نظــر

د اوربند او سولې په مخ کې پراته خنډونه او حل لاره

لیکوال: عبدالرحمن

وروسته تر هغه چې د تېر کال حوت میاشتې پر لسمه نیټه په قطر کې د امریکا او افغانستان اسلامي امارت (چې امریکا یې په رسمیت نه پيژني) توافقنامه لاسلیک سوه، په افغانستان کې ددې امیدونه ډیر زیات سول چې بهرنیان به نور افغانان پر کراره پریږدي، خپلې بسترې به ټولوي او د افغانستان څخه به پښې سپکوي. په افغانستان کې به د بین الافغاني مذاکراتو پر لور قدمونه اخیستل کیږي، بندیان به ازادیږي او د توافقنامې د امضا لس ورځې وروسته یعني د حوت پر شلمه نیټه به بین الافغاني مذاکرات پیلیږي. په بین الافغاني مذاکراتو کې به د اوربند په شمول د افغانستان د راتلونکي حکومت، اساسي قانون وغیره په اړه بحث کیږي، او افغانان به بالاخیره د سولې او یووالي په فضا کې په خپل وطن کې د سکون ساه اخلي.

خو حالات تر ډیره ددې توقعاتو برعکس روان دي؛ د توافق وروسته جګړه په کراره کراره مخ پر پراخېدو ده او سربېره پر هغه ټوله نړۍ د کرونا وبا پر سر اخیستې چې له وجې یې په افغانستان کې د جګړې او سولې بحثونه هم شاته غورځېدلې دي. په افغانستان کې یو لوی صحي او اقتصادي بحران اټکل سوی دی.

په دې لیکنه کې به پر لاندي موضوعاتو باندي بحث وکړو :

۱- د توافقنامې تر مخه د یوې اونۍ لپاره اورکم.

۲- د امریکا او اسلامي امارت تر منځ توافقنامې لاسلیک او په توافقنامه کې عملیاتي او امنیتي برخه.

۳- اوسني حالات

۴- حل لاره

اورکم:

وروسته تر هغه چې د امریکا او طالبانو تر منځ د ټرمپ د ټویټ له وجې مذاکرات لغوه اعلان سول، دواړو جهتونو څه باندي دوه میاشتې وروسته لومړني تماسونه پیل کړل او خلیلزاد په لومړي ځل د مذاکراتو لغوه کېدو وروسته په اسلام اباد کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخوند او ټیم سره ولیدل. هلته پر دې خبره ټینګار وسو چې ویل کیږي طالبان پخپلو لیکو کنترول نلري، په دړی کې اختلاف دی نود خپل واک د ثابتولو او د ټرمپ د پریکړي بدلولو لپاره لازمي ده چې طالبان یو ځل بیا په افغانستان کې امریکا او نړیوالو ته خپل د کنټرول ننداره وړاندي کړي او یو ځل بیا اوربند وکړي. که اوربند ممکن نه وي، نو اورکم یا د تاوتریخوالي کمښت دي اعلان کړي.طالبانو په پيل کې دا رد کړه او له هغه راهیسي ددواړو اړخونو تر منځ رسمي تماسونه یو ځل بیا پيل سول او تر قطر هیواد پوري ورسیدل چېري چې د مسلسلو ملاقاتونو وروسته بالاخیره پر دې توافق وسو چې لومړی به انس حقاني، حافظ رشید او حاجي مالي خان تبادله په بهرنیو اسیرانو کیږي او وروسته به اقلا د یوې اونۍ لپاره طالبان د تاوتریخوالي کمښت اعلانوي او د امریکا په شمول نړۍ ته به دا ښيي چې دوی کولای سي چې هغه توافقنامه چې دوی یې د امریکا سره امضا کوي، په خپلو ساحو کې عملي کړي.

د تبادلې پر مهال بیا هم طالبان وتوانېدل چې په ښارونو کې د ۲۴ ساعتونو لپاره اوربند تطبیق کړي او هم په درو ولایتونو کې دفاعي حالت اختیار کړي.

