افغانستان

طالبانو د ازبکستان د وارداتي برېښنا د تارونو جوړولو اجازه ورکړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ وری، ۱۳۹۹ل): تېره شپه پاوکم لس بجې د ازبکستان وارداتي برېښنا تار پرې شوی او د کابل ښار پراخي سیمې په تاریکه کې ډوبي شوي دي.

د برېښنا ریاست وایی چې دغه تار په بغلان ولایت کې د پلخمري ښار څخه په ۳۶ کیلومترۍ کې قطع شویدی چې له امله یې د کابل په شمول د ټولو هغو ولایتونو برېښنا تللي دي چې له دغې برېښنا څخه استفاده کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته وویل چې تېر کال دغه تارونه سم نه وه رغول شوي چې له امله یې تېره شپه د هوا د خرابۍ له امله یو تار پرې شو.

د نوموړي په وینا، مونږ د برېښنا ریاست تخنیکي او مسلکي کسانو ته اجازه ورکړې تر څو سیمې ته راسي او تار بیرته جوړ کړي، خو د کابل اداره د یوه نظامي کاروان سره سیمې ته راتګ غواړي.

مجاهد وویل که د برېښنا ریاست تخنیکي پرسونل راځي او کار کوي، مونږ ورسره هیڅ مشکل نه لرو، مونږ نه غواړو چې په کابل کې د کرونا وایرس له وجې قرنطین شوي ملکیان نور هم د ستونزو سره مخ شي.

ددې تر مخه د برېښنا ریاست ویاند وحید الله توحیدي رسنیو ته ویلي وه چې د ازبکستان وارداتي برېښنا د جګړې له امله پرې شوې ده.
نوموړي تور پوري کړی وو چې طالبان اجازه نه ورکوي تر څو د برېښنا ریاست کارکوونکي برېښنا دوهم ځلې وصل کړي. خو مجاهد د نوموړي خبرې رد او له خپل اړخه د اجازې اطمینان ورکړ.

ټاګونه
ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Seaad

دا بدبخته چې نور ده ملت خطاء اېستلو ته پرېنږدوئ
دوئ ډېر دروغ ملت ته ووېل
الله ج
ملت ترې خلاص کړئ
له طالېبانو مننه کوه چې ده ملت ده تکلېف احساس ورسره سته

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close