نه غواړم چې نور دې سياسي کرونا ته هم د پای ټکی کېږدي تر څو د دې نړيوال مصيبت نه وروسته له دې نا امنۍ او جنګ څخه هم خلاص شو.

وما ذلک علی الله بعزیز

ــــــــــــــ

[1] رواه الطبراني والضياء عن خزيمة بن ثابت كما في صحيح الجامع رقم: 117.

[2] رواه الترمذی وقال حدیث حسن.

[3] رواه الترمذی

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close