د تبادلې وروسته یو ځل بیا امیدونه زیات سول چې طالبان د ۲۴ ساعتونو پر ځای زیات اورکم (تاوتریخوالي کمښت) وکړي او ورسره د خلیلزاد او طالبانو تر منځ بحثونه پيل سول چې بالاخیره د یوې اونۍ په توافق پایته ورسیدل.

طالبانو دغه یو اونیز اورکم ته د (مناسبې فضا) برابرولو نوم ورکاوه او په خپلو سیمو کې يې په بشپړه توګه عملیات ودرول خو څنګه چې دا اورکم و، بیا یې هم دفاعي عملیات جاري وساتل او اجازه یې نه ورکوله چې د اورکم څخه په استفادې افغان حکومت خپل محاصره ځواکونو ته اکمالات وکړي او یا محاصره ماته کړي.

هغه توافقات چې د امریکا او طالبانو تر منځ د اورکم په اړه سوي وه خورا مهم دي، چې مونږ په لاندي ټکو کې ورته اشاره کوو:

د اورکم نیټه او موده:

د امریکا او طالبانو تر منځ په تفاهم لیک کې اساسي ټکي دا وه چې د تاوتریخوالي کمولو موده به یوه اونۍ وي، چې د ۳ حوت ۱۳۹۸ هجري شمسي (۲۲ فبروري ۲۰۲۰) د افغانستان په وخت د ۱۲:۰۱ بجو څخه پلیږي او د ۱۰ حوت ۱۳۹۸ هجري شمسي (۲۹ فبروري ۲۰۲۰) تر ۱۲:۰۱ پوري به دوام کوي.

طبعا له دې وروسته به د طالبانو او امریکایانو تر منځ پر لاسلیک سوې توافقنامې باندي عمل پیلیږي او په هغه توافقنامه کې بیا د عملیاتو او جګړې لپاره ځانګړې مادې موجودي دي چې وروسته به بحث باندي وکړو.

په اورکم کې سوې ژمني:

د اورکم په تفاهم لیک کې امریکا د ایتلافي ځواکونو او افغان امنیتي ځواکونو په استازیتوب ټولې ۱۳ ژمنې کړي او طالبانو ۱۶ ژمني کړي وې، چې د امریکا ژمني په لاندي ډول دي:

امریکا او ایتلافي ځواکونه به: ۱-ډرون بریدونه نه کوي، ۲-هوايي بمبارۍ به نه کوي، ۳- تهاجمي عملیات به نه کوي، ۴- چاپې به نه وي، ۵- د هاوان او راکټي بریدونه به نه کوي، ۶- د میزایلو بریدونه به نه کوي، همداسي داخلي امنیتي ځواکونه به: ۷- ډرون بریدونه نه کوي، ۸- هوايي بریدونه به نه کوي، ۹- تهاجمي عملیات به نه کوي، ۱۰-چاپې به نه وي، ۱۱- هوان او راکټي بریدونه به نه کوي، ۱۲- میزایل بریدونه به نه کوي، ۱۳- او د طالبانو پر مرکزونو به بریدونه نه کوي.
دا ټولې ژمنې ماده وار سوي دي.

د طالبانو ژمني:

۱- په کابل ښار کې به سرتیري بریدونه نه کوي، ۲- په کابل ښار کې به موټر بم چاودنې نه کوي، ۳- په کابل ښار کې به تهاجمي عملیات نه کوي، ۴- په کابل ښار کې به د راکټ او هاوان بریدونه نه کوي، ۵- د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې به سرتیري بریدونه نه کوي، ۶- د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې به د موټر بم چاودنې نه کوي. ۷- د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې به تهاجمي عملیات نه کوي، ۸- د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې به د راکټ او هاوان بریدونه نه کوي. ۹- د امریکا او ایتلاف پر اډو به سرتیري  بریدونه نه کوي. ۱۰-د امریکا او ایتلاف پر اډو به د موټر بم بریدونه نه کوي، ۱۱- د امریکا او ایتلاف پر اډو به تهاجمي عملیات نه کوي، ۱۲- د امریکا او ایتلاف پر اډو به د راکټ او هاوان بریدونه نه کوي. ۱۳- د داخلي امنیتي ځواکونو پر مرکزونو (غنډونو، فرقو، او قول اردوګانو) به سرتیري بریدونه نه کوي. ۱۴، د داخلي ځواکونو پر مرکزونو به د موټر بم بریدونه نه کوي. ۱۵- د داخلي امنیتي ځواکونو پر مرکزونو به تهاجمي عملیات نه کوي. ۱۶، د داخلي امنیتي ځواکونو پر مرکزونو به د راکټ او هاوان بریدونه نه کوي.

د ټولو جهتونو مشترکې ژمنې:

  • ټول جهتونه به د ملکي تلفاتو مخنیوی کوي.
  • ټول جهتونه ژمنه کوي چې د ملکیانو، بشري چارو، سوداګریزو او اقتصادي چارو تګ راتګ به نه محدودوي.
  • ټول جهتونه به د رسنیو سره داسي پيغامونه نه شریکوي چې ددې تفاهم لیک تطبیق ته زیان رسولای سي.
  • تر ټولو مهم یې دا ژمنه ده چې دغه تفاهم لیک فقط د ۷ ورځو لپاره دی، په اتمه ورځ به توافقنامه لاسلیک کیږي، له هغه وروسته دغه تفاهم لیک د اعتبار وړ نه دی او د توافقنامې پر متن او ضمائمو به عمل شروع کیږي.

دا هغه توافقات دي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د توافقنامې تر لاسلیک مخکې سوي او په واضحه توګه یې په سر او پای کې لیکل سوي چې دا تفاهم لیک د یوې اونۍ لپاره دی او له هغه وروسته به د توافقنامې پر مادو عمل کیږي.

د امریکا او طالبانو تر منځ توافقنامه:

د حوت پر لسمه نیټه (۲۹ فبروري ۲۰۲۰) د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ توافقنامه لاسلیک سوه چې د اورکم په تفاهم لیک کې هم ورته اشاره سوې ده او ویل سوي دي چې دغه د لاسلیک وروسته به دغه تفاهم لیک ختم او پر ځای به یې توافقنامه عملي کیږي.

په توافقنامه کې په امنیتي برخه کې مهم ټکي دادي چې امریکا او طالبان به یو پر بل مخامخ عملیات نه کوي، امریکا به بمبار نه کوي، چاپې به نه وي، ډرون بریدونه به نه کوي، میزایل، راکټ او هوان بریدونه به نه کوي، همداسي د کابل اداره به بمبارونه نه کوي، چاپې به نه وي، او داسي ښکاري چې تر اوسه امریکایان او طالبان دواړه د ټولو ستونزو سربېره په اوسني حالت خوښ دي او امریکایان په ځلونو په رسنیو کې ویلي چې د طالبانو له خوا تر اوسه د توافقنامې خلاف سرغړونه نه ده سوې. او طالبانو هم په رسمي او علني توګه کله شکایت نه دی کړی، که څه هم افغانان شاهدان دي چې ډیري سرغړوني کیږي او بمبارونه سوي دی چې له امله یې ملکیان وژل سوي دي، لکه په کندز ولایت کې چې تېره اونۍ پيښه رامنځته سوه.

اوسنی حالت:

ټاکل سوې وه چې د توافقنامې تر لاسلیک سمدستي وروسته د ۵۰۰۰ طالبانو بندیانو خلاصون پیل سي او بین الافغاني مذاکرات پیل سي او هلته د اوربند په ګډون پر نورو موضوعاتو بحث وسي، خو په کابل کې سیاسي اختلافات دې حد ته ورسیدل چې د حوت پر ۱۹مه اشرف غني او عبدالله هممهاله په ارګ او سپیدار ماڼۍ کې ځانونه ولسمشران اعلان کړل او هر یوه ځان د انتخاباتو ګټونکی وباله، هغه انتخابات چې د نړیوالو په شاهدي د څلویښت ملیونه نفوس څخه تر یوه ملیون هم کمې رایې په کښي ثبت سوي وې او هغه هم اکثره په جعل کاري او درغلي باندي.

دا چې پر شلمه د حوت د سولې بین الافغاني مذاکراتو ته تمه وه، یوه ورځ وړاندي يې په کابل کې د ارګ څخه نړۍ ته د افغانستان دوه ولسمشران ور پيژندل کیږي، د ټولو افغانانو لپاره شرم باعث وه.

د دوو ولسمشرانو د موضوع د حل لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو راغی، دواړه یې سره کښېنول تر څو یوه حل ته ورسیږي خو بیرته ناکامه د افغانستان څخه ولاړ او په دوحه کې يې د طالبانو سره تر لیدو وروسته پر کابل یو ملیارد مرستې قطع کړې او د یوه ملیارد نورو کمولو ګواښ يې وکړ.

د امریکايي مرستو د قطع کېدو وروسته یو ځل بیا په کابل کې سیاست وال متحرک سول، اشرف غني د معصوم ستانکزي په مشري مذاکراتي ټیم اعلان کړ او عبدالله ته یې د سولې عالي شورا د مشرتوب وړاندیز وکړ. خو هغه رد کړ.

حل لاره:

د توافقاتو پر اساس زما په نظر عملي حل لاره به داسي وي:

۱. افغان حکومت باید ژر تر ژره د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان ایله کړي تر څو اعتماد سازي وسي او بین الافغاني مذاکرات ژر تر ژره پیل سي.

۲. طالبان هم باید ژر تر ژره د افغان حکومت اړوند بندیان ایله کړي .

۳. د بندیانو د ایله کېدو او حکومت جمعه سیاستوالو له لوري د یوه جامع مذاکراتي ټیم جوړېدو وروسته طالبان باید سمدستي هر ځای چې وي، خبرو ته را وړاندي سي .

۴.په مذاکراتو کې طالبان او حکومت باید د اسلامي اصولو په رڼاکی انعطاف پذیري وشي.

۵-باید ټول اړخونه دا درک کړی چی افغانان نور د سولې او سوکالۍ حق لري.

یوه خبره واضحه ده چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره ټولو افغانانو ته او په ځانګړي ډول سیاستوالو او طالبانو ته لوی او تاریخي قدمونه اخیستل په کار دي.

افغانانو ته سوله مهمه ده او سوله یوازي هغه وخت راتلای سي چې ټول اړخونه ، ټول افغانان یو بل سره ومني.

پای.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

دا خو ډیره ښه خبره ده چی سوله هغه وخت راتلای سی چی ټول اړخونه یوبل سره ومنی . ؟
خو هغه چی په خیانت ، غلامی ، فساد ، فحشا ، غلا ، منافقت او نورو رزیل او شیطانی اعمالو اخته سویوی هغه ته به ډیره به ستونزمنه وی چی موئمن ، مجاهد ، مخلص ، حیاناک ، سپیڅلی او د خپل خالق لار رویان ومنی او همدارنګه بر عکس .
منفی تفکرات ښه ندی خو دا خدای خوارکړی غلامان به سمه ونه منی ، دا د پردیو په زور او زر راغلی به آخر په زوره شړل کیږی .

علی محمد

آیا حزب اسلامی او طالبان یو هدف لری که بیله؟

جمیل

حزب کفری نظام(ډیموکراسی، انتخابات) او غلامی غواړی
طالبان الهی نظام(شریعت) او خپلواکی غواړی .

جمیل

په بخښنی سره ، د الهی نظام څخه می مطلب اسلامی نظام دی

مجاهد

حزب، جمیعت او اتحاد اسلامی په نوم د سوړجنګ ( خرڅ شوی ) ګوندونه د امریکا په غیږو کی ناست د غلامی اداری په غوچل کی یی درولی د ناتو او امریکا په اخورو د ناولتیاوو ارداوه خوری ، یواځی د ګلبدین د ساتنی د پاره د میاشتی یو میلون ډالره تادیه کیږی ، یعنی د کال ۱۲ میلونه دالره ، یواخی د هغه د ژغورنی د پاره دا چه د هغه خپل خرڅ او د هغو دندو چه ورسبارل شوی ( د ملیشو مشری ) څومره به وی والله اعلم
غنم د غنمو او جوار له جوارو سره پرتله کیدی شی.
پوښتنی :
۱ – پرون روسان کافر او نن امریکایان مسلمانان شول چه دوی ته په ډالرو معاش ورکوی ؟
۲ = نجیب کافر او غنی مسلمان دی
۳ – پرون اشغال ( بلواک )او نن خپلواک یو ؟
۴ – پرون مجاهدین او نن دهشتګر دی؟
او داسی نور او نور.
ګلبدین، سیاف، ربانی او نور له اولی هغه ورځی چه پشاور کی یی د سوړجنګ د غلامی تړون لاسلیک کړو یعنی جهاد په امریکایانو وپلورل شو له یوی مرجع ( امریکا ) تمویل او تجهیز کیدل او دوهم اشغال کی د حزب یوه برخه د اقتصاد وزیر ارغندیوال په مشری او داسی نورو چوکیو په ورکولو د کابل اداره کی او بله ډله یی د ګلبدین په مشری د طالبانو د ځپلو د پاره د مجاهدینو په نوم غرونو او دشتونو ته سوق شوه، مګر شعار به یی د امریکا ضد زمزمه کول. وخت ناوخت به امریکا یوه صحنه جوړه کړه چه انتحاری شوی او مسولیت به یی ګلبدین واخست هغه به هسی د امریکا له خوا بمی چاودنه وه هیڅ تلفات او خسارات به یی نه لرل سیمه به امریکایانو محاصره کړی وه څوک به یی ورپریښودل .
کله چه د حزب رشتونی مجاهدین د ګلبدین په دی کړنو بوه شول اسلام امارت ته وکوچیدل او ګلبدین بی مقتدیانو امام پاتی شو ، امریکا ورته اربکی ملیشی په واک کی ورکړی د اندړو په ولسوالی کی د حزبی قوماندان فیظان له خوا د اربکیانو لمړی جوپه د ( د ملی خوخښت ؟ ) په نوم اعلان او بیا ټول هیواد ته وغځیدله.
ګلبدین ( د اربکیانو مشر ) د امنیت نیولو له امله د باګرام بنګله او کورنی ته یی په اسلام ( مریی ) په ډیره محفوظه او عسکری سیمه کی بنګلی ورکړی وی او په مرمی ضد ګاړو او باډی ګاردانو سره به کابل او باګرام ته پښه ارتی کولو.
ګلبدین ، زامنو او که زومانو یی د اربکیانو له وسلو او معاشون د هیواد د نورو غلو به شان غلا کوله ، بی سوادو او به نشه توکو روږد شوو اربکیانو به په مظلوم ولسو د ټوپکو شپیلی برابری او ځانونه په زوره مړول تر دی چه ټول ملت د مجاهدینو سره ملګری شو ، اشغلګرو جبرا اربکیان د ملی پولیسو سره یوځای د ملیشو په ځای محلی پولیس جوړ ګړل مګر امریکایانو ګلبدین د نوم له خاطره هم له لاسه نه ورکولو د کابل اداره کی یی ډیرو کسانو لکه فاروق، ارغندیوال ، همدرد ، ابراهیمی او داسی نور والیان او وزیران لرل
له څه وخت انتظار ویستلو وروسته چه هیواد ته یی داعشیان رانقل او په پښو درولی وو د داعشیانو مشری یی ګلبدین ته ورکړه مګر دا وخت یی ګلبدین له باګرام بنګلی د دارلامان بنګلی ته رانقل کړو . او …….
د حزب او اسلامی امارت مقایسه د رڼا او تاریکی ، شه او بد ، تور او سپین مقایسه ده یعنی یو د بل په مخالف قطب کی قرار لری مننه

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close